د ابن طولون مسجد
د ابن طولون مسجد

د روژي درویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د لات د بت له منځه وړل :

د روزي په ۲۳ ورځ په ۹ هـ ق کال کي چی له ۶۳۱ میلادي کال سره سمون خوري د مکي د بت پرستانو معبود (لات) چي تر اسلام وړاندي يي دوی عبادت کاوو له منځه یوړل شو .

د مسلمانانو په لاس د ساساني امپراطوري ماتي :

د روژي په ۲۳ ورځ په ۳۱هـ ق کال کي چي  له ۶۵۲ میلادي کال سره سمون خوري د امیرالمؤمنین حضرت عثمان بن عفان رضي الله تعالی عنه د خلافت په مهال مسلمان مجاهدین په ساسانیانو بریالي شول ، د ساسانیانو اخري واکمن یزدګر د تیښتي په مهال ووژل شو .د ساسانیانو له ماتي وروسته تر ډيره وخت ایران د اسلامي تمدن معهد وو.

د احمد بن طولون پيدايښت :

د روژي په ۲۳ ورځ په ۲۲۰ هـ ق کال کي چي د ۸۳۵ میلادي کال د سپتمبر د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون خوري د طولونیه واکمني بنسټ ایښودونکی احمد بن طولون په بغداد کي دنیا ته سترګي وغړولي . نوموړي یو هوښیار ، ذکي او میړنی شخص وو ، په ۲۵۴ هـ ق کال د مصر د والي په حیث وټاکل شو ، ابن طولون په لنډه موده کي په مصر، شام او حجاز کي ځواکمنه واکمني را منځ ته کړه ، د مصر په پلازمینه قاهر کي د نوموړي په لاس جوړ شوی مسجد اوس هم شتون لري چي د ابن طولون د واکمني د تمدن او پرمختګ نمونه بلل کیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د