fbpx

ترکيه او روسيه د اړيکو په بيا رغولو سلا شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ترکيې په فضايي حريم کې د ترکيې هوايي ځواک له لوري د روسي جنګي الوتکې له نسکورولو وروسته د ترکيې او روسيې اړيکې ترينګلې شوې وې.

له څو مياشتو کړکېچ وروسته د دواړو هېوادونو مشرانو د ټيليفون له لارې خبرې کړي او ژمنه يې کړې، چې د ترکيې او روسيې ترمنځ روان تاوتريخوالی او بې باوري به له منځه وړي.

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر رجب طيب اردوګان خپل روسي سيال ويلاديمير پوتين سره د تيليفون له لارې خبرې کړي او هيله يې څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان تاوتريخوالی او بې باوري ته به د پای ټکی ږدي.

د خبرپاڼې له مخې روسي ولسمشر تېره ورځ د استانبول پر هوايي ډګر د چاودنو له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه خپله خواشيني څرګنده کړه او دا کار يې د انسانيت پر ضد د کرکې خپرولو لړۍ وبلله.

دواړو مشرانو وويل، چې راتلونکي وختونو کې به يو بل سره په اړيکه کې وي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو به له سره فکر کوي.

د اردوګان وياند وايي، چې ولسمشر د خپل روسي سيال په نامه يو ليک لېږلی او په دغه ليک يې د ترکيې هوايي ځواک له لوري په نسکوره شوې الوتکه کې د مړو شوو پيلوټانو له کورنۍ او دوستانو سره خپله غمرازي څرګنده کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال نومبر کې ترکيې د روسيې جنګي الوتکه هغه مهال رانسکوره کړه، چې د ترکي چارواکو په وينا په تکراري توګه يې د ترکيې پر فضايي حريم تېری وکړ او د پرله پسې ګواښونو سربېره يې د ترکيې پر فضايي حريم تېری کاو.

هغه مهال د روسيې دفاع وزارت ويلي و، چې د دوی الوتکې د ترکيې پر فضايي حريم تېری نه و کړی، بلکې د سوريې په فضا کې ګرځېده.

د الوتکې له نسکورولو وروسته د ترکيې او روسيې اړيکې ترينګلې شوې او ترکيې د بښنې له غوښتلو انکار کړی و.

له هغې وروسته روسي ولسمشر پر ترکيې اقتصادي بنديزونه ولګول او خپلو اتباعو ته يې امر کړی و، چې ترکيې ته به سفرونه نه کوي.

د روسيې ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ترکي ولسمشر سره د ښاغلي پوتين له ټيليفوني اړيکو وروسته نوموړي پر ترکيې لږېدلي اقتصادي بنديزونه پورته کړل او خپلو اتباعو ته يې اجازه ورکړه، چې ترکيې ته د سياحت په موخه سفرونه کولای شي.

د دواړو هېوادونو رسمي سرچينې وايي، چې کېدای شي په راتلونکي لنډ وخت کې دواره مشران مخامخ ليده کاته وکړي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو جوړولو له سره فکر وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wali khan
میلمه
wali khan

ډیر ښه کار اوشو دترکی سیا سیون با ید هوښیاراوسی، ترکیا دنا ټو عړی هیواد دی خو دروسی سره ددی په ځآی چی مشکل حال کړی لاپسی داوږدولو کوشش کوه ترکی چارواکوباید ددوی په توطیو با ندی پوه شی او پوه دی انشا الله دیو سرلوړی، متفق او اسلامی ملت په امید