کندوز: طالبان وايي ۱۵ بهرني عسکر يې وژلي دي

امریکايي عسکر له جګړې وروسته خپل ټپیان لېږدوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز مرکز اړوند په حضرت سلطان سیمه کې بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ګډون د طالبانو پر ضد شپني عملیات ترسره کړي چې دواړه لوري د مرګ – ژوبلې دعوې کوي.

طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې په دې جګړه کې چې د سهار تر لسو بجو يې دوام وکړ، د دریو ټانګونو پر منفجر کېدو سره يې ۱۵ بهرني عسکر وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي بهرنیان د کورنیو عسکرو په ګډون سیمې ته د عملیاتو په موخه ورغلي و، خو په وينا يې « د مجاهدینو په لومه اوجال کې ونښتل، لومړی پرې درانه انفجارونه او بیا سخت بریدونه ترسره شول.»

طالبانو ویلي چې په دې جګړه کې يې ګڼو کورنیو عسکرو ته هم مرګ ـ ژوبله اړولې ده او د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو او دریو نورو د ټپي کېدو پخلی يې کړی دی.

د کندوز امنیه قومندان جنګلباغ بیا د طالبانو سرچپه دعوه کوي، د هغه په خبره د « بهرنیو دوستانو » په ګډون يې عملیات ترسره کړي، پنځلس طالبان يې وژلي او اته نور يې ټپیان کړي دي.

جنګلباغ وايي د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې په سیمه کې ۲۰ شکمن کسان هم نیولي، چې د ده په قول ښايي له طالبانو سره اړیکي ولري.

ياده دې وي په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو په افغانستان کې خپلو مېشتو عسکرو ته د جګړې لیکو ته د بېرته ستنېدو امر کړی دی، په داسې حال کې چې د ناټو پوځي ماموریت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پای ته ورسيد.

له امریکا سره د شوي تړون له مخې امریکايي ځواکونه، د افغان عسکرو د روزنې، تمویل او مشورې دندې پر غاړه لري.