ادبي لیکني

آيا حميد د هندي سبک پیرو و؟

 کانديداکاډميسن محمد صديق روهي

يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي

پورتنۍ پوښتنې ته د سم او قناعت بخښونکي ځواب د وروکولو د پاره تر هر څه د مخه بايدهندي سبک وپيژندل شي او بيا د حميد مومند د شعر ځانګړتياوې د هندي سبک له ځانګړتياوو سره پرتله شي.

د دغه موضوع د تشريح په ترڅ کې ښايي له ځينو پيچلو او جنجال پاروونکو پوښتنو سره هم تماس وکړو، لکه دا چې: آيا د هندي سبک اصطلاح سمه ده که د هندي مکتب، يا دا چې: د هندي مکتب د پيدا کيدو ځای هند دی، که افغانستان، يا کوم بل ځای؟

په دې ليکنه کې دپيچلو موضوع ګانو د روښانولواو ځواب ته د لارې دهوارولو په منظور باید ضمني او فرعي کږليچونه هم تر کتنې لاندې ونيسو او هدف ته له رسيدو نه مخکې په څو ځايونو کې تم شو.

هندي سبک که هندي مکتب:

د دې مقالې د ليکلو په وخت کې زه خپله هم متردد وم چې د هندي سبک اصطلاح کړم که د هندی مکتب د خپلو چورتونو په لړۍ کې يو ځلې دې ټاپی ته هم ورسيدم چې ( د هندي سبک) او (هندي مکتب) دواړه اصطلاح ګانې په دقيق ډول نه دي وضع شوي په دې دليل:

که (سبک) ووايو، نو سبک خو زياتره انفرادي خصوصيت لري، د يو زیات شمېر ادبپوهانو په نظرسبک له دوو عنصرو څخه جوړ شوی دی: مفکوره او دنوښتګر شخصيت له همدې امله(بوفون) وايي چې (سبک پخپله سړی دی) د ادبياتو په يوه مشهور قاموس کې (سبک) داسې تعريف شوی دی: سبک د الفاظو داسې تنظيم ته ويل کيږي چې په ډيره ښه طريقه د نوښتګر انفراديت Individuality او د ده مفکوره او قصد افاده کوي (۱) همدا رنګه (د ادب د تيورۍ اساسونه) مولف «د ادبپوهنې د اصطلاحاتو قاموس» په حواله ليکي چې د هغو خصوصياتو مجموعه چې له يوې خوا د يوه ليکوال او هنرمند آثار د نورو له آثارو ممتاز او جلا کوي او له بلې خوا د ده په آثارو کې تکراريږي هنري او ادبي سبک او ستيل بلل کيږي. په همدې اساس سبک يوازې د يوه هنرمند او ليکوال په اثر کې د مضمون او فورم بيلوونکو اساسي خصوصياتو مجموعې ته ويل کيږي. مکتب د يوه ليکوال نه، بلکې د يوې ډلې ليکوالو خصوصيت دی.

په بل عبارت ادبي مکتب د داسې يو شمېر ليکوالو په ایجادياتو کې وحدت ته ويل کيږي چې په خپله ايډيالوژۍ کې د پرابلمونو د حل لپاره د يو شان لارو په درک کې، په جهان بيني، د افادې طرز په ورته والي او داسې نورو کې سره نږدې وي. په بل عبارت سبک د انفراديت صفت دی او مکتب د جمعيت.(۲)

د دغو پورتنو يادونو په استناد مونږ د بيدل سبک، د خوشحال سبک، د ميلټن سبک ويلای شو خو هندي سبک، عراقي سبک، نيو انګلينډي، اټيک Attic سبک او داسې نور نشو ويلای.

که داسې وي نو د هندي سبک پر ځای بايد هندي مکتب ووايو. اما د هندي مکتب اصطلاح هم دتامل وړ ده. لومړی دا چې په هند کې ډيرزيات ادبي او فکري مکتبونه شته. هغه څه چې مونږ يې هندي سبک بولو د هند د لرغونو ادبي عنعنو سره زيات توپير لري. د مثال په توګه، ادبي مورخانو د هند په ادبياتو کې درې عمده دورې تشخيص کړي دي. لومړۍ د ويدي سرودونو دوره ده چې په هغو کې ريګ ويدا د يوزر مذهبي سندرو به درلودلو سره خاص اهميت لري. په دوهمه دوره کې مهابهاراته Mahabharata او «رامايانا» راځي. د سنسکريټ شعر دريم پاړکی د Kavya په نامه ياديږي چې دا ټولې برخې د تکنيک، مضمون او روحيې په اساس د فارسي او اردو ادبياتو سره جوخت توپير لري. نو زموږ تر بحث لاندې هندي مکتب په حقيقت کې د اسلام د روحيې په اساس د ټاکلي دورې فارسي ادبيات دي چې تر زیاتې اندازې په هند کې د مغلي پاچهانو د واکمنۍ دورې ته منسوب ګڼل شوي دي.

په هندي «مکتب» کې دننه فکري يووالی تر هغې اندازې پورې نه دی رسيدلی چې د فارسي ژبې نورو فکري جرياناتو څخه متمايز وي. د «هندي مکتب» عمده خصوصيت د افادې په طرز (Mannerism)  کې ورته والی دی چې د اکثرو ادب پيژندونکو په نظر د (سبک) اصطلاح ورته مناسبه ښکاري.

د «هندي مکتب» پرځای د «هندي سبک» د استعمالولو د پاره يو څه نور دلايل هم شته چې په لاندې توګه ښوول کيږي.

۱ ـ په لغوي لحاظ د سبک کلمه د مکتب د کلمې په لحاظ مطلب په ښه توګه افاده کوي. په «فرهنګ عميد» کې د دغو کلمو معناوې داسې راغلي دي.

سبک ـ ع (بفتح سين و سکون با) فلز ګداخته را در قالب ريختن، کلمات را بطرزی نيکو تلفيق کردن او آراستن، در فارسی بمعنی ريخت و طرز و روش هم ميګويند.

مکتب ـ ع (بفتح ميم و تا) جای نوشتن، جای درس دادن، دبستان مکاتب جمع. څرنګه چې سبک د طرز او روش په معنا راځي نو ادبي سبک له ادبي مکتب نه مطلب په ښه توګه افاده کولی شي.

۲ ـ اما د يوې علمي يا هنري اصطلاح په برخه کې بايد د هماغه څانګې د پوهانو نظريو ته مراجعه وکړو. د فارسي ژبې تقریباً ټولو ادبپوهانو(تر کوم ځايه چې ما د دوی آثار لوستي دي) د خراساني، عراقي او هندي سبکونو اصطلاح منلې ده. د خراساني او عراقي سبکونو اصطلاح د مترقي ليکوالو له خوا هم استعمال شوې ده څرنګه چې په ادبي پوهنو کې د هندي سبک اصطلاح عامه شوې ده نو دلته هم منل شوې اصطلاح راوړل شوې. په فارسي ادبياتو کې تر اوسه پورې د خراساني مکتب يا عراقي مکتب اصطلاحات چنداني نه دي دود شوي.

۳ ـ د سبک اصطلاح Style په لويديځو بورژوا ټولنو کې په داسې معنا ګانو استعماليږي.

(الف) د کلماتو د انتخاب طرز په تيره بيا چې ليکوال يا ويونکی د هغو کلمو په استعمالولو سره تشخيص پيدا کوي. (ب) د يوه عمل د اجرا کولو داسې طريقه چې په هغې سره د يوه شخص يا جمعيت، يا تاريخي دورې مميزات څرګنديږي. (ج) د ټولنيز سلوک، آدابواو عادتونو عالي صفت يا خصوصيت. (د) فيشناو داسې نور (۳).

په دې ترتيب ګورو چې د سبک کلمه نه يوازې له منفرد شخص، بلکې له ټاکلي جمعيت يا عصر سره هم اړه پیدا کوي. په دې کې شک نشته چې د يوه سبک موجد او بنسټ ايښودونکی به يو شخص وي خو هغه ډله چې د ده پيروي کوي، د هماغه سبک پيروان بلل کيږي. د يوه فکري مکتب، عرفاني مشرب عقيدې يا ايډيالوجۍ په برخه کې هم دغه واقعيت صدق کوي. په منطقي لحاظ، دا خبره څه اشکال نه لري چې ووايو يوه ډله شاعران د حميد د سبک پيروان دي. په لويديځ بورژوا ټولنو کې سبکونه په اوو ډولو ويشل شوي دي.(۱) د نوښتګر په نوم سبک، لکه د هومر سبک، د ميلټن سبک، د شکسپير سبک، د

دانتې سبک او نور  د وخت په نوم، لکه معاصر سبک، تر شکسپير د مخه سبک، د لاتين ادبياتو طلايي دورې سبک او نور (۲) د ميډيم په نوم، لکه جرمني سبک، ډراماتيک سبک، ناولیستي سبک او نور. (۳) د موضوع په نوم، لکه ديداکتيک، قانونی، تاريخي، فلسفي، کوميک، تراژيکاو داسې نور سبکونه.(۴) د جغرافيوی موقعيت په نوم، لکه کليوالي، ولايتي، نيو انګليندي، منځنی لويديځ، اټيک، روډيان او نور خراساني سبک، عراقي سبک، ترکستاني سبکاو هندي سبک هم په دغه کټيګورۍ کې راځي. (۵) د مخاطبینو په نوم، لکه ولسي او عاميانه سبک، مودب يا اريستوکراتيک سبک، کورنی سبک او نور. (۶) د هدف په نوم، لکه د دپلوماتيک سبک، احساساتي سبک، کنايه لرونی سبک او داسې نور. (۴)

۴ ـ د فلسفې قاموس (د مسکو چاپ ۱۹۶۷) ليکي: د ځينو په نظر سبک د افادې ډول ته ويل کيږي او داسې ګڼي چې ګويا هر ليکوال ځانته جلا سبک لري. د فورماليزم په نظر چې سبک شی د بيان طرز Mannerism ګڼي له دې واقعيت نه سترګې پټوي چې نوی سبک هغه وخت مينځ ته راځي چې د ژورو ټولنيزو تحولاتو په نتيجه کې د هنري شکل او ايديالوجيکی محتوا تر منځ د يوې نوې اساسي رابطې ضرورت احساس شي. دوهم نظر د هنري ميتود او نړۍ ليد سره رټ پيوستون لري. يا په بله ژبه هنرمند او ليکوال خپل نړۍ ليد د هنري خلاقيت له ليارې او د هنري ايماژونو او تصويرونو په واسطه څرګندوي. کيدای شي چې د يوه هنري ميتود دننه مختلف سبکونه وغوړيږي او د ادب بڼ په رنګارنګ ګلانو سره رنګين کړي. د سبک په څېړنه کې فصاحت او بلاغت، تخيل آهنګ، انسجام، د تاکيد ټکی، د مفکورو تنظيم او د شکل او مضمون تر منځ تناسب په پام کې نيول کيږي. (۵)

۵ ـ د شوروي ادبي تيورسن (يو. بی. بوريف) د سبک د اصطلاح په باره کې د يوې مفصلې څېړنې په ترڅ کې لیکي چې د ختيځ په سټاټيک ټولنو (منجمدو ټولنو) کې د هنري ميتود پرځای د سبک ونډه زياتهده او سبکونه هم زياتره ملي يا سيمه ايز دي (۶) د «بوريف» په عقيده، د ختيځ ټولنو په ادبياتو کې دهنري ميتودونو يا ادبي مکتبونو د پاره لټون څه ګټه نه لري ځکه چې دغه ټولنې د لويديځ د تودو او متحرکو ټولنو په شان له بيلا بيلو فکري بهيرونو او فرهنګي تحرک سره نه دي آشنا شوي، سبکونه په ولاړو او سړو ټولنو کې او ميتودونه په متحرکو او تودو ټولنو کې مينځ ته راځي. (بوريف) د منجمدو او تودو ټولنو اصطلاحات په ګيمو () کې نيسي ځکه چې دا اصطلاحات ذاتي او فطري مفهمونه نه افاده کوي، بلکې د يو لړ شرایطو زيږنده دي. (په مارکسيستي ادبياتو کې د شرقي ډسپوتيزم د مينځ ته راتلو عوامل دغه موضوع ښه روښانولی شي.)

د «بوريف» دغه نظريه ډيره جالبه او واقعبينانه ده. يو شمېر ليکوالو زيار ايستلی دی چې عراقي سبک د ناتوراليزم او هندي سبک له سورياليزم سره يو شانته يا سره ورته وګڼي. دلته د زيات بحث ګنجايش نشته خو دومره باید ووايو چې د پرتلنې په نتيجه کې به دا څرګنده شي چې هغه ادبي سبکونه دي او دغه ادبي ميتودونه دي.

يوه بله پوښته د هندي سبک د منشا په باره کې ده.

دغه پوښتنې ته د ځواب ورکولو په مقدمه کې بايد وويل شي چې د بشري ټولنې د تکامل په تاريخ کې کشفيات، اختراع ګانېاو نوښتونه غالباً ضروري او کله کله تصادفي دي. بشر پيژندونکو په خپلو څيړنو کې ښودلې ده چې يو شمېر علمي کشفونه او په علومو، هنر او ټکنالوجۍ کې نوښتونه په يوه وخت کې په بيلا بيلو ځايونو کې مينځ ته راغلي دي او حتی په دې باره کې ځينې ادعاګانې او مشاجرې هم لا په ځای پاتې دي. هندي سبک هم په ناڅاپي او تصادفي توګه نه دي ايجاد شوي، بلکې د ځينو ادبپوهانو په عقيده هندي سبک د عصر روح دی. د هندي سبک لومړنۍ بېلګې، د هرات د تيموريانو په دوره کې ليدل کيږي او ځينې نښې يې د غزنويانو په دوره کې هم موندلی شو. هند، د هندي سبک د روزنې د پاره تر ټولو مناسب ځای ثابت شو. دا وخت چې هندي سبک غوړيږي په افغانستان کې تيموري دولت سقوط کړی و. په ايران کې د روحانيانو د حکومت له تعصب نه ډک چلند يو زيات شمېر شاعران مجبور کړل چې هند ته مهاجرات وکړي. د ملک الشعراء بهار په قول د ډهلي دربار د اصفهان له دربار نه فارسي شعر ته زيات خدمت وکړ. دا د تاريخ ظرافت کاري وه چې د ايران په دربار کې صفوي پاچهانو او درباريانو په ترکي ژبه خبرې کولې او د دې په خلاف، په مغلي دربار کې د ترکي په ځای په فارسي ژبه خبرې کيدې.

د هندي سبک ځانګړتياوې:

داسې ښکاري چې په هندي سبک کې مضمون د صنعت د ښودلو د پاره يوه وسيله ده. اما کوم شاعر چې د خپل هنري سبک اوج ته رسيدلی وي هغه په خالص شکل کې، د «اپلاتون» د اعلی مثال په توګه تجلی کوي. له همدې امله، ميرزا بيدل وايي چې «شعر خوب معنی ندارد» (۷) ښايي وويل شي چې شاعر يوه خبره کړې ده لازمه نه ده چې هغه له خپلو طبيعي حدودو څخه د باندې را وايستله شي اما د بيدل په باره کې دغه ډول شکاکيت سم او پر ځای نه ښکاري. هغه پوهيږي چې څه وايي.

په اغلب احتمال سره هغه زمونږ معاصر دی او زمونږ د معاصر فيلسوف په شان ادعا کوي چې په رښتونی او ښه شعر کې الفاظ د وسيلې يا ابزار په توګه کار نه ورکوي بلکی د موسيقي د آوازونو په شان باطني عواطف څرګندوي. هماغسې چې د موسيقي آوازونه کومه خاصه معنا له ځانه سره نه انتقالوي شاعرانه الفاظ هم بې له دې چې هر لفظ ته يې د نښانې په توګه وکتل شي ـ په مجموعه کې د موسيقي نوټ يا لفظي تصوير جوړوي. الفاظ اوس الفاظ نه دي، پر ځينو نښانو باندې دلالت نه کوي په هر بيت او هره مصرع کې داسې مفهومونه نغښتل شوي دي چې د شعر په الفاظو کې هغه معناګانې نشته. په شعر کې هدف پخپله شعر دی، الفاظ يوازې د معنا د راويښولو د پاره بهانه ګرځي.

 

سير معنی از خم وپيچ عبارت غافل است

قاصد ملک تقدس رنج آب وګل نبرد

د هندي سبک د ځانګړتياو په باب ځينو ادبپوهانو څه ليکلي دي خو داسې ښکاري چې دغه موضوع لا ژورې څېړنې ته انتظار باسي. ملک الشعرا محمد تقی بهار د هندي سبک په باره کې وايي چې: «بجز صايب که ګاهی از واقعاًت سخن ميګويد باقی شعراء مخصوصا متاخران از قبيل (بيدل) و (غنی) قصد شان آوردن عباراتی است که با صنعت و مضمون جور بيايد نه با مقصودی که دارند و غالباً مقصودی هم نداشته اند.» (۸)

ځينو ادبپوهانو هندي سبک د خيال پالنې په برخه کې د افراط له امله ايډياليستي سبک بللی دی خو دا خبره د تامل وړ ده. په دې کې شک نشته چې کله کله د ايډياليزم اصطلاح په ادبياتو کې او سياست پوهنه کې د (آرمان پالنې) يا (آرمان ګرايی) په مفهوم استعماليږي خو په دې صورت کې هم د ايډياليزم اصطلاح پر خپل ځای نه ده استعمال شوې. په هندي سبک کې د خيال پالنې مثالونه بې شمېره دي خو د آرمان پالنې مثالونه يې نادر دي.

د (تاريخ ادبيات دری) مولف ارواښاد محمد حيدر ژوبل د هندي سبک مختصات په دې توګه ښودلي دي:

۱ ـ باريک مضمونونه، پيچلي افکار، غير طبيعي خيالونه، خاصې استعارې، کنايې او تشبيه ګانې او ډيره زياته خيال بافي.

نرګس از چشم تو دم زد در دهانش زد صبا

درد دندان دارد اکنون ميخورد آب از قلم

مګر بسر مه اثر کرد ضعف طالع من

که بی عصا نتواند به چشم يار رسيد

(صايب)

 

باوج آګهيت نرد بان نمیخواهد

نګاه تا مژه برخاسته است برفلک است

(بيدل)

 

۲ ـ له ژوند نه شکايت: د ژوند د کرغيړنو اړخونو بيانول او د ژوند او خلکو په مقابل کې بدبيني.

وضع زمانه قابل ديدن دوباره نيست

رويش نکرد هر که از اين خاکدان ګذشت

(کليم)

 

مرا بروز قيامت غمی که هست اينست

که روی مردم عالم دوباره بايد ديد

(صايب)

 

بدنامی حيات دو روزی نبود بيښ

آنهم کليم با تو بګويم چسان ګذشت

(کليم)

 

۳ ـ د اغراق او مبالغې په ډول د غم، درداو خپګان څرګندولو ته تمايل.

ما کسی را نشناسيم که غم نشناسد

هست بيګانه ما هر که الم نشناسد

(عرفی)

 

غمم، دردم، سرشکم، ناله ام خون دلم، داغم

نميدانم عرض ګل کرده ام يا جوهر عشقم

(بيدل)

 

۴ ـ وياړ او غرور او په شعر کې د خپل مقام په لوړتيا باندې تفاخر.

مدعی درګذر از دعوی طرز بيدل

سحر مشکل که بکيفييت اعجاز رسد

(بيدل)

 

از هنر حال خرابم نشد اصلاح پذير

همچو ويرانه که از کنج خود آباد نشد

(کليم)

 

ز صد هزار سخنور که در جهان آيد

يکی چو صايب شوريده حال برخيزد

(صايب)

۵ ـ له حده زياته مبالغه او اغراق.

مشت سوزن بدلم زان مژه تاريخته اند

ګريه از پاره دل دوخته پيراهن چشم

(عرفی)

 

خاک ديګر برسد مژګان بی نم ميکنم

دست دل ميګيرم و دريوزه غم ميکنم

(نظيری)

په دغه پورتنيو مختصاتو کې په (۲) او (۳) ګڼو کې تداخل ليدل او داسې احتمال هم شته چې بدبيني او له ژوند نه بيزاري فقط د مضمون جوړولو او ادبي صنايعو د ښودلو په منظور په شعر کې راغلي وي، د هندي سبک ذاتي او اصلي توک نه وي. په هر صورت، دا برخه يوازې د احصاييوي ګڼون له لارې اثبات ته رسيدلی شي. زما په عقيده، د هندي سبک د خصوصياتو په باره کې نوي څېړنې ته ضرورت ليدل کيږي پخوانيو چې په دې برخه کې څومره کار کړی دی هغه د قدر وړ دی خو کافي نه دی.

پاتې په بله برخه کې …

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x