روغتیا

هغه یو عادت چې د زیات شمیر ناروغیو مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۵ل): هر انسان غواړي چې هیڅکله ناروغ نشي او تل روغ صحت ولري خو ایا دا امکان لري؟

که څه هم دا امکان نه لري خو د خپل ژوند په طریقه کې ځینو کوچنیو بدلونونو سره خپل بدن کې حیرانوونکي بدلونونه احساسولی شو. یو له هغو کوچنیو بدلونونو څخه چې د اعصابو او بدن لپاره حیرانوونکي ګټې لري خوب دی.

په دې وروستیو کې یوې امریکایۍ څیړنې ثابته کړې چې خپل د خوب په عادت کې کوچنی بدلون راوستلو سره انسان کولی شي د بې شمیره روغتیايي ستونزو څخه مخنیوی وکړي.

یو بالغ انسان په اوسط ډول د شپې لخوا له ۷ څخه تر ۹ ساعتونو خوب ته اړتیا لري او که چیرې همداسې وکړي نو ژوند کې مثبت بدلون سره د ډیرو ناروغیو مخه به يي هم نیولی وي.

په څیړنې کې ویل شوي چې هغه کسان چې خپل خوب پوره کوي د بدني ځواک له نظره له نورو څخه ډیر پیاوړي وي او ډیر لږ په ناروغیو اخته کیږي.

د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د خوب کموالی د انسان د کار کولو وړتیا هم اغیزمنوي او انسان نشي کولی په پوره ځواک او تمرکز سره خپل عادي کار ته ادامه ورکړي.

په څیړنې کې ویل شوي چې په ژوند کې کوچنی بدلون په ډاکټر او درملو مصرف کیدوونکی پیسې او وخت کې د پام وړ کمی راوستی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x