fbpx

د لوګرد پوهنې له ریاست سره د بکسو مرسته وشوه

د لوګرد پوهنې له ریاست سره د ملګروملتونود ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف د زده کوونکو لپاره دا ځل د ښوونځي بکسو مرسته وکړه.
د لوګرد پوهنې رئیس انجینر محمد اکبرستانکزي د یادې موسسې د مرستو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،چې دغې ادارې په تیرو کلونو کې هم د دوی د ښوونځیو له زده کوونکو سره ورته ډیرې مرستې کړې دي.
د لوګرد پوهنې ریاست ویاند محمد شاهپورعرب وویل، چې یادې موسسې دغه بکسې په یوه کانټینرموټرکې رالیږلي چې په ۴۲۰ کارتنونو کې ټول ټال ۲۱۰۰۶ بکسې موجودې دي.
عرب زیاته کړه، چې یاده مرسته په لومړنیو ښوونځیو کې د لومړنیو ټولګیو د زده کوونکو لپاره شوې ده، چې ډیر ژر به د مرکز او ولسوالیود لومړنیو ټولګیو پر زده کوونکو وویشل شي.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د