ټولنیزه برخه

مورال او انګېزه

 جاوید امیري

ډاډه یم چې د مورال او انګېزې په اړه به څه نا څه ټول ملګري معلومات لري او بېلابیل خلک به یې بیلابېل تعریفوي دا چې انګېزه څه ده او زمونږ په ورځني ژوند، کار او فعالیت کې څومره اهمیت لري؟دلته غواړم رڼا پرې واچوم.

انګېزه؛ تعریف: انګېزه هغه عامل دی چې انسان د فعالیت سرته رسولو ته هڅوي، یا په بل عبارت انګېزه انسان فعال ساتي.

له تعریف په ډاګه کيږي چې انګېزه زمونږ په ژوندانه کې خورا زیات اهمیت لري او د یو ګټور او اړین عنصر په توګه هرچاته پکار ده چې له ځان سره یې ولري.

بې انګېزې انسانان یا هدف نلري او که که لري یې نشي کولای پرته له انګېزې یې تر لاسه کړي.
د هدف او انګېزې تر منځ مستقیمه اړیکه شتون لري او له یو بل څخه هېڅکله نه بېلیږي، هغه کسان چې لوړې موخې لري پکار ده چې لوړه انګېزه هم ولري.

څنګه کولای شو انګېزه پیدا کړو؟

په لومړي سر کې پکار ده چې سالم رقابت رامنځ ته کړو، زمونږ د کاري او عادي ژوندانه په چاپېریال کې خامخا داسې کسان شته چې یا له مونږ سره برابر، یا له مونږ شاته او یا پرمخ روان دي مونږ له شاته پاتې کسانو پند او عبرت اخلو، هغوی چې له مونږ سره برابر دي مونږ سیالۍ او پرمختګ ته هڅوي او هغوی چې له مونږ مخکې روان دي مونږ ته د پرمختګ او زیار ګالنې انګېزه راکوي.

پکار ده چې د خپل کار او فعالیت اړوند لازم مالومات ولرو او دخپل کار د سرته رسونې اړتیا ته اهمیت ورکړو او درک یې کړو.

باید تاریخ ولولو؛ تاریخ مونږ ته انګېزه رابښي د نامتو تاریخي څېرو کارنامې،فتوحات او لاسته راوړنې مونږ ته سالمه انګېزه رابښي.

د بریالیو سیاستمدارانو،عالمانو، نوابغو،او … کارنامې زمونږ انګېزه پیاوړې ساتي.

مورال څه ته وایي؟

مورال ټینګ هوډ او عزم ته ویل کيږي پکار ده چې مورال مو تل پیاوړی وساتو.

د لوړ مورال درلودونکي خلک ماتې نه منونکي دي، او د خپلې مبارزې په لاره کې هر ډول قربانۍ ته لېوال وي.

د اسلام د ستر پېشوا حضرت محمد مصطفی “ص” او دهغه د مبارکو اصحابو “رض” اجمعین مورال او عزم دومره پیاوړی وو چې د ددین په لاره کې یې هر راز ستونزې او تکالیف ګالل، دوی د کلک عزم خاوندان وو، د خپل لوړ اسلامي مورال پرمټ یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام مبارک دین ورساوه او د جهل تورې تیارې یې د پوهې په ډېوو روښانه کړې.طاغوتي لښکرې یې ماتې او د لات او عزیٰ بوتان یې رانسکور کړل.

د تاریخ په هره پاڼه کې د مورال لرونکو کسانو کارنامو ته سړی ګوته په غاښ پاتې کیږي، ځکه چې دوی با عزمه او پیاوړي کسان دي او لوړې کارنامې یې پرېښې.

د نړیوالې جګړې نامتو څېرې هېټلر او سرتېرو یې د خپل لوړ مورال پرمټ د نړۍ لوی قوتونه مات او دړې وړې کړل ددوی د بریا یو لوی لامل ددوی لوړ مورال ښودل شوی هېټلر د ژوند

تر وروستۍ شېبې خپل مورال له لاسه ورنکړ ځان وژنه یې تر تسلیمۍ غوره ګڼله ځان یې په خپل لاس وواژه خو دښمن ته تسلیم نشو.

د افغانستان مؤمن او مجاهد ولس د خپل لوړ اسلامي مورال پر مټ د پخواني شوروي سور لښکر په ګوڼډو او ددوی فرعوني خوبونه یې له خاورو سره خاورې کړل.

مونږ ته پکار او اړتیا ده چې انګېزه او مورال مو لکه روح تازه او لکه ایمان قوي وساتو.
درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x