په روژه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم غزاوي

ليکوال: عبدالمالک همت

مسلمانانو د روژې په مياشت کي ډېري جګړې اوغزاوي کړي دي او تاريخ ښوولې ده چي هره جګړه چي مسلمانانو په دې مياشت کي پرلار اچولې ده بری يې د لوی څښتن په فضل او مرحمت هرومورو په برخه سوی دی. موږ دلته يوازي د مسلمانانو د هغو غزاوو په اړه لنډي څرګندوني کوو چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وختو کي د روژې په مبارکه مياشت کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګډون يا امر نښتي دي.

لومړی: د  بدر الكبرى د کفر ملاماتوونکې غزا:

د بدر ستره جګړه د دوهم هجري كال د روژې د مياشتي پر ۱۷نېټه د جمعې په ورځ د مكې د كفارو او مسلمانانو تر منځ وسوه. خبره دا وه چي د مكې كفارو هر كال د تجارت سامان شام ته وړى، چي په دې تجارت د دوى جګړهييز ځواك پياوړى كېدى. په دغه كال هم د دوى تجارتي قافله شام ته تللې وه. كله چي قافله راوګرځېده او مدينې منورې ته نژدې ورسېده، نو مسلمانانو وپتېيل چي پر هغې بريد وكړي، څو د كفارو د ځواك بنسټ وران سي او پر مسلمانانو باندي د بريدونو واك له لاسه وركړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې موخه د (۳۱۴) تنو سرتېرو مهاجرو او انصارو سره له مدينې څخه ووتى. ابوسفيان چي د دغي قافلې سردار وو د مسلمانانو له دې تكل څخه په يو ډول خبرسو. هغه سمدستي يو سپور چي ضمضم بن عمرو الغفاري نومېدى مزدور كړ او مكې ته يې واستاوه څو د مكې كفارو ته خبر وركړي چي مسلمانان پرقافله باندي د بريد په نيت ور روان دي، نو هر څه ژر د قافلې مرستي ته ور ودانګئ. د دې سره سم هغه خپله لار بدله كړه او قافله يې د سمندر د غاړي له لاري وايستل او په دې توګه يې وكولاى سول چي هغه له خطره وژغوري.

د مكې كفار د مخكي څخه لا د مسلمانانو سره د جنګ لپاره چمتو سوي وه، يوازي يې د خپلي قافلې د ور رسېدو انتظار ايستى. هغو د دې خبر په ور رسېدو سره د زرو تنو پياوړى لښكر جوړ كړ، په بشپړو وسلو او مهماتو يې سمبال كړ او مخ د بدر پر لور ور روان سول. وايي چي د دې لښكر سره سندرغاړي او نغمې ږغوونكي هم وه چي په بدلو كي يې د مسلمانانو بد ويل.

د صحابه وو ايماني ولولې :

كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم تهمعلومات وسو چي د قريشو قافله وتلې ده او د هغو يو پياوړى پوځ د دوى سره د مقابلې لپاره ور روان دى، نو يې د اصحابو سره مشوره وكړه چي وړاندي وخوځو كه بېر ته مدينې ته ستانه سو. د ځينو صحابه وو رايه دا وه چي څنګه چي د جنګ په موخه نه يو راوتلي نو بايد بېرته وګرځو. خو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« اى خلكو! خداى زموږ سره ژمنه كړې ده چي يا به قافله زموږ په لاس راځي او يا به فتح زموږ په برخه كيږي، نو څنګه چي قافله تللې ده نو فتح يقيني ده».

دا خبري چي حضرت ابوبكر، عمر او مقداد رضي الله عنه واورېدې، ودرېدل او ويې ويل :اى د خداى استازې! څه چي د خداى حكم دى عملي يې كړه. په خداى لوړو چي موږ د بني اسرائيلو غوندي نه يو چي حضرت موسٰى عليه السلام ته يې ويل چي ته او ستا خداى ولاړ سئ وجنګېږئ، موږ دلته درته ناست يو.

دا جواب چي رسول الله صلی الله عليه وسلم واورېدى هغو ته يې دعا وكړه او له انصارو څخه يې پوښتنه وكړه :« تاسي په دې هكله څه واياست؟ ». خبره دا وه چي د انصارو سره چي كوم تړون سوى وو، په هغه كي دا خبره سوې وه چي انصار به په خپله اورشو كي د هغه ننګه او ساتنه كوي، نه داچي له مدينې ووزي او پر نورو باندي په بريد كي مرسته ورسره وكړي. له دې امله له انصارو څخه د هغو اراده معلومول ضروري وه. نو هغه وو چي د اوس د قبيلې سردار راوړاندي سو او ويې ويل :” اى د خداى رسوله ! څنګه چي موږ پرتا ايمان راوړى دى او ته مو د خداى رشتينى نبي بللى يې نو څه چي خداى تاته حكم كړى دى هغه عملي كړه. موږ ستا ملګري يو. په لوى څښتن لوړم چي كه ته سمندر ته ځان غورځوې نو موږ هم ځانونه سمندر ته درسره غورځوو“. د رسول الله صلی الله عليه وسلم څېره د انصارو له دې وينا څخه وغوړېده او ډېر خوشاله سو.

له مدينې منورې څخه تقريباً (۱۵۰) كيلو متره ليري يو ځاى بدر نوميږي. هلته د قريشو پوځ ځاى پر ځاى سوى وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه لور ته د تللو حكم وركړ او هلته په رسېدو سره يې يوې چينې ته نژدې واړول.

يو له بله سره مخامخ كېدل :

د روژې پر اوولسمه، سهار دواړه پوځونه سره مخامخ سول. يوې خوا ته په جنګي وسلو او مهماتو سمبال زر تنه كفار وه او بلي خواته ۳۱۴ تنه بي وزلي او د ناسمو وسلو درلودونكي مسلمانان وه. رسول الله صلی الله عليه وسلم د مسلمانانو صفونه برابر كړل او بيا يې لوى څښتن ته داسي دعا وكړه :

« اى لويه څښتنه! دا د قريشو كفار غرور او مستۍ اخيستي دي او راغلي دي، ستا نافرماني كوي او ستا رسول دروغجن بولي. نو تاچي د مرستي كومه ژمنه  كړې ده هغه ترسره كړه ».

تر دې وروسته لومړى له دواړو خواوو څخه يو يو سړى د جګړې لپاره را ميدان ته سول او بيا د دوارو لښكرو ترمنځ زورور جنګ وسو او د خداى د ژمني سره سم مسلمانانو ته ستره فتح په برخه سوه.

په دې جګړه كي د قريشو اوياتنه ووژل سول چي په هغو كي د مسلمانانو تر ټولو لوى دښمن ابوجهل هم وو او اويا يې ژوندي ونيول سول. د مسلمانانو له اړخه يوازي څوارلس تنه شهيدان سول.

د اصحابو بېلي بېلي نظريې :

كافر قيديان چي يې كله مدينې ته ورسول ، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو په هكله د صحابه وو سره مشوره وكړه. حضرت عمر وويل :” اى د خداى رسوله ! دغو خلكو تل تاته تكليف دركړى دى. دوى بايد هر يو د هغو د مسلمانو خپلوانو په لاس ووژل سي، څو له يوه پلوه دوى په خپلو سزاوو ورسيږي او له بله پلوه نړيوالو ته څرګنده سي چي زموږ په زړونو كي مشركانو ته هيڅ ځاى نسته “.

خو حضرت ابوبكر صديق وفرمايل :” اى د لوى څښتن رسوله ! اوس چي خداى پر دوى باندي تاته برى درپه برخه كړى دى، نو پر دوى رحم وكړه او فديه ځني واخله پرې يې ږده، څو زموږ اړتياوي په پوره سي او دوى ته د هدايت موقع پاته سي“.

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « اى ابوبكره ! ستامثال د ابراهيم عليه السلامغوندي دى چي ويې فرمايل : [ اى خدايه ! چا چي زما پيروي وكړه هغه زما له ډلي څخه دى او چا چي زما نافرماني وكړه نو ته د هغه بخښونكى او رحم كوونكى يې ]. او اى عمره ! ستا مثال د نوحعليه السلامغوندي دى چي دعا يې كول :[ اى الله ! پر مځكه باندي هيڅ كافر مه پرېږده ] ». او بيا يې د حضرت ابوبكر رايه خوښه كړه. لكه چي شتمن بنديان يې په فديه خوشي كړل او نشتمنو ته يې وويل چي تاسي هر يو د مسلمانانو لسو لسو تنو كوچنيانو ته ليكل ور زده كړئ او بيا ځئ.

په دې ډول په دغه ستره معرکه کي د مسلمانانو بري د دې لامل سو چي د کفارو په زړونو کي د مسلمانانو هيبت زيات کړي. د مسلمانانو معنويات اوچت کړي او يو نه ماتېدونکي ځواک يې جوت کړي.

دوهم: د مکې مکرمې فتح:

د مکې د فتحي پيلامې:

د شپږم هجري کال د ذوالقعدې ( ميانۍ ) په مياشت د حديبيې د سولي مشهور تړون د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم او د مکې د قريشو ترمنځ لاسليک سو. دغه تړوند مكې شريفي د فتحي او د اسلام د نورو زياتو برياليتوبونو بنسټ او پيلامه وه.

په دغه معاهده كي يو شرط دا وو چي تر لسو كالو به د دوى ترمنځ جگړه نه كيږي. همدغسي د عربو قبايل اختيار لري چي د كوم فريق سره وغواړي، د هغو سره ملگري او يو ځاى سي، او له دواړو جانبو څخه يو دا حق او اجازه نه لري چي د بل جانب پر ملګري او اتحادي باندي لاس پورته كړي.

د تړون د دغي مادې له مخي د بني خزاعه قبيله د مسلمانانو ملگرې وه او د هغو حريفه قبيله بني بكرد قريشو سره يوځاى سوې وه.

خو د دغي سولي څخه د اوولسو يا اتلسو مياشتو تر تېرېدو وروسته، د تړون د دغي تصريح سره سره قريشو د حرم دننه د بني بكرو په ملاتړ پر بني خزاعه وو بريد وكړ، ځيني وگړي يې په بې رحمي سره ور ووژل او ځيني نور يې هاخوا دې خوا تيت او پرك كړل. تردې پېښي وروسته د بني خزاعه وو ځيني خلك مدينې منورې ته ورغلل او حضرت محمدصلی الله علیه وسلمته يې شكايت وكړ. رسول الله صلی الله علیه وسلمقريشو ته قاصد ولېږى، چي ياد مقتولينو خون بها ( ديت ) ادا كړئ، يا د بني بكرو ملاتړ پرېږدئ، اوكه داسي نه كوئ، نو بيا اعلان وكړئ چي د حديبيې تړون مات او له منځه تللى دى.

قريشو چي دا شرايط واورېدل، د هغو په نماينده گي قرظه بن عمر وويل : موږ ته درېيم شرط د منلو وړدى. بيا قريش پښېمانه سول او ابو سفيان يې د تړون د بيا نوي كولو لپاره  مدينې ته ولېږى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته حاضر سو. خو د رسول الله صلی الله علیه وسلمد صبر پيمانه ډكه سوې وه او د بتانو له ناولتيا څخه يې د كعبې شريفي د پاكولو پرېکړه كړې وه. ځكه ي نو د تړون د بيانوي كولو څخه ډډه وكړه او د كعبې د تطهير لپاره يې تيارۍ پيل كړې.

مکې ته د اسلام د پوځ خوځېده:

د هجرت په اتم كال د روژې مبا ركي پر لسمه نېټه له مدينې منورې څخه د اسلام لس زره كسيز پوځ په خورا ډېر حشمت، عظمت او دبدبه د مكې پر لور وخوځېد. محمدي لښكرو مكې مكرمې ته د يوه مزل يا تقريباً لسوكېلو مترو په وا ټن په ” مر الظهران “ نومي ځاى ( وادي فاطمه )كي واړول، او د رسول الله صلی الله علیه وسلمد امرسره سم ټول پوځ بېل بېل ځايونه اورونه بل كړل. چي په دې ډول ټوله بېديا د امن اورشو وگرځېده.

سره د دې چي د راز د خورا پټ سا تلو له امله قريشو ته د دې لښكرو د خوځښت په باب څه پته نه وه. خو دوى د خزاعه وو سره د خيانت له كبله په ډاركي وه، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به له دې امله هرو مرو د غوږ تاو راكوي. نو ځكه يې مشوره سره وكړه او پرېكړه يې وكړه چي كه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لښكر د جگړې لپاره راځي، نو د هغه په وړاندي به مزاحمت او مقابله نه كوي، او پردې سربېره به ابو سفيان بن حرب د دوى لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ټولو مكه والوته د امان ترلاسه كولو لپاره، استازى وي، او هغه ته به خبر وركوي چي موږمكه په دې شرط درسپارو، چي هغه د يوه آزاد ښار په توگه و پېژندل سي، او د اوسېدونكو د ځان او مال خوندي ساتل يې تضمين سي. خو هغو ابو سفيان ته دا دنده هم وركړه چي كه وپوهېدى چي د محمد لښكري لږ دي او قريش يې مقابله كولاى سي، نو هغه ته به د جنګ اعلان وركوي. البته قريشو د دې چارو لپاره حكيم بن حزام هم د هغه سره ملگرى كړ.

دغه مهال د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اكا عباس بن عبد المطلب هم اسلام منلى وو، د مكې څخه يې د خپلي كورنۍ سره هجرت كړى وو او په لار كي د هغه سره يوځاى سو او بيرته مكې ته رهي سو.

كله چي اسلامي پوځ ” مرالظهران “ ته ورسېد او حضرت عباس رضي الله عنه د هغه ډيرښت او پياوړتيا وليدل، نو هغه ته د خپل قوم د خوارۍ بېره پيدا سوه، ځكه يي نو وپتېيل چي هرڅه ژر مكې ته ځان ورسوي او قريش د جګړې له نا خوالو وژغوري. هغه د شپې د مكې” اراك “ نومي ځاى ته ورسېد او په همد غه شپه يې وغوښتل چي هلته يو څوك پيدا كړي چي په دې باب سمدستي مشوره وركړي.

له ښه مرغه ابو سفيان، حكيم بن حزام او بُديل بن ورقاء په همدغه شپه د مسلمانانو د لښكرو په هكله د معلوماتو تر لاسه كولو لپاره را وتلي وه. دوى نه وه خبر چي محمدي لښكري مكې ته د څلورو ميلو په واټن نژدې رسېدلي دي. كله چي هغو له اراك څخه د ” مرالظهران “ په لار كي خېمې، پوځ او زښت زيات اورونه وليدل سخت وارخطا سول، چي پاى د حضرت محمد د لښكرو څارندويانو ونيول او بنديان يې كړل.

دغه مهال حضرت عباس او دوى سره پېښ سول. حضرت عباس مشوره وركړه چي اسلامي لښكرو ته بېله جګړې تسليم سي او امان وغواړي. ابو سفيان دغه مشوره بيله كوم تردده ومنل. نو هغه وو چي څارندويانو دوى بيرته خوشي كړل.ابو سفيان د رسول الله صلی الله علیه وسلمپرسپينه غا تره باندي چي حضرت عباس راوستلې وه، د هغه ترشا سپورسو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرارګاه پرلور يې رهي كړ. په لار كي حضرت عمررضي الله عنه چي دغه شپه د لښكرګاه د سا تني كار ور سپارل سوى وو پرپېښ سو او چي وپوهېدى چي ابو سفيان د حضرت عباس ترشا سپور دى ورږغ يې كړه : اى د خداى دښمنه ! د خداى شكردى چي بېله كومي ژمني او معاهدې يې ما ته د شپې په لاس راكړې. ( د ابو سفيان تېري ټولي نا كردېټولو ته معلومي وې. چي له هغو څخه هره يوه د هغه د وژني وړ وه؛ د اسلام سره د هغه عداوت او دښمني؛ پر مدينه منوره باندي په پلاوو پلاوو بريدونه؛ د عربو قبايلو را پاڅول او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وژلو پټه توطئه، دا ټولي خبري د هغه د مرګ سبب كېداى سوې ).

حضرت عمر ته د ابو سفيان وژل ډېرآسانه كار وو، خو هغه چي وليدل چي د رسول الله د اكا ترشا د هغه پرغا تره سپور دى، په بېړه د رسول الله د اوسېدو د ځاى په لوري وخوځېد، څوله هغه څخه د هغه د وژلو امرترلاسه كړي. حضرت عباس د دې خبري په پوهېدوسره، د دې لپاره چي ترحضرت عمرد مخه د پېغمبرد اوسېدو ځاى ته ورسيږي، غاتره چټكه كړه او تر حضرت عمر د مخه ورورسېد. خو حضرت عمر هم سمدستي پسي ور ورسېد او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخكي يې د ده پرسر د حضرت عمر سره شخړه سوه. چي پاى رسول الله صلی الله علیه وسلم امان ورته وركړ او عباس ته يې وفرمايل چي ته يې نن شپه ستا په كوركي وساته، سبا سهار يې ماته راوله. وايې چي بُديل بن ورقاء كوم چي د خزاعه وو سردار او د مسلمانانو حليف ( ملګرى ) وو او حكيم بن حزام چي د بي بي خديجې د اكا زوي وو، هم د شپې د عباس رضي الله عنه په كوركي وه. خو ځيني بيا وايي چي كله حضرت عباس، ابو سفيان پرغاتره سپوركړ، دوى بيرته پرشا وګرځېدل.

د ابو سفيان ايمان راوړل:

د ابو سفيان پرخېمه يې سختي پيرې ولګولې او كله چي سهار سو، هغه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته وروستى او تر څه زړه نا زړه توب وروسته يې د حضرت عباس رضي الله عنه په مشوره ايمان راوړ، او بيايې بېله مقاومته د مكې د سپارلو تړون ورسره لاسليك كړ. البته د رسول الله  صلی الله علیه وسلم لخوا هم تضمين او ډاډ وركړه سو چي دوي به د مكې د خلكو د مالونو او ځانونو ساتنه كوي. حضرت عباسرضي الله عنه حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته عرض وكړ چي ابو سفيان عزت خوښوونكى سړى دى، نو ده ته څه عزت او وياړ هم  ور په برخه كړه. هغه وفرمايل :” ښه دى، څوك چي د ابو سفيان په كور كي يا په مسجد الحرام كي پناه واخلي. يا د خپلو كورونو دروازې په ځانو پسي وتړي يا وسله پر مځكه كښېږدي، هغه ته دي امان وركول كيږي“. وايې چي دغه مهال حكيم بن حزام هم مسلمان سو او ده او ابو سفيان دواړو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سلاوركړه چي تر مكې د مخه هوازن ته د جګړې لپاره ولاړسي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ونه منل.

بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل دوى د غرونو په يوه لوړه او تنګه ناوه كي ودروئ، څود خداى جل جلاله د پوځونو د سترتوب ننداره وكړي او د هغو غښتلتيا، ښه نظم، ښې وسلې او د شمېر ډېرښت په درسته توګه وويني. تردې وروسته ابو سفيان مكې ته ولاړ او خپل قوم قريشو ته يې وويل : د محمدي پوځونو په وړاندي وسلې پر مځكه كښېږدئ او جګړه مه ورسره كوئ او هغوى يې د اسلام منلو ته هم وبلل. خو په دې وخت كي ځيني احساسا تي وكړي د قريشو د لښكرو د راغونډولو او د نبوي پوځ په وړاندي د ټينګار په تكل كي سول او ځينو د ابو سفيان له خبرو څخه سروغړاوه. ان چي د هغه مېرمني ” هند “ قريش د هغه وژلوته وهڅول. خو د دوى دې هڅو څه ځاى ونه نيو او خلك تردې خبرو اورېدلو وروسته سره تيت سول. په پايله كي د ټولو زړه ته تېره سوه چي د اسلام د پوځ سره مقابله بېځايه كار دى. نو يې د ابو سفيان خبري ومنلې او د اسلام د پوځ په وړاندي يې د نه مقاومت پرېكړه وكړه. كوڅې يې خالي كړې؛ وسلې يې وغورځولې او په خپلوكورونو، مسجد الحرام او د ابو سفيان په كوركي كښېنستل.

په دې سفر کي روژه او لمونځ:

د مكې د فتحي په سفركي رسول صلی الله علیه وسلم او اصحابو روژه نيولې وه. خوكله چي د”عُسفان ” او ” قُدَ يد ” په منځ كي ” كديد ” نومي چينې تهورسېدل، روژه يې ماته كړه.

رسول صلی الله علیه وسلم هغه چا ته چي بيا يې هم روژه نيول نا فرمانه وويل. رسول صلی الله علیه وسلم د اوبو لوښی په داسي حال كي چي په ټولو يې وليد پر سر پورته كړ او روژه يې ماته كړه.

دغه راز د مكې ترفتحي وروسته چي رسولصلی الله علیه وسلم هرڅو ورځي په مكه كي اوسېدلى دى ، لمونځ يې سفريانه كړى دى او روژه يې نه ده نيولې.

پر مکه باندي بريد ته د پوځونو چمتو کول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مكې په لار كي په ” قديد “ نومي ځاى كي خپل پوځونه پر قبايلي بنسټ سمبال او بريد ته چمتوكړل او له هغه ځايه يې د مكې په لوري په بشپړه تياري وخوځول. خوكله چي” ذي طوٰى “ نومي ځاى ته چي اوس” زاهر“ ورته وايې ورسېدل، نو دغه لس زريز پوځ يې پر پنځو غونډونو ووېشى. پخپله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لومړي غونډ مشر وو په كوم كي چي د مهاجرو او انصارو لويان او د عربو قبايلو مشران او سرداران شامل وه، او د نورو څلورو غونډونو مشري يې خالد بن وليد، زبير بن عوام، ابو عبيده او سعد بن عباده  ته وسپارل. خالد بن وليد ته يې حكم وركړ چي ستا لښكردي مكې ته د هغې د لاندنۍ برخي ( ميمنې ) څخه ننوزي. زبير بن عوام ته يې حكم وركړ چي د مكې له پاسنۍ برخي ( ميسرې ) څخه هغې ته ننوزئ او په” حجون “ كي بيرغ جګ كړئ. پخپله هم له دغي لاري ور وخوځېد. د حضرت ابو عبيده پلي پوځ ته يې حكم وركړ چي تاسي د مكې د ناوې منځ واخلئ او هغې ته ننوزئ، او سعد ته يې حكم وركړ چي ستا پوځ دي مكې ته د هغې د جنوب لوېديزي لاري ننوزي.

مکې ته د اسلام د پوځ ننوتل:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل پوځ قوماندانانو ته په مكه كي د وسلې نه كارولو او د پېښكي ( احتمالي ) جګړه كوونكو پرته د نورو وګړو نه وژلو په هكله ډېر سخت احكام صادركړل. بالاخره د هجرت په اتم كال د روژې پرشلمه ( د ورځو په نېټوكي اختلاف دى او ښې دقيقي نه دي ) نبوي پوځ بېله كوم مقاومته مكې ته ننووت. خو يوازي د خالد بن وليد لښكر د يوڅه سپك او بابېز مقاومت سره مخامخ سو. موْرخين په دې هكله وايي چي په لار كي د خالد بن وليدرضي الله عنهله ملګرو څخه كُرز بن جابر فهري او حُبَيشُ يا خُنَيس بن الاشعر له دې امله چي د لښكرو څخه بېل سوي وه، او پر بله لار روان وه، په شهادت ورسېدل، او په ” خندمه “ نومي ځاى كي د خالد لښكر د قريشو د
پاى لوچانو د مقاومت سره مخامخ سو، چي په يوه سپك بريد كي دوولس يا اته ويشت، او په بل روايت اويا  تنه مشركان ووژل سول او نور وتښتېدل.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مکه کي:

لكه چي د مخه مو وويل،كله چي نبوي لښكري مكې ته ننوتلې، هلته بيله د خالد بن وليد له سپكي نښتي نوري څه پېښي ونه سوې. د دې پوځ يوه سالار حضرت زبير بن عوام ته دنده وركړه سوې وه چي د خپلو ځواكونو سره يو ځاي د مكې په ” حجون ” نومي ځاى كي واړوي. هغه په حجون كي د رسول صلی الله عليه وسلم بيرغ پورته كړ او د هغه د اوسېدو لپاره يې قبه( د څرمني خېمه ) ودرول او بيا رسول صلی الله علیه وسلم ورغى او په خېمه كي واوسېدى. چي د هغه سره حضرت ام سلمه رضي الله عنها او حضرت ميمونهرضي الله عنهاهم وې.

كله چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مكې ته د ننوتلو اراده وكړه، غسل يې وكړ او له دغه ځايه يې چي شا و خوا او وروسته او وړاندي يې موجود انصار اومهاجراو پوځي قوماندانان روان وه، د مسجد الحرام په لوري مارش وكړ، او په ډېر هيبت او شان او شوكت د تكبيرونو په ويلو سره، مسجد الحرام ته ننوتل.

هغه صلی الله علیه وسلم د زيا تي ګڼي ګوڼي ( ازدحام ) له امله د حجر اسود استلام د لكړي په وسيله وكړ او بيايې د خپلي اوښي په سپرلۍ د خداى جل جلاله د كور طواف وكړ. بيا يې دوه ركعته لمونځ وكړ. بيا د زمزم څا ته ورغى، د زمزم اوبه يې وچيښلې او اودس يې په تازه كړ. بيا يې د مقام ابراهم په نامه ډبره چي په بيت الله شريفه پوري نښتې پرته وه، پرهمدغه اوسني ځاى كښېښوول. خو د اسلامي تاريخ پوه واقدي په وينا كله چي رسول صلی الله علیه وسلمد طواف څخه وزګار سو، نو له خپلي اوښي كوز سو او معمر بن عبد الله بن نضله د هغه اوښه د مسجد د باندي و ايستل او بيا يې زغره واغوستل او خول يې پر سركړ، چي توره لنګوټه يې تر هغه خول کښته تړلې وه، مقام ابراهيم عليه السلام ته ورغى. هلته يې دوه ركعته لمونځ وكړ. بيا د زمزم څا ته ولاړ.

رسول صلی الله علیه وسلم د طواف په دوران كي په يوه ليندۍ پركعبه او د هغې پرشا و خوا درې سوه شپېته ځاى پرځاى سوي بتان مات كړل، چي د هغو د ماتولو پرمهال يې ويل:

﴿ وَقُلْجَاءَالْحَقُّوَزَهَقَالْبَاطِلُإِنَّالْبَاطِلَكَانَزَهُوقًا (81) [ الاسراء :81 ]

يعني: ووايه (اعلان وکړه) چي حق راغى او باطل له منځه ولاړ، بې شکه چي باطل له منځه تلونکى دى.

دغه رازيې و ويل:

﴿ قُلْجَاءَالْحَقُّوَمَايُبْدِئُالْبَاطِلُوَمَايُعِيدُ (49) [ سباء : 49]

يعني: حق راغلى دى او اوس د باطل لپاره هيڅ نه سي كېداى.

دغه رنګه يې حضرت عمر ته وفرمايل چيپركعبه باندي ټول تصويرونه ايسته كړي. البته حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې امله چي د احرام په حالت كي نه وو يوازي په طواف كولو بسنه وكره.

په طواف كي پر پېغمبر بانديد يوه سړي بريد:

يوه سړي چي نوم يې ” فضاله ” بن عُمير ملوح ليثي وو، د مكې د فتحي د تاريخي ورځي د طواف په دوران كي وغوښتل چي رسول صلی الله علیه وسلم ووژني. مګر خداى تعالى هغه له دې ناوړه قصده خبركړ چي دا كوښښ ناكامه سو او وروسته دغه سړي اسلام راوړ.

كله چي دغه سړى رسول صلی الله علیه وسلم ته نژدې سو، نو رسول صلی الله علیه وسلم هغه ته مخ ور واړاوه  او ځنيويې پوښتل: ته فضاله يې ؟ هغه ورته وويل هو ! اى د خداى رسوله زه فضاله يم. هغه ورته وويل :په زړه كي دي څه خبري كولې. هغه ورته وويل: هيڅ خبري مي نه كولې، د خداى جل جلالهذكر مي كاوه. رسول الله ومسل او ورته ويي فرمايل: له خدايه بخښنه وغواړه. بيا  هغه  خپل مبارك لاس د فضاله پر ټټركښېښود، چي په دې ډول د هغه زړه آرام سو. فضاله وايي: په خداى لوړم چي لا رسول الله صلی الله علیه وسلمزما له ټټره لاس نه وو ايسته كړى، چي ما ته د خداى په خلكو كي تر ټولو ډېرګران او راتېرسو، او په دې ډول هغه اسلام راوړ. فضاله وايي چي زه خپل كور ته بېرتهراتلم چي په لار كي هغه ښځه په مخه راغله چي ما به پخوا وراني خبري ور سره كولې.هغې راته وويل: راسه خبري سره وكړو. ما ورته وويل: نور زه ستا سره خبري نه كوم. بيا يې څو اشعار وويل چي دغه يې ژباړه ده :

دې وويل را سه خبـــري وكـــړو

مـا ورتــه وويـــل چـي نـه يې كوم

زه نور الله او ا سلام منع كـــړمـــه

تـــا محمداود خداى پــوځ ونـه ليد؟

چي دكعبې بتان يېټوله مات كړل

نـو زه هـــم ستا د مخ بت نه لمانځم نور.

رسول الله ته د كعبې د كلۍد وركولو څخه ډډه كول:

رسول صلی الله علیه وسلم تر طواف او د كعبې د باندي بتانو ترما تولو وروسته حضرت بلال رضي الله عنه دكعبې شريفي په خادم او كلي ساتونكي عثمان بن طلحه پسي واستاوه، څو د كعبې د دروازې كلي ځني راوړي. د كعبې حجابت ( خدمت او كلي ساتل ) به تل د بني عبد الدار سره وو. كله چي عثمان بن طلحه مسلمان سو او مدينې ته يې هجرت وكړ، نو د كعبې كلي د هغه مور ته ورسېده كومه چي د مكې د فتحي تر ورځي پوري لا پرشرك ولاړه وه. نو حضرت عثمان خپلي مورته ورغى او ورته ويې ويل چي د كعبې كلي حضرت پېغمبر صلی الله علیه وسلم غوښتې ده، رايې كړه چي وريې وړم. خو هغې د كلۍ د وركولو څخه ډډه وكړه. عثمان ورته وويل: په څښتن لوړم چي ته به دا كلي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته هرو مرو وركړې،كه يې ماته را نه كړې، بل يو رالېږي او دا كلي درڅخه اخلي.

دوى دغه خبري كولې چي ناڅاپه يې د ابو بكر او عمررضي الله عنهماږغ واورېدى. د عثمان مور وبېرېدل او سمدستي يې كلي خپل زوى ته وركړه. حضرت عثمان د رسول صلی الله علیه وسلم  په حكم د كعبې دروازه پرانيستل، د هغې دننه يې د تصويرونو د ايسته كولو امر وركړ او هغه د لرګي څخه د كوتري جوړسوى بت يې پخپله مات كړ. بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې دننه دوه رکعته  لمونځ وکړ.

د رسول صلی الله علیه وسلم تاريخي خطبه ( وينا ):

بيا هغه صلی الله علیه وسلم په داسي حال کي چي د کعبې د دروازې په دواړو بازوګانو پوري يې لاسونه  ونيول او لاندي يې قريش او نور ټول انتظار وه خپله تاريخي خطبه ( وينا ) واورول، ويې فرمايل:” له خدايه پرته بل د پالني وړ ( معبود ) نسته، هغه يودى، شريك نه لري. هغه خپله ژمنه رشتيا كړه او د خپل بنده (رسول اللهصلی الله علیه وسلم ) سره يې مرسته وكړه او يوازي يېټولو باطلو ډلګيو ته ماته وركړه. واورئ ! د بيت الله د خدمت كولو او د حاجيانو د اوبو وركولو ( حجابت اوسقايت ) پرته نور ټول عزت، وينه اوشته زما تردغو دوو قدمونو لاندي دي. يعني د جاهليت ټول رسوم او دودونه باطل دي. په ياد ولرئ ! په خطا قتل يا شبه عمد قتل كي چي په شلاخه يالكړه وي، مغلظ ديت دى. يعني سل اوښان به وركوئ چي له هغو څخه به څلوېښت بلاربي اوښي وي.

اى قريشو ! خداى ستاسي د جاهليت غرور او په پلار، نيكه وياړ له منځه يو وړ. ټول خلك له آدم عليه السلام څخه پيدا سوي، او آدم له خاورو پيدا سوى دى. بيا يې دا آيت تلاوت كړ:

﴿ يَاأَيُّهَاالنَّاسُإِنَّاخَلَقْنَاكُمْمِنْذَكَرٍوَأُنْثَىوَجَعَلْنَاكُمْشُعُوبًاوَقَبَائِلَلِتَعَارَفُواإِنَّأَكْرَمَكُمْعِنْدَاللَّهِأَتْقَاكُمْإِنَّاللَّهَعَلِيمٌخَبِيرٌ (13)“. [ الحجرات:13 ]

ژباړه: اى خلكو ! موإ تاسي له يوه نارينه او يوېښځي څخه پيدا كړي ياست، او بيا مو تاسي قومونه او قبيلې وګرځولاست، څو تاسي يو له بله سره وپېژنئ. په حقيقت كي د الله جل جلاله په نزد له تاسي څخه تر ټولو زيات عزتمن هغه څوك دى چي په تا سي كي تر ټولو زيات پرهيزګار وي. بيشكه الله جل جلاله پر هر څه پوهېدونكى او با خبره دى.

بيا يې وويل:” اى قريشو ! تاسي څه ګومان كوئ چي زه له تاسي سره څه كړنه كوم ؟ ” هغو ورته وويل: موږ ګومان كوو چي ته زموږ سره د ښو؛ ښه ورور او ښه وراره په توګه كړنه كوې. هغه صلی الله علیه وسلم ورته وويل:” نو زه تاسي ته هغه خبره كوم چي حضرت يوسف علیه السلام خپلو وروڼوته كړې وه: ﴿ لَاتَثْرِيبَعَلَيْكُمُالْيَوْمَ﴾ اذْهَبُوا فَأَنْتُمْ الطّلَقَاءُ . يعني: پر تاسي باندي كومه مواخذه او سرزنش نسته، ځئ تاسي ټول عفو او آزاد ياست.

د مکې د نارينه وو او ښځو بيعت:

كله چي خداى تعالى رسول صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو ته د مكې سوبه روزي كړه. نو د هغه ځاى خلكو ته حق څرګند سو او پوه سول چي بېله اسلامه د برياليتوب بله لار نسته. ځكه نو دوى د اسلام اېل سول او پردې چاره د بيعت لپاره راغونډ سول او رسولصلی الله علیه وسلم له هغو څخه بيعت واخيست. چي په دېډول له څو تنو پرته د مكېټول اوسېدونكي په اسلام  مشرف سول او پاته كسان بيا وروسته مسلمانان سول.

بيارسول صلی الله علیه وسلمدكوچني اختر د مياشتي پر ( 6 ) په مكه كي د هغه د اوسېدلوپر ( 19 ) ورځ د “حنين ” پر لوري وخوځېد. هلته تر ستري سوبي وروسته په همدغه مياشت كي طايف ته ولاړ اوهغه يې كلابند كړ. د طايف ترڅه باندي شلو ورځوكلابندۍ وروسته، د بني ثقيفو يعني د هغوكسانو چي د طايف په كلا كي كلا بند وه، استازو د رسول صلی الله علیه وسلمڅخه د امان غوښتنه وکړه. هغه دغه غوښتنه د هغولخوا د اسلام د منلو په شرط ومنل او ويې بخښل، بيا بيرته جعرانې ته ولاړى، د ولجو مالونه، اوښان او پسونه يې ووېشل، بيا يې له جعرانېڅخه د عمرې احرام وتاړه، عمره يې وكړه او مدينې منورې ته ستون سو. چي د ميانۍ پر ( 24 ) نېټه هلته ورسېد .په دې توګه د مکې مکرمې د چارو واګي د تل لپاره د مسلمانانو لاس ته ورغلې.

درېيم: هغه سريې چي په روژه کي د رسول الله په امر استول سوي دي :

يادونه:

په كومو جګړو كي چي رسول صلی الله علیه وسلم برخه نه وي اخيستې، بلكي هغو ته يې خپل اصحاب او امرا لېږلي وي، هغو ته ” بعث “ او ” سَرِيَّه “ وايي.” سريه “د شپې تګ او ګښت  كولو ته وايي او د سيرت پوهانو په اصطلاح د پوځ هغي ډلي  ته وايي چي د دښمن جګړې ته ولېږل سي.

رسول صلی الله علیه وسلمد لومړي هجري کال په روژه کي حمزه بن عَبْدِ الْمُطَّلِبِ له دېرشو مهاجرو مسلمانانو څخه د جوړي سوي يوې سريېپه مشري، د سره سمندرګي غاړي ته واستاوه. بیا يې د هجرت په دوهم کال عمير بن عدی بن خرشه په مدينه کي يو ځای ته واستاوه. د شپږم هجري کال په روژه يې زيد بن حارثه د څو تنو صحابه وو سره د وادی قری سريې ته واستاوه. همداراز يې په همدغه روژه کي عبدالله بن عتيک د پنځو تنو انصارو سره د خيبر کلا ته د اسلام د سر سخته دښمن ابورافع د وژلو لپاره واستاوه، چي دغي سريې هغه د ده په کور کي وواژه. بیا يې د اووم هجري کال په روژه کي غالب بن عبدالله ليثي له (۱۳۰) تنو څخه د متشکلي سريې په مشري ميفعه (بطن نخل) ته واستاوه. د هجرت د اتم کال په روژه کي يې ابو قتاده بن ربعي انصاري د اتو تنو صحابه وو سره بطن اضم نومي ځای ته واستاوه. په همدغه روژه کي يې خالد بن وليد د دېرشو تنو سپرو سره نخله نومي ځای ته د عزی بت ماتولو لپاره واستاوه. همداراز يې په همدغه روژه کي عمرو بن العاص د څو تنو صحابه وو سره د سواع بت ماتولو ته واستول. دغسي يې په دغه مياشت کي سعد بن زيد اشهلي د شلو تنو سپرو سره مشلل نومي ځای ته د منات بت ماتولو لپاره واستاوه. د لسم هجري کال په روژه کي يې علي بن ابو طالب د درو سوو سپرو سره یمن ته واستاوه.

داوې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو هغه غزاګاني چي د روژې په مياشت کي يې کړي دی والسلام.

 

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د