نظــر

ولې د طالبانو جګړه ایزه انګیزه تر پخوا قوي شوې

زخمي افغان

امریکایان له تیرو نږدې پنځلس کلونو راهیسې په افغانستان کې په جګړه بوخت دي.دا جګړه چې تراوسه یي د زرګونو امریکایي پوځیانو ککرۍ خوړلې لا یې هم د پینټاګون په دوربین کې د بریا څرک نه معلومیږي.

امریکایانو د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره بیلابیلې ستراتیژۍ کارولې چې ټولې له یوې مخې پوچي ختلي،د ځواکونو ډیرښت، شپني عملیات، اربک سازي، له اطرافو وتل او په مهمو سیمو تمرکز، داخلي عسکرو ته د انتقال پروسه او په پای کې د امریکایانو په اصطلاح د جګړې افغاني کول چې د جګړې ټول بار به د افغان معاشخورو پولیسو، اردو او اربکیانو په اوږه وي.

امریکایانو د خپلې وروستۍ ستراتیژي (دجګړې افغاني کول) د پلې کولو لپاره له ۲۰۱۲ میلادي څخه کار پیل کړی و، دوی په تدریج سره په اطرافي سیمو کې داخلي عسکرو ته د خپلو قرارګاوو د سپارلو او په ولایاتو کې د انتقال د پروسې کار پیل کړ. تردې چې د ۲۰۱۴ میلادي په ډسمبر کې د انتقال پروسه بشپړه او د اوباما لخوا رسما په افغانستان کې د امریکایي جګړې پای اعلان شو.

اوباما که څه هم د امریکایي جګړې پای اعلان کړ، مګر په واقعیت کې امریکایان لا هم په افغانستان کې په نظامي عملیاتو کې برخوال و، د بي پیلوټه الوتکو په توسط د څار، کشف او برید عملیات،د شپې لخوا ترسره کیدونکي کوماندویي عملیات،د کندهار د شورابک په څیر ځانګړي هوایي عملیات او بمبارونه  او دغسې نور ګڼ ستر عملیات لا هم مستقیما د امریکایي پوځیانو لخوا ترسره کیدل. اما ددې لپاره چې د افغان مجاهد اولس جهادي او مقاومتي روحیه له سوال سره مخامخ کړي او یوشمیرکسان په دې تیر باسي چې نور د یرغل په خلاف د جهاد فریضه ساقطه ده،ځکه امریکایي پوځیانو له جګړې لاس اخیستی، خپلو قرارګاوو ته ستانه شوي او د جګړې مسؤلیت یي خپلو افغاني معاشخورو ته سپارلی. د همدې فکر د تبلیغ او په دې ډول د یرغل ضد روحیې او انګیزې د وژلو په خاطر یي په پراخه کچه دا خبره تبلیغ کړه چې نور امریکایان په جګړه کې هیڅ ګډون نلري. او په امریکایي اصطلاح په افغانستان کې روانه جګړه (جهاد) نه بلکې(افغان وژنه) ده، چې له دواړو خواوو یوازې افغانان وژل کیږي او امریکایان په کې دخیل نه دي.

د امریکایانو لخوا په وروستیو کلونو کې دغه ډول تبلیغاتو خورا زور اخیستی وو، او ځيني کسان چې د کفرپه خلاف د جهاد له دیني فلسفې څخه ژور درک نلري او روان جهاد ورته د کفر او اسلام جګړه نه بلکې د افغان او امریکایي ملتونو جګړه ایسېدله، د دغه ډول فکر خلک تر ډیره په دې تبلیغاتو وغولیدل. هغوی دې ته نه کتل چې که امریکایانو له جګړې لاس اخیستی وي،نو د دوی داخلي اجیران د چا لخوا تربیه او اکمال کیږي؟  فرمان، ستراتیژي،معاش ، خرڅ خوراک او وسلې څوک ورکوي؟ دغه راز بي پیلوټه الوتکې چې پرلپسې بریدونه کوي د چا دي او له کومه ځایه کنټرولیږي؟ او که دا ومنو چې امریکایانو له جګړې لاس اخیستی آیا د دوی د یرغل او جګړې چې کوم اهداف و لکه د افغانستان هر اړخیز محکومیت، دموکراتیزه کول، بي دیني، فحشا او سیکولرزم خپرول او نور.. آیا امریکایانو له هغو اهدافو او یرغلیزو مواقفو هم کوم شاتګ کړی دی او که لایي هم په شدت تعقیبوي؟؟؟

خو ددې ټولو سوالیو په وجود کې د امریکایانو لخوا د افغان وژنې د اصطلاح خپراوي طوعا او کرها د جهادي مقاومت په ګډونوالو تر یوه حده اثر درلود. له بلې خوا د عامه ذهنیت د تیرایستلو لپاره دا یو خورا غوړ شعار و چې امریکا او د هغوی لاسپوڅو ته یي د جهاد ضد ذهنیت د خپرولو او د مجاهدینو د داعیه د باطل ښودلو فرصت په لاس ورکاوو.

که څه هم امریکایانو له هغه وضعیت څخه په استفاده ډیر کوښښ وکړ چې مجاهدین او عام افغانان وغولوي او خپل اشغال ورباندې دا ځل تر پوښ لاندې اوپه  تزویر سره تحمیل کړي. مګر دا د مجاهدینو ژور درک وو چې دښمن په دغسې تزویرونه له خپل مسیر څخه منحرف نه کړای شول، خپل نامستقیم اشغال یي ورباندې ونه مانه او نه یي هم د تبلیغاتو تر اثر لاندې راغلل.

اوس چې امریکایان د خپلې دې څوکلنې حربې له اغیز څخه مایوس شوي او په جګړه کې شرکت یي یو ځل بیا رسما منلی دی او ورسره په رسنیو کې د امریکایي بریدونو او بمبارونو د بیا پیل او د جګړې ډګر ته د امریکایي پوځیانو د بیا راتګ خبرو زور اخیستی ددې په ځای چې دغه تش تبلیغات په جهادي وضعیت بد اغیز وکړي، بالعکس یي د مجاهدینو په روحیه، مورال او جګړه ایزه انګیزه ښه اثر غورځولی دی.

اوس هر مجاهد یو ځل بیا په ډیره تنده دې ته شیبې شمیرې چې کله به له کوم کافر امریکایي سره په جګړه کې مخ شي چې یوځل بیاورباندې خپله جهادي تنده خړوبه او د مظلومانو د وینو انتقام ترې واخلي.

تراوسه چې په کندز او ځینو نورو سیمو کې مجاهدین له امریکایانو سره مخ شوي نو خورا له عبرته ډک سبق یي ورکړی دی. درانه ټانګونه یي ورته په بمونو ریزمریز کړي او د وطن شهیدپاله خاوره یي د امریکایي طواغیتو په وینو خړوبه کړې ده.

په هر حال د امریکایانو وروستني اعلان د هر مجاهد په روحیه  خورا مثبت اغیز کړی، هر مجاهد اوس داسې احساسوي لکه یو ځل بیا چې یرغل له سره شوی وي او د امریکایي صریحو کافرانو په مقابل کې جهاد ورته د ژوند تر ټولو افضله مشغولا ښکاري.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x