د هوکړې له افشا وروسته؛ پاکستان په شپږو نقطو کې تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د ایس او پې د تړون له مخې افغان چارواکو له پاکستان سره هوکړه کړې چې پر ډېورنډ کرښه تاسیسات جوړ کړي او د پاکستاني چارواکو په وينا يې دا پخپله خاوره کې خپل تاسیسات دي.

وروسته له هغه چې د تړون د هوکړې مادې افشا شوې، پاکستان پر ډېورنډ کرښه په شپږو نقطو کې تاسیسات جوړوي، چې درې يې یوازې په پکتیکا کې دي.

په ولسي جرګې کې د دې ولایت استازی وايي چې پاکستان له دې ولایت سره د غځېدلې کرښې په دریو نقطو کې عملاً د تاسیساتو پر جوړولو بوخت دی.

د ولسي جرګې غړي په ډېورنډ کرښه کې تصرفات د قانون خلاف بولي او پر حکومت يې غږ وکړ چې دا کرښه هیڅ حقوقي ارزښت نه لري او نه هم ولس ته د منلو وړ ده.

دوی پر ډېورنډ کرښه د ملکي او پوځي تاسیساتو جوړول د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي، چې په وینا يې حکومت يې باید مخه ونیسي.

وړاندې تر دې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز ویلي و، چې ډېورنډ کرښه يې خپله خاوره ده او پخپله خاوره کې له چا د تاسیساتو اجازه نه اخلي.

افغان حکومت هم د ډېورنډ له رسمیته انکار کاوه، خو اسلام اباد ته د تورخم شخړې د حل په منظور تللي پلاوي ومنله چې د ایس او پې تړون له مخې ډېورنډ یوه رسمي پوله پېژندل شوې ده.

تبصرې (2)

  • دا ‌‌‌‌‌‌ډول خبری د ایران د تالی څټو تبلیغات دی

  • بسم الله الرحمن الرحيم ط
    پوښتنه داده ، چي د شاه شجاع ، اميرمحمد يعقوب خان اوامير عبدالرحمن خان د حميدخان کرزي او‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډاکټراشرف غني څخه په څه کي يوو له بل څخه توپير دی؟
    1- شاه شجاع په 1833 ميلادي کال د سيکانو او انګريزانو سره معاهده لاس ليک کړه ، چي ددې معاهدې په نتجه کي يي سيکانو اوانګريزانو ته د اباسيند څخه د قبلې په لورترجمرود پوري افغاني خاوره د بيا پاچاکيدو په طمع دپلار او نيکه خاوره سوغات کړ.
    2-اميرمحمد يقوب خان ابن اميرشيرعلي خان د انګريزانوسره په 1879 ميلادي کال کي د ګندمک پ محل کي د خپلي پاچهی لپاره لورلايي ، ژوب ، پښين او د نوشکي علاقې انګريزانو ته په تحفه کي ورکړې.
    3-اميرعبدالرحمن خان په 1893 ميلادي کال کي د ځان او د خپل ځوځات لپاره د پاچهی د تل ترتله پايښت لپاره د انګريزانو سره د‌‌‌‌‌‌ډيورند ناوړې لوظنامه وکړه ، چي په نتيجه کي يي افغانستان په دوو نيمايي برخو وويشه ، چي تر دې شېبو دا ويش او د وړونو بيلتون روان دی.
    4-د حميدخان کرزي قيصه د پرون ورځي قيصه ده. چي څنګه يوو عادي سړی چي نه ورسره قومي ، قبيلوي او ولسي ماتړ وو، او هم نه ورسره مال او دولت وو، دجمهوری مقام ته ورسيدی ، او چاچي راوستلی وو ، کوم ننګين تړون نه وو چي دافغانستان او افغان ولس د خرڅولو لپاره يي لاسليک نه کړ.
    5- ‌‌‌‌‌‌ډاکترمحمد اشرف غني ابن شاه جهان ابن تورن جنرال عبدالغني احمدزی هم د پورته څلورو کسانو څخه ښکيلاک ته په مريتوب او چوپړکي کم نه ښکاري. دادي د اميرعبدالرحمن خان ابن محمداعظم خان په څير يي په ټول کي دافغانانو او بيا په ځانګريتوګه دټول پښتون قوم په زړه خنجر ننه ايستی . او دافغانانو دښمن پاکستان ته يي اجازه ورکړي ده، د ‌‌‌‌‌‌ډورند په غيري قانوني کرښه باندي ابادي وکړي.
    هو: داد افغان په جامه کي د پرديو نانځکه به په خپله پاته غيري قانوني او غيري مشروع دوره کي نور لا څه وکړي.
    پس ، اوس هم لا ناوخته نه دی چي ددښمنی لاس يي غوڅ سي، دمسلمانو او وطندوستو ليکوالو ، او سيساست پوهانو اسلامي او وطني دنده ده ، چي لاسونه سره ورکړي. او ددي جانيانو او وطن پلورونکو په وړاندي په يوه ملي او اسلامي مورچل کي سره را ټول سي. انفرادي مبارزه او مقابله دا جانيان او وطن پلورونکو، د جناياتو او وطن پلورني نوره زمينه برابره وي. مرحوم حمزه شينواری څه پر ځای وايي :
    چي دابره سره مل سي يخ بادونه
    اتفاق په اسمان وسي ، په زمين يي برکت دي
    و ماعلينا علی البلاغ المبين