د صدقة الفطر (سرسايې) مسايل – دريمه برخه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
په تير پسې اخيري برخه
د صدقه فطر نصاب
پوښتنه : د صدقه فطر واجب کيدو لپاره چې کوم نصاب شرط دی دا هغه نصاب دی کوم چې د زکوة په نصاب کې بيان شوی او که څه فرق يې شته؟
ځواب : د زکوة او صدقه فطر نصاب يو دی، مثلا دوه پنځوس تولې دوه ماشې زر يا د هغه قيمت، ليکن د زکوة نصاب او د صدقه فطر په نصاب کې فرق دا دی چې د زکوة فرض کيدو لپاره سپين زر، سره زريا د تجارت مال ضروري دی او د صدقه فطر په واجب کيدو کې د دغو دريو شيانو خصوصيت نشته، بلکه د هغه په نصاب کې هر رنګه مال حسابيږي، ها ! له حاجت اصليه څخه زائد او د قرض ورکولو څخه زيات مال په دواړو نصابونو کې شرط دی.
اوس که چيرته يو کس د هغه د استعمال له جامو څخه زياتې جامې ولري، يا له روزمره ضرورت څخه زائد ميسن، د زيړو، چيني وغيره لوښي ولري، يا يې کوم کور خالي پروت وي، يا يې کوم سامان او اسباب وي او له حاجت اصليه څخه زائد وي او د دغو شيانو قيمت د نصاب برابر يا زيات وي نو په دغه کس باندې زکوة فرض نه دی، ليکن صدقه فطر پرې واجب ده، په صدقه فطر کې د کال تيريدل هم شرط نه دي، بلکه په هغه ورځ يې هم که مالک شي نو د صدقه فطر اداء کول پرې واجب دي ().
همدا رنګه ليکل شوي :
د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد صدقه فطر د نصاب په څښتن باندې واجب دی، او د صدقه فطر لپاره د زکوة نصاب شرط دی.
د ائمه ثلاثه ؤ په نزد صدقه فطر په هر هغه کس باندې فرض دی له کوم سره چې د يوې ورځې له ضرورياتو څخه زيات مال وي، او د صدقه فطر د فرضيت لپاره د زکوة نصاب شرط نه دی.
د امام ابو حنيفة رحمه الله دليل د حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه دا روايت دی (کنا نخزج زکوة الفطر …. الحديث( (ترمذي، ج : ۱، باب فی صدقة الفطر) همدا رنګه په همدغه باب کې د حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه روايت هم دی، په کوم کې چې د زکوة لفظ مستعمل دی.
په همدغو دواړو حديثونو کې د زکوة لفظ استعمال د دې خبرې لور ته اشاره ده چې کوم نصاب د زکوة دی، بعينه همغه نصاب د صدقه فطر هم دی.
د ائمه ثلاثه ؤ دليل دا دی چې د احاديثو په ذخيره کې چيرته هم د صدقه فطر نصاب نه دی بيان شوی، لهذا له چا سره چې د يوې ورځې له ضرورياتو زيات مال وي هغه ته هم د صدقه فطر حکم شامل دی.
د امام ابو حنيفة رحمه الله له لوري ځواب دا دی چې عدم ذکر عدم شي لره مستلزم نه دی، يعنې د نه ذکر له امله دا په څه لازميږي چې د هغې لپاره نصاب نشته دی ().
له رمضان مخکې د صدقه فطر ورکولو حکم
پوښتنه : که چيرته يو کس له رمضان المبارک دمخه صدقه فطر ورکړي نو اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : له رمضان دمخه د صدقه فطر ورکولو ګنجايش شته دی، لهذا که چيرته يو کس له رمضان المبارک دمخه صدقه فطر ورکړي نو اداء کيږي، او په رمضان کې يې دوباره ورکولو ته ضرورت نشته ().
په روژه کې د صدقه فطر ورکول
پوښتنه : که صدقه فطر د اختر له ورځې مخکې په روژه کې ورکړل شي نو دا روا دی که نه؟
ځواب : روا دی ().
د بالغ اولاد او ښځې له لوري د صدقه فطر ورکول
پوښتنه : که په يوه کس باندې صدقه فطر واجب شي، نو د هغه لپاره د خپل ځان له لوري له اداء کولو سره سره د اولاد او ښځې له لوري يې ورکول هم ضروري دي او که نه؟.
ځواب : د ښځې () او بالغ اولاد له لوري د صدقه فطر ورکول ضروري نه دي، که هغوی په خپله مالدار وي نو د هغوی په ذمه باندې واجب دی، البته که د هغوی له لوري يې هم اداء کړي نو اداء کيږي ().
د بالغ ليوني زوی له لوري د صدقه فطر ورکولو حکم
پوښتنه : يو کس د نصاب څښتن دی نو په هغه باندې د بالغ اولاد له لوري کوم چې ليونی هم وي د صدقه فطر ورکول ضروري دي او که نه؟.
ځواب : په ذکر شوي صورت کې که چيرته بالغ اولاد له ليونتوب سره سره غريب هم وي نو په مالدار پلار باندې د هغه له لوري د صدقه فطر اداء کول ضروري دي، او که چيرته اولاد په خپله د نصاب څښتن وه نو د هغه له مال څخه دې فطرانه اداء کړی شي ().
په صدقه فطر کې کوم شيان او څومره ورکول کيږي
پوښتنه : په صدقه فطر کې کوم کوم شيان او څومره ورکول واجب دي؟
ځواب:په صدقه فطر کې هر قسم غله يا قيمت ورکول روا دي، چې تفصيل يې دا دی!
که چيرته غنم، اوړه يا وريژې ورکوي نو في نفر ته پوره دوه سيره ورکول پکار دي، له سير څخه د انګريزي روپۍ او د هغې وزن مراد دی!
که چيرته اوربشې يا د اوربشو اوړه ورکوي نو دری نيم سيره ورکول يې پکار دي او که له اوربشو او غنمو پرته نوره غله ورکوي، لکه وريژې، باجره جوار وغيره نو د دوو سيرو غنمو په قيمت يا دې دری نيمو سيرو اوربشو په قيمت چې څومره غله کيږي د هغې ورکول پکار دي او که قيمت ورکوي نو پوره د دوو سيرو غنمو او دری نيمو سيرو اوربشو قيمت ورکول پکار دي ().
په دويم ښار يا هيواد کې د اوسيدونکو له لوري د صدقه فطر ورکول
پوښتنه : د يو شمير خلکو ځينې خپل خپلوان په کوم ليرې ښار يا بل هيواد کې اوسيږي، که هغوی د خپل کور خلکو ته ووايي چې زمونږ صدقه اداء کړئ، اوس پوښتنه دا ده چې په همداسې صورت کې د کوم ځای قيمت لره اعتبار دی؟ د کلي، دويم ښار او که د دويم هيواد؟.
ځواب : د صدقه فطر واجب مقدار پوره دوه کيلو غنم، يا دری کيلو کشمش، کجورې او يا د همدغو شيانو قيمت چې څومره جوړيږي، لهذا که چيرته په مذکوره صورت کې هغوی صدقه فطر په خپله اداء کوي نو پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت هلته چې څومره جوړيږي هغه دې اداء کړي، او که چيرته يې د هغه مور پلار يا نور په خپل ښار يا هيواد کې د هغوی له لوري صدقه فطر اداء کول غواړي نو پوره دوه کيلو غنم يا د هغو قيمت څومره چې همدلته جوړيږي هغه دې اداء کړي ().
له اختر وروسته په ځنډ سره د صدقه فطر اداء کول
پوښتنه : که يو کس له خپلې ښځې (ميرمنې) سره جنجال وکړي، هغه ترې خفه شي او د پلار کور ته ولاړه شي، کله يې چې ميړه په رمضان کې زکوة او صدقه فطر ورکوي نو د غصې له امله د خپلې ښځې صدقه فطر ورنکړي، د نورو ټولو بچيانو او وغيره صدقه فطر ورکړي، څه وخت وروسته يې ښځه بيرته کور ته راشي او سره په خلا شي او همدلته اوسيږي، اوس په څه ډول د همدغې غلطي تدارک وکړي شي؟.
ځواب : د ښځې او ميړه تر مينځ جنجال کيږي، مګر دومره سخت خفه کيدل دا د وړو ماشومانو خبره او کار دى، بهر حال د ښځې په اجازه دې صدقه فطر اوس اداء کړى شي ().
چې صدقه فطر پرې واجب وي زکوة او فطرانه نشي اخيستلاى
پوښتنه : په کومو خلکو چې صدقه فطر واجب وي، هغه زکوة يا صدقه فطر اخيستلای شي که نه؟
ځواب : نشي يې اخيستلای، د هيڅ فرض يا واجب صدقې ورکول داسې خلکو ته روا نه دي له کومو سره چې د صدقه فطر د نصاب په اندازه شی موجود وي ().
د يوه کس صدقه فطر په څو کسانو يې ويشل
پوښتنه : يو کس دې خپله صدقه فطر يوه فقير ته ورکړي او که په دوو او دريو فقيرانو باندې يې هم ويشلی شي؟.
ځواب : لکه څرنګه چې يوه کس ته ډيرې صدقه فطر ورکول کيدلای شي، همدا رنګه يوه صدقه فطر په ډيرو کسانو باندې هم ويشل کيدلای شي ().
په مزدوري کې د فطرانه ورکول روا نه دي
پوښتنه : يو غني امام دی، آيا هغه ته د فطرانه ورکول روا دي؟ لکه څرنګه چې عام رواج دی؟.
ځواب : امام ته د اجرت په ډول د فطرانه ورکول روا نه دي، ټولو فقهاؤ ليکلي چې د دې مصرف مسکينان او فقيران دي، البته د تصدق يا صله رحمي په ډول فقير امام ته يې ورکول روا دي ().
غير مسلم ته د صدقة الفطر او زکوة ورکول
پوښتنه : د زکوة مال له غلې يا بل کوم شي څخه څلويښتمه ويستل کيږي، که دا برخه کوم هندو ته ورکړى شي، يا که صدقه فطر کوم هندو ته ورکړى شي نو دا روا دي او که نه؟.
ځواب : هندو ته د زکوة ورکول ناروا دي، او صدقه فطر ورکول روا دي، خو په دې شرط چې ذمي وي (لايجوز دفع الزکوة الي ذمي، وصح دفع غير الزکوة من الصدقات الي الذمي کصدقة الفطر( ().
مګر احتياط دا ده چې صدقه فطر هم مسلمان ته ورکړى شي، ځکه چې په دې کې د امام ابو يوسف رحمه الله اختلاف دى، هغه يې ناروا ګڼي ().
په صدقه فطر کې ځايي نرخ لره اعتبار دی
پوښتنه : صدقه فطر بايد د حکومتي نرخ مطابق ورکړی شي او که د عوامي نرخ مطابق؟.
ځواب : چونکه حکومتي نرخ حاوي نه دی، لهذا مقامي (ځايي) نرخ معتبر دی ().
خپلو خپلوانو ته د صدقه فطر ورکولو حکم
پوښتنه : خپلې خور، وروڼو او نږدې خپلوانو ته د صدقه فطر ورکول څنګه دي؟.
ځواب : خپلې خور، ورڼو او نورو نږې خپلوانو ته د زکوة او صدقه فطر ورکول روا دي، بلکې بهتر دي، کله چې هغوی محتاج وي، او حساب کتاب يې جلا وي ().
نابالغ ته د فطرانه ورکول
پوښتنه : غريبو، يتيمانو او مسکينانو نا بالغو کوچنيانو ته د فطرانه په ورکولو سره فطرانه اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : که چيرته نابالغ غريب وي نو هغه ته د صدقه فطر ورکول روا دي، البته د هغوی سرپرستو ته يې ورکول روا دي، که چيرته نابالغ پوهيدونکی وي نو په خپله هغه ته يې هم ورکول روا دي، او که چيرته همدغه کوچنی د مالدار زوی وي نو په هيڅ ډول يې بيا هغه ته ورکول صحي نه دي ().
د بندي په جرمانه کې د فطرانه ورکول
پوښتنه : په يو شمير بنديخانو کې ډير زيات بنديان وي، که چيرته په کومه بنديخانه کې يو داسې بندي وي په کوم چې د حکومت لخوا پريکړه شوې وي چې دی به د خپل جرم له امله څو لکه روپۍ ورکوي، اوس له يو شمير خلکو څخه غوښتنه شوې چې د همدغه بندي د جرمانه لپاره دې خپلې فطرانه سره راټولې کړي تر څو چې د هغه د جرم په جرمانه کې ورکړی شي، پوښتنه دا ده چې په دې سره د خلکو فطرانه اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : که چيرته همدغه بندي نادار وي نو هغه ته يا د هغه په امر سره حکومت ته د همدغې فطرانه ورکول روا دي ().
همدا رنګه ليکل شوي :
پوښتنه : چيرته چې له بنديانو پرته بل څوک نه وي، نو په همداسې ځای کې صدقه فطر په څه ډول اداء کيدلای شي؟.
ځواب : بنديانو ته يې ورکول روا دي ().
آيا بنديان په مسکينانو کې شمار دي
پوښتنه : آيا بنديان په مسکينانو کې شمار دي او که نه؟.
ځواب : کله چې له هغوی سره د نصاب په اندازه څه نه وي نو هغوی مسکينان دي، او هغوی ته د صدقه فطر ورکول روا دي ().
په روژه نه ساتونکي ناروغ باندې صدقه فطر واجب دی
پوښتنه : يو کس له کلونو راهيسې ناروغ دی، روژه نشي نيولی، نو آيا د روژې د فديې له ورکولو پرته په همداسې کس باندې صدقه فطر واجب دی او که نه؟ يو شمير خلک د همداسې ناروغانو له لوري صدقه فطر نه اداء کوي، په دليل کې وايي چې د هغوی اختر نشته، نو صدقه فطر هم پرې واجب نه ده، که د شريعت په رڼا کې په همدغه مسئله رڼا واچول شي مهرباني به مو وي؟.
ځواب : روژه، صدقه فطر او د اختر لمونځ جلا جلا مستقل احکام دي، که يو کس د کوم عذر له امله روژه نه نيسي نو د همدغه عذر له امله له هغه څخه صدقه فطر او د اختر لمونځ ساقط نه دي، البته که چيرته داسې ناروغي يا کوم عذر وي چې د هغه له امله د اختر لمانځه کولو ته تللی نشي نو دا بيا جلا خبره ده، همدا رنګه که چيرته همدا ډول کسان له عيد الفطر دمخه د نصاب څښتن وي، يعنې سره، سپين، نقد روپۍ يا له ضرورت څخه زيات شيان او وغيره دومره د هغه په ذاتي ملکيت کې موجود وي کوم چې کم له کمه د دوه پنځوس نيمو تولو سپينو له ماليت سره برابر وي نو په داسې کسانو باندې صدقه فطر واجب دی، او کوم مستحق ته يې ورکول ضروري دي ().
چيرته چې فقيران نه وي هلته د صدقه فطر ورکول
پوښتنه : که په يوه هيواد کې شرعي فقيران نه وي، د هغه هيواد وګړي صدقه فطر د اختر له لمانځه دمخه وباسي او جلا يې کيږدي، يا يې کوم معتمد کس ته ورکړي، وروسته يې بيا کوم بل محتاج هيواد ته وليږي، نو په دې سره مستحب اداء کيږي او که نه؟.
ځواب : د اختر لمانځه ته له وتلو دمخه فقيرانو ته د صدقه فطر ورکول مستحب دي، پس په همدغه صورت کې چې صدقه فطر جلا کيښودل شي او فقيرانو ته ورنکړی شي نو مستحب نه اداء کيږي، او دا عادةً نشي پښيدلای چې په کوم هيواد کې دې فقيران نه وي، او که چيرته بيا هم همداسې وي نو بيا يې د بل ځای فقيرانو ته ور ليږل پکار دي، او د همدغه عذر له امله همداسې خلکو ته د مستحبو پريښودونکي نه ويل کيږي.
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د