fbpx

د استانبول پر هوايي ډګر چاودنو او ډزو ۳۶ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۵ل): د ترکيې په استانبول ښار اتاترک نړيوال هوايي ډګر کې چاودنو او ډزو کې ۳۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

ترکي رسنۍ وايي، چې پوليس پر يو بريدګر ډزې کوي، هغه ټپي کيږي او له ټپي کېدو وروسته يې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د ترکيې لومړی وزير بن علي يلدرم وايي، چې چاودنو او ډزو کې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژل شوي او له ۸۰ زيات ټپيان دي.

لومړي وزير زياته کړه، چې کېدای شي، په وژل شوو کسانو کې بهرني وګړي هم وي، مګر تر اوسه په دې اړه څه نه شي ويلی.

د لومړي وزير په وينا له لومړيو څېړنو ښکاري، چې په دې چاودنو کې د داعش ډلې لاس دی.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان دغه چاودنې غندلي او زياته کړې يې ده، چې له دې چاودنو د ترهګرو موخه د بې ګناه خلکو وېرول او په نړيواله کچه د ترکيې بدنامول دي.

نوموړي له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د ترهګرۍ پر ضد دې جدي ګام پورته کړي.

د استانبول والي وساب ساهن وايي، چې درې بريدګرو دغه چاودنې او بريدونه کړي دي.

ځايي رسنيو ليکي، چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

له چاودنو وروسته د استانبول هوايي ډګر ټول پروازونه لغوه شوي او کومې الوتکې، چې دلته کوزېدې، امر ورته شوی، چې پر نورو ډګرونو کوزې شي.

isntbul b1

د نظامي چارو څارونکي وايي، چې ترکيه له دوه ډوله ګواښونو سره مخ ده. يو په کور دننه د کردي ياغيانو او بل د داعش ډلې.

د بي بي سي د نظامي چارو کار پوه جوناتن مارکس وايي، چې  د استانبول هوايي ډګر بريدګر پر پرمختللو وسلو سمبال وو او دا رنګه بريدونه عموما داعش ډله کوي.

له تېر يو کال راهيسې، چې ترکيه کې چاودنې او وسله‌ولې نښتې زياتې شوي، د ترکيې سياحت ته زيان اړولی دی.

استانبول هوايي ډګر د ترکيې په کچه درېيم ستر او بوخت ډګر دی، چې يوازې تېر کال اويا ميليونه کسانو له دې هوايي ډګر سفرونه کړي دي.

د روانې مياشتې په پيل کې هم د استانبول په مرکزي ښار کې چاودنې يوولس تنه وژلي وو.

د ترکيې کرد ميشتې سيمه کې د کردي بيلتون پالو ياغيانو او د داعش بريدونو له امله د ترکيې امنيت د پخوا په پرتله خراب شوی او د ترکيې د ګڼو چاودنو پړه د کردي ياغيانو ترڅنګ داعش ډله هم پر غاړه اخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د