زاخېلوال د افغان مهاجرینو د وروستیو ځورونو په اړه له عمران خان سره کتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړی استازي او سفیر ډاکتر عمر زاخیلوال د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره په وروستیو کې د خیبرپښتونخوا د پولیسو لخوا د مهاجرینو د نیولو او ځورولو په اړه کتلي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ډاکتر عمر زاخیلوال د خیبرپښتونخوا د پولیسو له لوري د افغان مهاجرینو نیول، تنګول او بدچلند له حده زیات ګڼلي او په وینا يې مهاجرین باید د عمومي اړیکو د ښکته پورته والي قربانیان باید ونه ګرځي او نه هم باید بې جرمه ازار او اذیت شي.

زاخیلوال له عمران خان غوښتي چې په خیبرپښتونخوا کې خپل حکومت ته لارښوونه وکړي څو د افغان مهاجرینو سره د د انساني او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې برخورد وکړي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې عمران خان هم د افغان مهاجرینو سره د پولیسو په ناوړه چلند خواشیني څرګنده کړې او ژمنه يې کړې چې د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر او د پولیسو مشر سره به اړیکه نیسي څو په سملاسي د مهاجرینو سره خپل سلوک سم کړي.

تر هغه وروسته چې په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتې وشوې، په خیبرپښتونخوا کې د افغان مهاجرینو د ځورولو لړۍ هم ورسره زور واخېست. د پېښور پولیسو نن اعلان وکړ چې په جون میاشت کې یې ۲زره افغان مهاجرین نیولي او له منځه یې ۴۰۰ افغانستان ته بېرته ډيپورټ یا لیږلي دي.

په پاکستان کې د راجستر شویو افغان مهاجرینو شمېر ۱.۵ میلیونه ته رسیږي او په دغه هېواد کې د اوسیدو قانوني موده سبا ته ختمیږي. پاکستاني رسنۍ وايي چې مرکزي حکومت پریکړه کړې چې د مهاجرینو د پاتې کېدو موده به دوه کاله نوره هم غځوي، خو تر دې دمه په دې اړه رسما اعلان نه دی شوی.

د خیبرپښتونخوا ایالت حکومت د پاکستان د مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د مهاجرینو د پاتې کېدو موده نوره ونه غزوي ځکه په دغه ایالت کې مهاجرینو نور د دوی په اوږو بوج دی او دوی دغه بوج نشي پورته کولای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د