
غزل: نصيب رحماني
نصيب رحماني
ځان ځانې او دا ستم د سړی زړه خورې
دا رښتیا ده چې بس بم د سړی زړه خورې
پښتنه مینه ده شرم په کې ډیر ده
تړمې اوښکې او دا نم د سړی زړه خورې
د غورو په بام ولاړې تاندې ونې
چې راګورې دم په دم سړی زړه خورې
یوه سندره یې ویله په نغمو کې
د طوطیانو ترنم د سړي زړه خورې
کشمالو پسې به ځمه پورې غره ته
په دي کلې کې ماتم د سړي زړه خورې
رحماني د خوږ زړګي ملهم مې راکړه
رحماني دا ستا قلم د سړي زړه خورې
ـــــــ
نصیب رحمانی