دیني، سیرت او تاریخ

د انسان لپاره شیطاني دامونه – اووم زنځیر

عبدالمالک روحاني

که پر شپږم زنځیر هم کامیابه سوې اوس نو شیطان ته نور څه نه سوه پاته فقط یو وروستنی زنځیر ور ته پاته دی.

اوس نو وروڼو! تاسو له ځانه سره وګورئ!
څوک دی چي تر شپږم زنځیر پوري سالم رسېدلی دی؟

اوس نو پر اووم زنځیر درته ولاړ دی، چي دغه اووم زنځیر یې ډیر خطرناکه دی.
هغه څه شی دی؟
شیطان خو خپل ټول چمونه درته وکړه ګټه یې ور ونه رسول؛ اوس نو مخ په مخ درسره جنګېږي.
هغه داسي چي نور خلك درباندي مسلط کړي چي تا ستا په دین کي وزوروي.
هغه څنګه؟
ته خو پر سمه لار رهي یې نو خلك دې ولي زوروي؟
ځکه دا ده شیطان حرکت دی، خپل آشنایان، خپل وطنوال، دخپلي ناستي او ولاړي خلک درته وپاروي.
هغه درته وایي: فلانیه ته اوس بل رنګه سوې، ته اوس ملا او صوفي سوې، ته د ملګرتیا وړنه یې، ستاسره د چا زړه تنګیږي.
یا وایي: ښه ته هم اوس نصیحت کوې؟

یا که یوې ښځي خپل ستر ساتلی وي او اسلامي لباس یې اغوستی وي، نوري ښځي ورته وایي: دا صحرایي ده، دا په موډ او فېشن نه پوهیږي دا مهمانۍ او واده ته مه خبروئ او داسي نور… .

وروڼو! اصلاً دا خبري دوی نه کوي، بلكي دا ده شیطان حرکت دی چي دغه خبري په کوي او غواړي چي تا په دغو خبرو د لاري واړوي او ته پخپل ځان کي دا حس کړې چي زه ضعیف یم، د خلکو د دغو زوریدو او مقابلې توان نه لرم.
ځکه دا ده شیطان هغه وروستۍ وسله ده چي ستا په واړندي یې استعمالوي او ستا دایمان پر اندازه ستا آزاورل زیاتېږی.

اوس د شیطان عداوت او دښمني ښه درمعلومه سوه.!
نو موږ باید دا کوښښ وكوړو چې شیطان پر دې زنځیر هم راباندي كامیابه نه سي.
باید مقاومت وکړو او د خلکو پر خبرو غوږ ونه نیسو.
که داسي مو وکړل، نو پوه سئ چي پر شیطان کامیابه سوو.!

نو د شیطان زنځیر په مکمل ډول له منځه ولاړی او خپل ابدي ژوند مو سم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x