افغانستان

د کابل په بریدونو کي لږترلږه ۴۰ تنه پولیس وژل سوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپيان دي

دوهم تعقیب: نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۵ ل): پلازمېنه کابل نن یوځل بیا د مرګونو بریدونو شاهد وو، لومړۍ موټر بم سرتیری برید هغه وخت رامنځته سو کله چي د میدان وردګ ولایت څخه کابل ته پر لاره د پولیسو د روزونکو او زده کوونکو بس موټران د کمپنۍ سیمي ته راروسیدل.

دوهم سرتیری برید بیا پر داسي مهال ترسره سوی کله چي ځانګړي ځواکونه د لومړي برید ځای ته ورسیدل او د مړو او ټپيانو په لېږدولو یې پيل وکړ، امنیتي سرچینې وایي چې په غبرګو بریدونو کي لږترلږه ۴۰ تنه پولیس وژل سوي او تر ۱۰۰ تنه ډیر ټپيان دي.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چي د کابل په ننيو بریدونو کي ۲۷ تنه پولیس افسران وژل سوي او ۴۰ تنه نور ټپيان دي، په اعلامیه کي راغلي چی برید د هغه تازه فارغ سوو پولیسو پر بس موټرو سوی چي کابل ته پر لاره وه.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه په تازه جزئیاتو سره لیکلي چي په نني برید کي یې ۱۵۰ تنه د اکاډمۍ استادان او پولیس وژلي او لسګونه نور ټپيان دي، نوموړۍ زیاتوي چي په بریدونو کي د پولیسو د انتقالولو ۱۰ موټر تخریب سوي دي.

 

پخوانی خبر:

 

شېبه وړاندي د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کي د پولیسو د انتقال پر بس موټر سرتیری برید سوی چي له امله یې مرګ ژوبله رامنځته سوي ده.

امنیتي چارواکي وایي چي بس موټر د میدان وردګ ولایت د اکاډمۍ اړوند دی او د پولیسو زده کوونکو د انتقال پر مهال تر برید لاندي راغلی دی.

امنیتي چارواکي همدارنګه زیاتوي چي برید د موټر په توسط ترسره سوی دی.

طالبانو د برید پړه پر غاړه اخیستي ده، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چي د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کي د کاډمۍ د استادانو پر دوو موټرو سرتیری برید سوی دی.

نوموړۍ وایي چي په برید کي لسګونه سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي خو کره شمېره يې نده په ډاګه کړي.

د برید په اړه به نور جزئیات وروسته پر لیکه سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حميدالله

ظالمانو، وحشيانو د دجال فتنو إلله مو خوار او وشرموه. چي په روژه كه د مسلمان ورور وينه تويوي او بيا افتخار پرس كوي، الله به مو أنشالله جزا دركري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x