افغانستان

طالبانو د ننګرهار په ګڼو ولسوالیو کې خلکو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په ګڼو ولسواليو طالبانو د سيمې له بې وزلو، کونډو او يتمانو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې وکړې.

په خوږياڼو، شېرزادو، پچير اګام، سره رود، مومند دره، کوټ، سپين غر، غني خېلو، بټي کوټ او نورو سيمو کې د طالبانو د شهيدانو او معلولينو د کميسيون له لوري د سيمې له خلکو سره مرستې وشوې.

د خوږياڼو اوسېدونکي وايي، چې طالبانو په منظم ډول د هر کلي له اوسېدونکو سره د وريجو، غوړيو، چای او نورو خوراکي توکو ترڅنګ د نغدو پيسو مرستې وکړې او د سيمې خلکو ترې مننه وکړه.

د روژې له پيله طالبانو په کندهار، زابل، غزني، پکتيا، پکتيکا، بغلان، کندوز او ګڼو نورو ولايتونو کې له اړو کسانو سره د خوراکي توکو او نغدو پيسو مرستې پيل کړي دي.

دا لومړی ځل دی، چې د نورو خيريه ټولنو او ملي سوداګرو ترڅنګ طالبان هم په رسمي توګه ولسي وګړو سره په منظمه توګه مرستې کوي.

دغه مرستې د طالبانو د ځايي قوماندانانو او مسوولينو تر سرپرستۍ لاندې ترسره کيږي.

طالبانو د مرستو د وېشلو د وخت ځينې انځورونه هم خپاره کړي دي.

د طالبانو ځايي قوماندان يو ماشوم ته جامې او نغدې پيسې ورکوي
د طالبانو ځايي قوماندان يو ماشوم ته جامې او نغدې پيسې ورکوي

m3

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مسلم افغان

الهي شکر دی طالبان د هر ډګر اتلان، د هر ډګر سوبمن، د خلکو رشتيني بچيان، او د اسلام، هيواد او خلکو سرښندونکي مدافعين دي. خدای جل جلاله دي د خلکو سره د نورو زياتو مرستو، د هغو د زړونو د په لاس راوړلو او د ظالمانو څخه د هغو د ژغورلو او هوسا ژوند ورته برابرولو نور وس هم ورکړي. درنو، اتلو، او زمريو غازيانو ! چي وس مو رسیږي د دې ربړېدلو خلکو زړونه په لاس راوړئ، ويې نازوي، پر سرونو يې لاس ورتېر کړي، د زحمتونو په لږولو کي يې وړ مرستي ورسره وکړئ، ښه چلند ور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x