افغانستان

چارواکي : باميانو ته د طالبانو نومول شوی والي ژوندی نيول شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د باميان ولايت چارواکي ادعاء کوي چې د دې ولايت لپاره د طالبانو عمومي مسؤل يې ژوندی نيولی .

د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي وايي پوليسو باميان ته د طالبانو والي ملا بصير ژوندی نيولی .

چارواکي زياتوي چې طالب والي تېره شپه د کهمرد ولسوالۍ په دواب مېخ زرين سيمه کې نيول شوی .

طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد د باميان د والي ژوندي نيول ردوي او زياتوي چې موږ په ياد ولايت کې د ملا بصير په نوم کوم مسؤل نه لرو .

په دې وروستيو کې چارواکي د طالب مشرانو د وژني او نيوني خبرونه زيات خپروي خو بل پلو طالبان بيا ورسره سم دا ډول خبرونو ردوي او ډېره ځله د هغو مشرانو سره ږغيږي مرکې نشروي چې حکومتي چارواکو يې د وژني يا ژوندي نيول کېدو خبرونه خپاره کړي وي .

د يادوني ده چې څو ورځي وړاندي د کورنيو چارو وزارت له خوا غزني ته د طالب والي مولوي قاسم د وژني خبرونه خپاره شول چې نوموړی په هوايي بريد کې وژل شوی خو طالب والي په ږغيږه مرکه کې د خپل مرګ ګنګوسې رد او د صحت په اړه يې ډاډ څرګند کړ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x