سریلانکا بیا هم د انګلینډ په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د سریلانکا او انګلینډ لوبډلو تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د سریلانکا لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د انګلینډ لوبډلې وګټله او سریلانکا ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. سریلانکايۍ لوبډلې په ټاکلو شوو ۴۲ اورونو کې د توپ وهوونکو غوره توپ وهنې سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره مینډس په ۶۴ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۷۷، چندیمل په ۵۱ توپونو د یوې څلوریزې او دریو شپږیزو په مرسته ۶۳ او ګوناتیلاکا په ۶۴ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې. متیوز په ۵۴ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۷ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د انګلینډ لوبډلې لپاره ویلي او رشید دوه دوه ویکټې واخیستې.

په ځوابي توپ وهنې کې د انګلینډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴۰.۱ اورونو کې یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رای پیاوړې توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

رای په ۱۱۸ توپونو د دیارلسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۱۶۲ منډې جوړې کړې او د پرادیپ په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه. روټ هم په ۵۴ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۵ منډو جوړولو سره ښه وځلید.

د سریلانکا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې پرادیپ دوه او لکمل او ګوناتیلاکا یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د