عمر داودزی

عمر داودزی: د ملي يووالي حکومت مشروعيت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۹مه ۱۳۹۵ل): د کورينو چارو پخواني وزير او د حراست او ثبات ټولنې د بهرنيو اړيکو مسوولي محمد عمر داودزی وايي، چې افغان ولس نور د اشرف غني په مشرۍ روان حکومت نه شي زغملی او د سياسي هوکړې له مخې د اوسني حکومت دوه کاله پوره شوي دي.

ښاغلي داودزي په کابل کې رسنيو ته وويل، چې حکومت ولس سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی، نور دې يا عامو ټاکنو ته لاره هواره کړي او يا دې هم له ژمنې سره سم لويه جرګه راوغواړي.

«موږ نو مصلحتي حکومت ټول عمر نه شو زغملی، دوه کاله دې پوره شول، د واکمنۍ دوره دې پوره شوه، له روان بحرانه د خلاصون لار ولټوه، د ملي يووالي حکومت د ولس پر وړاندې مشروعيت نه لري»

د حراست او ثبات ټولنې تر څنګ ګڼ نور سياسي او مدني فعالان هم اوسنی حکومت نامشروع او د ولسي رايو پر ځای «د امريکايي سفارت زېږنده» يې بولي.

له تېرې اوږدې مودې راهيسې، ګڼ سياسي فعالان او د اپوزيسيون غړي ټينګار کوي، چې د دوو کالو په پوره کېدو بايد حکومت لويه جرګه راوغواړي او يا دې هم نوې ټاکنې وکړي.

اجرايئه رييس ډاکټر عبدالله د اپوزيسيون د غړو نيوکې ناپوهي بللې او زياتوي، چې کوم خلک پر اوسني ګډ حکومت نيوکې کوي، دوی د ملي يووالي حکومت تړون نه دی لوستی.

ډاکټر عبدالله ټينګار کوي، چې د اجرائيه رياست څوکۍ د ولسمشرۍ دورې تر پايه رسمي ده او په دې اړه يې د اپوزيسيون نيوکې رد کړي دي.

يو شمېر سياسي فعالان په دې اند دي، چې امنيتي، سياسي او اقتصادي حالات د حکومت له کنټروله بهر دي او وېريږي، که لويه جرګه راوغواړي، نو کېدای شي د اوسني حکومت پر ضد پرېکړه وکړي او له همدې امله نه غواړي، چې لويه جرګه جوړه شي.

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې تر راتلونکو دوو مياشتو د ګډ حکومت د کار او مشروعيت موده پای ته رسيږي او له هغې وروسته قانوني ارزښت نه لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wali khan
میلمه
wali khan

الله ته به څه ځواب وایه تاسو. که چیرته همدا اوس دی چیرته سفیر یا وزیر کړی بیا ډیر ښه قا نونی حکومت دی استا دکرزی حکومت چیرته قا نونی وه چی ته یی یو وزیر وی کا ش چی دامعلومیدلی چی یو انسا ن څومره بی وجدانه ، بی عیرته او ما دی فرسته دی نودحرست شورا به ټول ملک کی دبی وجدان څراعون لګولی وی. دالله په خاطر لږ په دی ملت زړه وسوځوی او دهلا کت نه یی بچ کړی کنه تا ریخ که مو اولادونه سر پورته نکړی