د صحنې د عیني شاهدانو او کندوز ولایت د دولتي چارواکو د څرګندونو له مخې په یاد برید کې د ۵ تنو طالبانو تر څنګ نور ټول هغه بندیان وژل شوي کوم چې څو ورځې وړاندې د طالبانو لخوا له دولتي ځواکونو سره د تړاو په تور نیول شوی او بیا په همدې محبس کې ساتل کیدل.

د بندیانو وژنه د امریکايي ځواکونو د صلاحیت لومړنی اقدام

له کله چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته په پوځي برخه کې نوي صلاحیتونه ورکړل یادو ځواکونو په خپل لومړني اقدام کې د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه محبس باندې د هوايي برید په ترڅ کې یو شمیر بندیان ووژل.

د وژل شویو بندیانو د شمیر په اړه بیلابیل ارقام ورکول کیږي.

د کندوز ولایت د ولایتي شورا غړی ښاغلی امرالدین وژل شوی بندیان ۱۴ تنه یادوي ، خو د طالبانو ویاند بیا د هغوی شمیر ۸ تنه ښيي چې له ۵ تنو طالبانو سره یوځای په محبس باندې د ډرون الوتکي په برید کې ووژل شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو چارواکو هم منلي چې د تیرې شنبې په شپه د کندوز په چاردره ولسوالۍ کې د دوی ډرون الوتکي برید کړی خو د برید د قربانیانو د هویت په اړه یې به دوی وروسته څیړنې کوي.

د صحنې د عیني شاهدانو او کندوز ولایت د دولتي چارواکو د څرګندونو له مخې په یاد برید کې د ۵ تنو طالبانو تر څنګ نور ټول هغه بندیان وژل شوي کوم چې څو ورځې وړاندې د طالبانو لخوا له دولتي ځواکونو سره د تړاو په تور نیول شوی او بیا په همدې محبس کې ساتل کیدل.

کوم مهال چې یاد کسان د طالبانو لخوا توقیف کړای شول ، یوشمیر مدني فعالانو په کابل کې د هغوی په ملاتړ لاریونونه وکړل او له طالبانو څخه يي ژر تر ژره د هغوی د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
خو نن چې یاد کسان د امریکایانو لخوا ووژل شول نه دولتي چارواکي او نه هم د مدني ټولنو فعالان د امریکایانو د دغه جنایت په اړه غبرګون ښیي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي ځواکونه په خپل سري اقدام کې بیګناه انسانان وژني ، بلکې په تیرو ۱۵ کلونو کې په سلګونو ځله هغوی په خپل سریو هوايي بریدونو او شپنیوعملیاتو کې ولسي کسان حتی په ډیرو مورادو کې دولتي سرتیري، ښونځي او روغتونونه بمبار کړی او بیا يي تش په یوې عذر خواهي سره خپل ځان ته د ترسره کړي جنایت له جرمه برائت ورکړی دي.

د ګډ حکومت دولتي چارواکي ، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اومدني فعالان چې د طالبانو لخوا يي د یادو کسانو اسارت غانده او ژر ترژره يي د هغوی د خوشي کولو غوښتنه کوله نن باید د امریکایانو لخوا د هغوی د وژنې په اړه هم غږ اوچت کړي او له هغوی څخه و پوښتي چې ولي یې د یادو بندیانو محبس په نښه کړ؟

که نن د وژل شویو بندیانو د وژل کیدو په اړه تساهل وشي بیا به خدای مکړه د پخوا په څیر د امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو او شپنیو عملیاتو کې د ولسي خلګو د وژنو لړۍ پیل او په کلیو او ښارونو کې به د ولسي خلګو ژوند له ګواښ سره مخ وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د