په افغانستان کې د نیکولاس هیسم ماموریت پای ته ورسيد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۵ل): که حکومت ژر ټاکنیز اصلاحات ونه کړي، ټاکنې ترسره نه کړې او د ټاکنو له لارې د خلکو باور لاسته را نه وړي، ښايي د حکومت او خلکو تر منځ فاصله لا پراخه شي.

دا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې وي، چې د ده په خبره د حکومت او ولس تر منځ فاصله مخ پر پراخېدو ده.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې تادامیچي یاماموتو د هیسم پر ځای د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ټاکل شوی او د نوموړي دنده رسماً پای ته ورسېده.

یاماموتو تر دې وړاندې په افغانستان کې د یوناما د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

هیسم په افغانستان کې نږدې یو نیم کال دنده اجرا کړه، چې ولسمشر غني يې د کار ستاینه کړې ده.

غني له یاماموتو سره هم هغه ته هرکلی ویلی او د دوه اړخیزه همکارۍ ژمنې يې سره کړې دي.

ياده دې وي هیسم څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پر افغان حکومت غږ وکړ چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره دې د خلکو پر باور جوړولو کار وکړي، کنه حالات به تر دې هم ترینګلي شي.