شعـــــرونه

غزل: خالق يار احمدزی

خالق یار احمدزی

زړه مو اوښکې توی کړي، داګوګل مو اوښکې توی کړې
سویو خزانونو کې هرګل مو اوښکې توی کړې

دغه دسپیڅلی ژوند روانه افسانه وه چې
ستړیو ارزوګانو ته مزل مو اوښکې توی کړې

اې د شهادت شیرینه ژونده نور دیخوا راشه
غواړو دې لیمو کې د زړه تل مو اوښکې توی کړې

راشه نن راغاړې وځه دنیمې لارې مله
بیا په جدایۍ كې په هر پل مو اوښکې توی کړې

مونږه نو قلمه ستا په اوښکو صبر نه کاندو
نن هم خالقیاره سپین غزل مو اوښکې توی کړې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x