افغانستان

امریکایان په کندوز کي پر یوه زندان د هوايي برید په اړه څېړني کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ ل): امریکایي ځواکونو د کندوز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کي د طالبانو پر یوه زندان بمبار کړی چي له امله یې د طالبانو تر څنګ زنداني سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده.

پېښه د شنبې په شپه رامنځته سوي ده، په سیمه کي یوه پولیس افسر نیویارک ټایمز ته ویلي چي د شنبې په شپه امریکایي ځواکونو د طالبانو پر هغه زندان بمبار کړی په کوم کي چي امنیتي سرتیري بندیان وه، نوموړۍ زیاتوي په پېښه کي ۱۴ تنه وژل سوي چي ډیری یې بندیان دي.

په کابل کي د امریکایي ځواکونو ویاند جنرال چارلس نن رسنیو ته وویل چي په کندوز کي ددوی ځواکونو بمبار کړی، چارلس وویل چي دوی داسي ریپورټونه ترلاسه کړي چي په برید کي بندیان وژل سوي دي موږ په دې اړه پلټني پیل کړي دي.

تر دې وړاندي د کندوز د والي په ګډون ځینو جګپوړو چارواکو رسنیو ته ویلي وه چي د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کي د طالبانو د قومندان ملاجنت ګل په ګډون ځیني طالبان وژل سوي دي، دوی ویل چي طالبانو ددې په غچ کي بندیان وژلي دي.

خو نن د امریکایي ځواکونو ویاند ومنل چي ددوی په هوایي برید کي بندیانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د هوايي برید تایید کړی او زیاتوي چي په هغه برید کي چي پر زندان سوی دی ددوی د زندان د قومندان ملاجنت ګل عثماني په ګډون پنځه طالبان وژل سوي او همدارنګه ۸ تنه بندي سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

مجاهد په خبرپاڼه کي ویلي چي ملاجنت ګل عثماني هغه ملاجنت ګل نه دی کوم چي په شمال کي ددوی د درو ولایتونو نظامي قومندان دی بلکه دغه قومندان یوازي د زندان د امنیت چاري پر غاړه لرلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x