د بغلان د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۵ل): په بغلان کې د دې ولایت د امینه قومندانۍ د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې، خو نوموړی ترې روغ وتلی دی.

د جنرال امیرګل حسین خېل پر موټر هغه مهال چاودنه وشوه، چې د نومړي پّ پلخمري ښار کې د تېرېدو په حال کې و.

د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول احمد جاوید بشارت وايي چې پېښه نن سهار مهال پلخمري ښار کې وشوه.

هغه وايي چې د امنیت امر پر موټر خښ کړل شوی ماین ور چاودلی او یو ساتونکی يې ټپي شوی دی.

بشارت وايي ماین له لرې کنټرولېده، چې د موټر په ور رسېدو چاودنه ورکړل شوې ده، خو په وينا يې د امنیت امر ته کوم زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم خپلواکو سرچينو د تلفاتو په اړه څه ويلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د