افغانستان

زاخېلوال: پاکستان د راجستر شویو مهاجرینو د کارتونو موده وغزوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۵ل): پاکستان په دغه هېواد کې د راجستر شویو افغان مهاجرینو د اوسېدو موده تر ناڅرګندې مودې پورې غزولې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف خپل حکومت ته لارښوونه کړې چې د راجستر شویو افغان مهاجرینو موده نوره وغزوي.

تر دې دمه دقیقه معلومه نه ده چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده تر کومې نېټې پورې تمدید شوې ده خو زاخیلوال ویلي چې دغه موده تر هغه غزیدلې تر څو «فرصت پیدا شي چې د مهاجرینو په اړوند د دواړو هېوادونو او نړیوالو تر منځ اساسي خبرې او پریکړې وشي».

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د ځينو چارواکو له قوله لیکلي وو چې پاکستان تر ۲۰۱۷ز کال پورې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده غزولې ده.

د ملګرو ملتونو اړوند د مهاجرینو نړیوال سازمان ویلي چې تېر کال د اګست په ۳۰مه افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو تر منځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوی و. په دغه هوکړه لیک کې په دې موافقه شوې وه چې افغان مهاجرین به په پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال تر پایه اوسیږي. د یاد سازمان ویاندې دنیا اسلم خان ویلي چې دوی هیله‌مند دي چې اسلام اباد به د مهاجرینو اړوند مسوده ستراتيژي تایید کړي.

د مهاجرینو د وخت د تمدید خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورولو زور اخېستی دی او یواځې تر تورخم پېښې وروسته ۲زره افغان مهاجرین نیول شوي دي.

په پاکستان کې افغان مهاجرین وايي چې پولیس یې د ټولو اسنادو سره سره نیسي، پیسې ترې اخلي او ځوروي یې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x