برطانیه به بیا هم کچکول په لاس وي

اروپا د لویو جنګونو چې په لومړي او دوهم نړیوالو جنګونو مشهوره ده، د دې کوچني؛ خو پرنفوسه براعظم خلک ولړزول او مشران یې په دې فکر کې شول چې څرنګه باید له داسې تباه کوونکو جنګونو نه مخنوی وکړي؟

د دې هځو په پایله کې د اروپا د ګډ بازار فکر پیدا شو؛ تر څو په تجارتي راکړه ور کړه کې، له یوې خوا خپل اقتصاد پیاوړی کړي او له بلې خوا به، پر داسې تجارتي اړیکو هغه تعصب او بدبیني چې د انګرېزانو او جرمنیانو ترمنځ پیدا شوې او یا هغه توهین امېزه خبرې چې د فرانسې او انګلستان ترمنځ مروجې شوې او یا هغه بدبینۍ چې د نورو اروپایانو د جرمني په مقابل کې پیدا شوې، رفعه شي. د تجارت له لارې به اروپایان سره نږدې شي او د نورو جنګونو مخه به ونیول شي. دې سیاست نتیجه ورکړه، بالاخره ګډ بازار جوړ شو او د هر هېواد د مالونو د خرڅلاو له لارې مالیې تر ډېره حده لرې شوې، د ټولو هغو شپږو هېوادونو چې د روم (ایټالیا) د ۱۹۵۷م د ګډ بازار بنسټ یې کېښود، اقتصاد ورځ تر بلې پیاوړی شو او بر سېره په هغو شپږو هېوادونو چې فرانسه، ایټالیه، آلمان، بلجیم، هالنډ او لکزمبورګ وو نورو اروپايي هېوادونو په شمول د انګلستان د ګډون غوښتنې کولې.

په دې وخت کې د اروپا یو مقتدر مشر، د فرانسې جمهور رییس او د دوهمې نړیوالې جګړې قهرمان، جنرال دوګول و. برطانیې نه غوښتل د روم ۱۹۵۷م د اروپا د ګډ بازار د جوړېدو تړون لاس لیک کړي؛ نو جنرال دوګول نه غوښتل چې وروسته برطانیه په ګډ بازار کې داخله شي. د هغو یو دلیل دا و چې برطانیه، امریکا ته ډېره نږدې ده او له امریکا سره دې پاتې شي او کله به یې داسې هم ویل چې برطانویان د یوې جزیرې وګړي دي، د اروپا له وچې نه په کلتوري لحاظ ډېر توپیر لري او د ګډ بازار ښه غړۍ پاتې کېدای نه شي.

د برطانیې د محافظه کاره او کارګر ګوند څو حکومتونو د ۱۸ کالو لپاره، کچکول په لاس د اروپا د ګډ بازار دروازه ټکوله؛ خو چا ورسره علاقه نه ښودله؛ خو کله چې دوګول له قدرت نه لرې شو او په انګلستان کې د کارګر ګوند صدراعظم ویلسن او د هغه د بهرنیو چارو وزیر برون په قدرت کې ول دا دروازه برطانیې ته په ۱۹۷۳م کال خلاصه شوه او برطانیه په ګډ بازار کې شامله شوه.

په همدې وخت کې له برطانیه سره یوځای ډنمارک او آیرلنډ هم په ګډ بازار کې داخل شول.

د اروپا ګډ بازار په دې ۴۱ کالو کې چې برطانیه یې غړې وه، ډېر پرمختګ وکړ. لومړی د اروپا د ګډ بازار هېوادونو تر منځ سرحدونه لرې شول، ویزې له منځه ولاړې، یو اروپایي پارلمان د فرانسې په سترازبورک ښار کې جوړ شو چې د ګډ بازار له هېوادونو نه به د ټاکنو په ترسره کېدو د اروپایي پارلمان لپاره غړي ټاکل کېدل.

د اروپا یوه مشترکه پیسه د یرو په نوم جوړه شوه چې بیا هم ځینو غړو هېوادونو یې لکه برطانیه او ډنمارک خپلې پیسې وساتلې، د اروپا سیاست په ډېرو مواردو کې یو شو چې د سترازبرګ د پارلمان له خوا، پلي کېده او داسې نور. د لومړيو شپږو هېوادونو هیله له لومړي وخت نه دا وه چې بالاخره به ټول د ګډ بازار هېوادونه یو شي او هر هغه هېواد چې په یوه برخه کې ځانګړی لیاقت لري، هغه باید، هماغه محصول جوړ کړي.

پدې ترتیب بانک داري او بیمه کې به برطانیه په موټر جوړولو کې، آلمان ځانګړتیا په نظر کې ونیول شي؛ ډنمارک او هالنډ به په زراعتي محصولاتو کې برلاسي دي او داسې نور؛ خو د اروپا د تېرو جنګونو خطر د هر هېواد له خاطرې څخه نه و وتلی او نه یې غوښتل چې بل چا ته محتاج پاتې شي. د مثال په ډول که څه هم انګلستان له ۶۰ میلیونه نفوس نه یواځې ۱۸ میلیونو ته خپل زراعتي حاصلات تولیدولای شي؛ خو حاضر نه شو چې له زراعت نه لاس په سر شي. فرانسې نه غوښتل چې یواځې زراعت په مخ بوځي؛ ځکه چې یو نظامي او صنعتي هېواد هم دی.

په هر حال د برطانیې په رفرنډم کې چې باید له ګډ بازار نه ووځي او که پاتې شي، د هغه هېواد د ښارونو اوسېدونکو، لکه: لندن، مانچستر، برسټول، لیورپول او برایټن د پاتې کېدو رایې ورکړې، کوچنیو ښارونو او کلو د وتلو په صندوق کې رایې واچولې چې تقریباً، ۵۲ په سلو کې د “وتلو” تله درنه شوه او اوس باید برطانیه له ګډ بازار څخه ووځي. صدراعظم کامرون چې د پاتې کېدو لپاره یې کمپاین وکړ، خپله استعفی وړاندې کړه چې د اکتوبر له میاشتې نه پس، هغوی چې غوښتل یې باید له ګډ بازار نه ووځي، خپل نوی صدراعظم معرفي کړي.

اوس به څو میاشتې وخت ونیسي؛ تر څو انګلستان چې د اروپا له لویو هېوادونو څخه دی، له ګډ بازار نه خپل ټغر را ټول کړي، یعنې غړي به یې د اروپا له پارلمان څخه ووځي.

مامورین به یې له بروکسل نه چې د ګډ بازار مرکز دی، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د برطانیې په مالونو به ټکس ولګول شي او له دې وروسته به په نورو تجارتي معاملو کې له برطانیې سره د یو غیر، غړي په ډول حساب وکتاب کېږي.

زما په یاد دي چې اروپا ته د برطانیه په داخلېدو سره په انګلستان کې نرخونه تقریباً دوه برابره شول؛ خو اوس چې له ګډ بازار نه ووځي ګمان نه کوم چې په برطانیه کې ارزاني راشي. د برطانیه ۸۰ په سلو کې تجارت چې له ګډ بازار سره دی، اوس باید ځانته نور مارکیټونه پیدا کړي چې دا به ډېر مشکل وي؛ ځکه نور هېوادونه ول چې پخوا ورسره برطانیې تجارت درلود، هغوی هم صنعتي شوي دي؛ نو کلونه به ونیسي چې نوي بازارونه پیدا کړي. هغو مشرانو به چې غوښتل یې له ګډ بازار نه ووځي، تل د چین او هند مثالونه ورکول چې اقتصاد یې په بیړه ښه شوی او د ګډ بازار په څېر، په کوم ګډون کې برخه هم نه لري؛ خو هغوی خلکو ته ونه ویل چې چین او هند دومره لوی نفوس لري چې که هر څه پخپلو خلکو هم وپلوري، اقتصاد به یې وده وکړي.

حال دا چې د برطانیې نفوس، جغرافیايي موقعیت او له نورو سره په سیالي کې هغه ډول امکانات چې چين او هند یې لري، برطانیه یې نه لري.

زه یقین لرم چې لس کاله وروسته به بیا، یو حکومت په برطانیه مني چې د ګډ بازار نه وتل یوه لویه سهوه وه او بیا به منډې وهي چې په ګډ بازار کې شامل شي. ځکه چې همدا اوس سکاټلنډ چې له کال ۱۷۰۰ نه را په دېخوا له برطانیې سره یو ځای شوی خپله آزادي غواړي او د آزادۍ په لاس ته راوړلو سره به، د اروپا په ګډ بازار کې، د آزاد هېواد په څېر د اروپا اته ویشتم هېواد وګرځي.

په همدې ډول د شمالي آیرلنډ شن فین مشران غواړي چې د آیرلنډ له جمهوریت سره یې یوځای کړي او هغه به هم د آیرلنډ له لارې د اورپا د ګډ بازار برخه وګرځي. پاتې به شي یوازې انګلنډ، ویلز او د برطانیې کبیر خوب؛ چې به ونشي کولای د اروپایي هېوادونو لکه آلمان، فرانسې او حتی ایټالیه او هسپانې نه په اقتصادي لحاظ ډېر پرمختګ وکړای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د