د کندوز استازی: ځايي قومندانان ولسي وګړي وژني

تصویر؛ له ارشیفه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی وايي چې ځايي قومندانان د ولسي جرګې د مشر په ملاتړ ولسي وګړي وژني.

انجینر کمال د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې مشر مخاطب کړ او پر هغه يې غږ وکړ چې کندوز کې دې خپل ټوپکوال کنټرول کړي.

کمال په پارلمان کې د نمونې په توګه يوه پېښه یاده کړه، چې ځايي قومندان د دې په خاطر د کورنۍ د غړو تر مخ وواژه، چې د دوی پوستې ته يې ډوډۍ نه ور وړه.

هغه وايي چې ولس او یا هم ولایتي دولتي چارواکي د دې قومندانانو پر وړاندې ځکه چوپ دي چې د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي ملاتړ ورسره دی.

وړاندې تر دې هم د کندوز ځینو وکیلانو پر عبدالروف ابراهیمي نیوکه کړې وه، چې ان شپون يې په پسونو پسې په ټانګ کې روان وي.

د ولسي جرګې مشر ژمنه وکړه چې د پېښې څېړنه به کوي او په وينا يې دی د هیڅ ناقانونه پېښې ملاتړی نه دی.

یاده دې وي تېر کال د کندوز د سقوط پر مهال هم یو علت دا بلل کېده چې ولسي وګړو له طالبانو سره لاس یو کړ او د ځايي قومندانانو د ظلمونو پر وړاندې ودرېدل.