دیني، سیرت او تاریخ

د فرعون له کيسې مې لس درسونه زده کړه

ليکوال: أماني يسری محمد
ژباړه: م.ش
له فرعونه مې زده کړل چې؛
اول: د الله تعالی فيصله او قدر نافذ دی، په زرهاؤ ماشومان ئې ذبح کړل چې موسی رانشي، خو چې الله تعالی غوښتل نو د فرعون کور کې ئې وروزه.
دويم: زړونه د خلکو نه بلکې د الله تعالی په لاس کې دي، کله چې موسی عليه السلام د مور له مينې محرومه شو، الله تعالی ورته د آسية رضي الله عنها زړه نرم کړ، د خپلې مور نه ډېر شفقت ئې پرې کاوه.
درېيم: هيڅوک بل نشي بې لارې کولی، فرعون به خپل قصر کې ويل: «أنا ربکم الأعلی»، او ميرمنې آسية رضي الله عنه به ئې کور کې ويل: «سبحان ربي الأعلی»
څلورم: کورونه د راز ځايونه دي، او دا هم ممکنه ده چې په کور کې د يو چت لاندې ښځه او خاوند د يو او بل نه یبګانه ژوند ولري، نو هغه څوک چې ښځه او خاوند يوځای کوي د زړونو خاوند دی، نه کور.
پنځم: لوی پوځ يو مؤمن له ايمانه نشي ګرځولای، او نه ئې ساحران ډارولی شي، او نه هغه وېښته کمنځونکې – د فرعون مؤمنه خادمه – جوشو غوړو وډار کړه.
شپږم: له وينو اوبه نه جوړيږي، د موسی کوچنۍ خور، موسی عليه السلام خپلې مور ته «هل أدلّكم»؟ ! سره راو
ګرځاوه
داسې شريف ورور چې بې تکلفه اعتراف کوي، زما ورور ما څخه ډېر فصيحه دی!
اووم: غلامان ځانو ته جلاد پخپله جوړوي!
تر هغه يوڅوک د خپل قوم پر اوږو سپرېدی نشي ترکومه چې قوم پخپله ورته ځان ټيټ کړی نوي، الله تعالی فرمائې:﴿ فاستخف قومه فأطاعوه إنهم كانوا قوما فاسقين﴾
اتم: کله چې الله تعالی د يو قوم نصرت کوي پداسې امسا ئې کولای شي چې سمې تکيا ته نوي جوړه، او څوک چې هلاکوي د خپل پوځ منځ کې ئې هم هلاکولای شي.
نهم: هغه نهر چې غرقول کوي، فرعون ته ئې هغه ماشوم راوړ د کوم مرګ پسې چې ګرځېده، او هغه نهر چې خلک ورڅخه کښتيو کې پورې وځي، خلک پرې بې کښتې پياده پورې وتل.
لسم: ځمکه کې چې څه دې ګرد د الله تعالی لښکر دی، «وما يعلم جنود ربك إلا هو» او دجګړې وسله به الله تعالی اختياروي،
ای فرعونه څومره لښکرو سره چې راووتلې الله تعالی د هغې دوچنده درمخکې کولای شوې، خو په اوبو کې ئې غرق کړې، د کومو څخه چې الله تعالی هرڅه ته ژوند ورکوي «جعل منه كلّ شيء حيّ».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x