د هوکړې له افشا وروسته؛ پاکستان په شپږو نقطو کې تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د ایس او پې د تړون له مخې افغان چارواکو له پاکستان سره هوکړه کړې چې پر ډېورنډ کرښه تاسیسات جوړ کړي او د پاکستاني چارواکو په وينا يې دا پخپله خاوره کې خپل تاسیسات دي.

وروسته له هغه چې د تړون د هوکړې مادې افشا شوې، پاکستان پر ډېورنډ کرښه په شپږو نقطو کې تاسیسات جوړوي، چې درې يې یوازې په پکتیکا کې دي.

په ولسي جرګې کې د دې ولایت استازی وايي چې پاکستان له دې ولایت سره د غځېدلې کرښې په دریو نقطو کې عملاً د تاسیساتو پر جوړولو بوخت دی.

د ولسي جرګې غړي په ډېورنډ کرښه کې تصرفات د قانون خلاف بولي او پر حکومت يې غږ وکړ چې دا کرښه هیڅ حقوقي ارزښت نه لري او نه هم ولس ته د منلو وړ ده.

دوی پر ډېورنډ کرښه د ملکي او پوځي تاسیساتو جوړول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي، چې په وینا يې حکومت يې باید مخه ونیسي.

وړاندې تر دې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز ویلي و، چې ډېورنډ کرښه يې خپله خاوره ده او پخپله خاوره کې له چا د تاسیساتو اجازه نه اخلي.

افغان حکومت هم د ډېورنډ له رسمیته انکار کاوه، خو اسلام اباد ته د تورخم شخړې د حل په منظور تللي پلاوي ومنله چې د ایس او پې تړون له مخې ډېورنډ یوه رسمي پوله پېژندل شوې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

دا ‌‌‌‌‌‌ډول خبری د ایران د تالی څټو تبلیغات دی

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط پوښتنه داده ، چي د شاه شجاع ، اميرمحمد يعقوب خان اوامير عبدالرحمن خان د حميدخان کرزي او‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډاکټراشرف غني څخه په څه کي يوو له بل څخه توپير دی؟ 1- شاه شجاع په 1833 ميلادي کال د سيکانو او انګريزانو سره معاهده لاس ليک کړه ، چي ددې معاهدې په نتجه کي يي سيکانو اوانګريزانو ته د اباسيند څخه د قبلې په لورترجمرود پوري افغاني خاوره د بيا پاچاکيدو په طمع دپلار او نيکه خاوره سوغات کړ. 2-اميرمحمد يقوب خان ابن اميرشيرعلي خان د انګريزانوسره په 1879 ميلادي کال کي د ګندمک پ محل کي… نور لوستل »