fbpx

بې پلاره زده کوونکي !!!

اسدالله غيرت

ښوونکی ټولګي ته په راننوتو سره ، وړاندې له دې چې درس پيل کړي زده کوونکو ته يې په تونده لهجه وويل : کتابونه مو واخستل ؟

د ټولګي ټولو زده کوونکو سيوا له دوو تنو د هو په مانا خپلې ګوتې پورته کړې .

استاد پر همغو دوو چې ګوتې يې نه کړې پورته او سرونه يې ښکته نيولي وو غږ کړ : تاسو ولې

د دوو له ډلې يوې يې په ريږديدونکي څيره او ټيټ غږ وويل نه استاد

استاد هغې بلې زده کوونکي ته وويل : تا ولې

هغې هم د نه ځواب ورکړ

استاد په عوسناک ډول وويل تاسو ولې کتابونه نه اخلی ، دا څوم وار دی چې زه درته د کتابونو له اخستو وايم خو تاسو هره ورځ راته بې کتابو ټولګي ته راځی ، استاد د زده کوونکو پر وړاندې خپلې ترخې خبرې لا پسې وغځولې چې د خبرو په مينځ کې يې يوه زده کوونکي په ژړا شوه .

استاد ددې پر ځای چې د خپلې زده کوونکي اوښکي يې وروچې کړي او خپل صميميت ورسره وښايي زده کوونکو ته يې عوسه لا پسې ډيره شوه په دې وخت کې يوې زده کوونکي په ډارن غږ وويل استاده پلار مې نشته ، وروڼه مې واړه دي څوک يې راته واخلي .

استاد : پلار دې چيرې ده ؟

زده کوونکي : هغه شهيد شو

استاد : چرته شهيد شو ؟

زده کوونکي : له طالبانو سره په جنګ کې

استاد يو قدم شاته لاړ هغې بلې زده کوونکي ته يې وويل : ددې زده کوونکې خو پلار نشته ته ولې کتابونه نه اخلې ؟

زده کوونکې ځواب ورکړ : استاده زما پلار هم شهيد شو

استاد : کله ؟

زده کوونکې : څو مياشتې وړاندې

استاد : ولې ؟

زده کوونکې : له عسکرو سره په جنګ کې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د