نظــر

《سوله ناکامه شوه》

عاصم افغان

لکه څنګه چې سوله یوه مقدسه کلمه ده او په اسلامي تاریخ کې خورا لوړ ځای لري باید په درنښت ورته وکتل شي او د امت دخیرخواهی په موخه وکارول شي، خپله ځان ځاني په کې ونه لټول شي.
د اسلامي دین ستر لارښود حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې کله د هجرت په شپږم کال دعمرې په نیت صحابه کرامو سره د مکې په لور وخوځید دقریشو له لوري د خدای له کوره ایسار شو؛ نو په دغه وخت کې یې درک کړه چې اوس صلحه اړینه ده،
خپلو څوارلس سوه ملګرو ته یې د سولې اړوند وویل، مسلمانانو سره که څه هم د عادت او شوق په بنا اسلحه وه خو احرامونه یې تړلي و، نیت یې د جنګ نه و، محمد علیه السلام سوله غوره وبلله حضرت عثمان رضی الله عنه یې قریشو ته ورواستاوه او داسې یې ورته وویل:
مونږ جنګ ته نه یو راغلي، د یو رب واکمني او د محمد رسالت ومنئ!
او هلته بې وزله مسلمانانو ته د مکې د فتحې زیری هم ورکړه.
عثمان رضی الله عنه چې ولاړ لومړۍ یې ورته وویل:
اسلام ته مو رابولو، الله او د هغه استازی ومنئ، جنګ ته نه یو راغلي.
حضرت عثمان رضی الله عنه یو څه وځنډید نو رسول الله ګمان وکړ چې شهید یې کړ، سمدلاسه یې دانتقام په موخه له صحابو بیعت واخست چې ټول به په کلک عزم اوسئ او دا په بیعت الرضوان یادیږي،
بیا خبره بدله شوه حضرت عثمان راغی او قریشو د تړون لپاره سهیل بن عمرو راولیږه چې دلسو کالو سوله وشوه، د لیکلو په مهال سهیل بسم الله نه منله چې دپخوا په څیر به باسمک اللهم لیکئ او د محمد رسول الله په ځای به محمد بن عبد الله لیکئ، ویل یې که مونږ ستا استازیتوب منلی نو له بیت الله مو ولې ایسارولې؟
رسول الله ورته وویل زه خو د الله تعالی ریښتنی استازی یم که څه هم تاسو مې نه منئ، ولیکه محمد بن عبدالله.
یو تړون دا وشو چې خزاعه قبیلې څخه مسلمانانو ملاتړ وکړ او له بنو بکر څخه قریشو چې همدا هوکړه قریشو ماته کړه او د هجرت په اتم کال رسول الله ورباندې حمله وکړه چې پایله کې مکه معظمه فتحه شوه.
له پورتنی سولې مونږ ته دا په لاس راځي که دښمن مو څومره لوړ مورال کې هم وي باید سمې لارې ته راوبلل شي او ناروا ته یې باطل وویل شي ،
بله دا که معارض لوري نه کومه ناغیړي ولیدل شي باید سړی غلی پاتې نشي او کلک ځواب یې وویل شي لکه د عثمان رضی الله عنه په پار چې د بیعت الرضوان ستره پېښه رامنځته شوه.
بله دا که دښمن مو منلي شرطونه له پښو لاندې کړي یا ترې منکر او لاس په سر شي باید د ګوزار لپاره یې تابیا ونیول شي لکه علیه السلام په اتم کال همدا وکړه،
همدا د سولې برکت و چې مسلمانان برلاسي شول مکه یې ونیوله ، ځکه دا سوله د مسلمانانو د خیرخواهی په موخه شوې وه؛
نو اوس چې سوله یوه مقدسه کلمه ده باید اسلامي اصولو ته په پام سره په مخ یوړل شي دمسلمانانو خیر په کې وغوښتل شي او په داسې ډول ترسره شي چې مقابل مو د یو ځواک په توګه ومني .
او که دښمن ته هیڅ نه ښکارېدې، ستا په سوله او نه سوله یې باک نه راوړ، تا ورته زارئ کولې، هغه درباندې پیسخند واهه، نن داشرط منم سبا نه منم، نن ښاغلی سبا شړلی؛ نو معلومیږي دا سوله او د مسلمانانو خیر غوښتنه نه بلکې خپل غرضونه لټول دي چې له ځان شرمونې پرته هیڅ هم نشته او بریالیتوب ته رسېدل یوه اغزنه لار ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x