دیني، سیرت او تاریخ

د صدقة الفطر (سرسايې) مسايل ـ دوهمه برخه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

په تير پسې

د صدقه فطر په فرضيت، وجوب، وخت او مقدار کې اختلاف

له حضرت ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت دى فرمايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم صدقه فطر په مسلمانانو باندې لازمه کړې په اندازه د يوه صاع له کجورو يا له اوربشو، د هر آزاد، غلام، نر، ښځې، لوى او واړه هر يوه له لوري څخه او تاکيد يې کړى چې له لمانځه دمخه دې اداء کړى شي ([1]).

دلته په ډيرو شيانو کې اختلاف دى :

لومړى اختلاف : دا اختلاف په دې کې دى چې صدقة الفطر فرض دى او که واجب؟ د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد صدقة الفطر واجب دى، او د آئمه ثلاثه ؤ په نزد فرض دى.

د ائمه ثلاثه ؤ استدلال د حضرت ابن عمر رضی الله عنه په پورته ذکر شوي روايت سره دى، په کوم کې چې د فرض تصريح موجوده دى، لکه چې علامه طيبي رحمه الله د همدغه حديث لاندې فرمايلي )فيه دليل علي ان صدقة الفطر فريضة( ([2]).

د حنفيانو استدلال يو د حضرت عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده په هغه روايت سره دى په کوم کې چې فرمايل شوي )ان النبي صلی الله عليه وسلم بعث مناديا في فجاج مکة آلا ان صدقة الفطر واجبة علي کل مسلم …..( لهذا په دې روايت کې د وجوب تصريح موجوده دى، دويم يې د حضرت ثغلبه بن صعير العذري په روايت سره استدلال کړى، هغه فرمايي )ان النبي صلی الله عليه وسلم قال في خطبته : ادوا عن کل حر وعبد صغير وکبير نصف صاع من بر او صاعا من تمر او صاعا من شعير( ([3]) په دې حديث کې د امر په صيغه سره د اداء کولو حکم شوى، او مطلق امر د وجوب لپاره وي.

علامه خليل احمد سهارنپوري رحمه الله په بذل المجهود کې فرمايلي : دا چې صدقة الفطر په کوم قطعي دليل سره ثابته نه ده نو له همدې امله فرض عملي خو دى مګر فرض اعتقادي نه دى، ځکه چې په اخبار احاد سره يې ثبوت شوى او په اخبار احاد سره د فرض عملي ثبوت کيدلاى شي، او د فرض قطعي او اعتقادي لپاره دليل قطعي ته ضرورت دى او اخبار احاد ظني وي، نو له همدې امله د فرض اعتقادي يعنې د قطعي اثبات لپاره هغه کافي نه دى ([4]).

د پورته ذکر شوي حديث ځواب علامه کاساني رحمه الله دا ورکړى چې دلته په حديث کې فرض په معنى د قدر سره دى، ځکه چې فرض په لغت کې په معنى د تقدير سره دى، لکه په دې قول د الله تعالى جل جلاله کې )فنصف مافرضتم( اى قدرتم، همدا رنګه (فرض القاضي النفقة) په معنى د(قدرها) سره دى، لهذا په حديث کې تقدير الواجب بالمذکور مراد دى ([5]).

همدا رنګه امير يماني په (سبل السلام) کې ليکلي )الحديث دليل علي وجوب صدقة الفطر لقوله فرض فانه بمعنى الزم واوجب( لنډه دا چې په همدغه حديث کې فرض په معنى د قدر يا په معنى د اوجب سره دى، نو همدغه روايت د امام صاحب رحمه الله په خلاف نه دى بلکې د هغه په حق کې دى، مګر په اصل حقيقت کې دا نزاع لفظي ده، لکه چې علامه ابن الهمام رحمه الله فرمايلي چې په معنى کې هيڅ اختلاف نشته، ځکه کوم فرضيت چې هغوى ثابت کړى دى د هغوى په نزد هم له هغه څخه منکر کافر نه دى، او همدغه درجه زمونږ په نزد د وجوب درجه ده، د کوم چې مونږ هم قايل يو، ګوا که دا داسې ده چې د هغوى په اصطلاح کې فرض عام دى او په واجب باندې يې هم اطلاق کيدلاى شي او په فرض قطعي باندې هم، او زمونږ په اصطلاح کې د واجبو په فرض باندې اطلاق نشي کيدلاى.

دويم اختلاف : دويم اختلاف په دې کې دى چې آيا صدقه فطر د رمضان المبارک په اخيرنى ورځ د لمر له لويدو وروسته او که د کوچني اختر په ورځ د فجر صادق راختو په وخت کې واجب دى؟ نو امام شافعي رحمه الله د لومړني قايل دى او احناف د دويم قايلين دي.

د اختلاف ثمره هلته ښکاره کيدلاى شي کوم وخت چې يو کس د غلام مالک شي يا د يو چا کوچنى پيدا شي، يا کافر وي اسلام راوړي، يا فقير وي غني شي، نو که چيرته د لمر له لويدا دمخه داسې وشول نو اوس د امام شافعي رحمه الله په نزد فطره واجب دى او که داسې نه وه نو نه دى واجب، همدا رنګه که چيرته يو څوک د لمر له لويدو وړاندې مړ شو نو فطره واجب نه دى، مګر که چيرته د لمر له لويدو وروسته مړ شو نو واجب دى، او د احنافو په نزد که چيرته د اختر په ورځ له طلوع فجر دمخه همداسې صورتونه را منځته شول نو صدقه فطر واجب دى، مګر که چيرته له طلوع فجر وروسته وه نو واجب نه ده، همدا رنګه که چيرته کوم کس له طلوع فجر دمخه مړ شو نو صدقه فطر واجب نه ده، او که له طلوع فجر وروسته مړ شو نو صدقه فطر واجب دى.

د حضرت امام شافعي رحمه الله دليل دا دى چې د همدغې صدقه د وجوب سبب فطر دى، له همدې امله صدقه د فطر لوري ته مضاف شوې او همدغه اضافت په سببيت باندې دال دى، لکه څرنګه چې د لمنځونو اضافت د وختونو لوري ته او د روژو اضافت د مياشتې لوري ته په سببيت باندې دال دى، او د لمر له لويدا سره فطر متحقق کيږي، لهذا د وجوب متحقق کيدل هم پکار دي.

علامه ابن النجيم رحمه الله په (بحر الرائق) کې فرمايلي : د صدقه اضافت د فطر لوري ته شوى او فطر د وجوب سبب هم دى، مګر فطر يو معتاد دى کوم چې په ټوله مياشت کې وي او يو فطر غير معتاد دى کوم چې د عيد الفطر په ورځ وي، دلته که چيرته فطر معتاد مراد وي نو هغه چونکه په ټوله مياشت کې وي لهذا د ديرشو فطرو واجب کيدل پکار دي، سره له دې چې همداسې نه ده، نو معلومه شوه چې له فطر څخه غير معتاد فطر مراد دى او هغه د عيد الفطر (کوچني اختر) په ورځ وي، نو ګوا که له صدقة الفطر څخه صدقه يوم الفطر مراد دى، لکه چې په حديث شريف کې هم راغلي )صومکم يوم تصومون وفطرکم يوم تفطرون، اي وقت فطرکم يوم تفطرون( ([6]).

دريم اختلاف : دريم اختلاف په دې کې دى چې د فطره د وجوب لپاره نصاب مقرر دى او که نه؟ د ائمه ثلاثه ؤ په نزد د فطره د وجوب لپاره هيڅ نصاب مقرر نه دى، بلکې په هر هغه کس باندې واجب دى له کوم سره چې د خپل ځان لپاره او د هغه چا لپاره د کومو نفقه چې په هغه باندې واجب دى د يوې شپې او يوې ورځې څخه زيات کوم شى موجود وي، او د احنافو په نزد د صدقه فطر لپاره هغه نصاب دى کوم چې د زکوة لپاره دى، اګر که حولان حول او د مال نامي کيدل پکې شرط نه دي، البته له حاجت اصليه څخه يې فارغيدل پکار دي، ځکه چې د واجبو مقدار متعين او مقرر دى، کوم چې د مال په قلت او کثرت سره نه متفاوت کيږي، له همدې امله د حولان حول او نمو قيد نه لګول کيږي.

د ائمه ثلاثه ؤ استدلال يو خو په دې سره دى چې د احاديثو په ذخيره کې چيرته هم د صدقه فطر هيڅ نصاب نه دى بيان شوى، لهذا د هغې په حکم کې غني او فقير، يعنې د يوې شپې او يوې ورځې د قوت ساتلو سبب شامل دى، دويم د حضرت ثعلبه ابن ابى صعير عن ابيه دا روايت دى په کوم کې چې فرمايي )قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: صاع من بر او قمح علي کل اثنين صغير او کبير حر او عبد ذکر او انثي غني او فقير، اما غنيکم فيزکيه الله تعالى واما فقيرکم فيرد الله تعالى عليه اکثر مما اعطاه( ([7]).

امام ابو حنيفة رحمه الله فرمايي چې په قرآنکريم کې په صدقه فطر باندې د زکوة اطلاق شوى لکه )قد افلح من تزکي وذکر اسم ربه فصلي( ([8]) په دې آيت کې له (صلوة) څخه مراد (صلوة عيد) دى او له (تزکي) څخه مراد د صدقة الفطر اداء کول دي، لکه چې امام ابو بکر جصاص رازي رحمه الله په (احکام القرآن) کې د همدغه آيت کريمه په تفسير کې دا روايت نقل کړى او فرمايلي دي چې )روي عن عمر بن عبد العزيز وابى العالية قالا ادي زکوة الفطر ثم خرج الي الصلوة( ([9]).

يعنې په پورته ذکر شوي آيت کې هغه کس مراد دى کوم چې فطره اداء کړي او د لمانځه لپاره ووځي.

همدا رنګه په احاديثو کې په مختلفو ځايونو کې صدقة الفطر ته زکوة الفطر ويل شوي، لکه د حضرت ابن عمر رضی الله عنه په روايت کې چې فرمايل شوي )فرض رسول الله صلی الله عليه وسلم زکوة الفطر ……الحديث( او دويم روايت د حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه دى، هغه فرمايي )کنا نخرج زکوة الفطر ….الحديث( او دا د دې خبرې لور ته اشاره ده چې کوم نصاب د زکوة دى بعينه همغه نصاب د صدقة الفطر دى ([10]).

له دې پرته که چيرته په فقير باندې هم صدقة الفطر واجب کړى شي نو په دې سره قلب د موضوع راځي، ځکه که چيرته هغه د يوې ورځې او يوې شپې قوت د صدقه فطر په توګه اداء کړي نو صبا ورځ په خپله د تنګدستي له امله سوال کولو ته مجبوريږي،  چنانچه د رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد دى )خير الصدقة ما کان عن ظهر غني( ([11]).

د حضرت ثعلبه رضی الله عنه د روايت په باره کې ملا علي قاري رحمه الله فرمايلي : لومړى دا چې همدغه روايت صحيح نه دى بلکې ضعيف دى، بيا که چيرته صحيح هم شي نو د نورو روايتونو مقابله نشي کولاى، ځکه چې نور روايتونه په ډير زيات شمير کې دي، او په هغو کې د فقير ذکر نشته دى ([12]).

همدا رنګه ملا علي قاري رحمه الله د همدغه باب په اخير کې د حضرت ثعلبه رضی الله عنه د روايت په تشريح کې د ابن الهمام قول نقل کړى، هغه فرمايلي : دا روايت د احتجاج وړ (قابل) نه دى، ځکه چې په دې کې د مختلفو لاملونو له امله اضطراب دى ([13]).

يو د راوي په نام کې اضطراب دى چې هغه ثعلبة ابن ابى صعير که ثعلبة بن عبد الله بن ابى صعير او که عبد الله بن ثعلبة بن صعير عن ابيه دى.

دويم اضطراب په نسبت کې دى، داسې چې عدوي دى او که عذري، او دريم اضطراب په متن کې دى، ځکه چې په يو شمير روايتونو کې )ادوا صدقة الفطر صاعا من تمر او قمح عن کل راس( او په يو شمير کې )صدقة الفطر صاع من بر او قمح عن کل اثنين( راغلى دى ([14]).

څلورم اختلاف : څلورم اختلاف په دې کې دى چې صدقة الفطر يوازې د مسلمانو غلامانو له لوري دى او که د کافرو غلامانو له لوري هم دى؟ نو آئمه ثلاثه فرمايي چې د کافر غلام فطره په آقا باندې لازمه نه ده، يوازې د مسلمان غلام فطره ورکول ضروري دي، او د احنافو په نزد د کافر غلام فطره ورکول هم په آقا باندې لازمه ده.

د ائمه ثلاثه ؤ استدلال يو په همدغه روايت کې د (من المسلمين) په لفظ سره دى، لکه چې علامه طيبي رحمه الله فرمايلي چې (من المسلمين) له (عبد) او د هغه له ټولو معطوفاتو څخه حال دى، نو مطلب دا دى چې په هغوى باندې د صدقه وجوب په اسلام سره مشروط دى، لهذا په آقا باندې د کافر غلام فطرانه واجب نه ده، ځکه چې شرط يعنې اسلام نشته.

دويم دا چې اصل وجوب په غلام باندې دى، البته د هغه تحمل آقا کړى دى، چونکه رسول الله صلی الله عليه وسلم آقا د غلام له لوري د صدقه په ورکولو مامور کړى او د غلام له لوري د صدقه ورکولو مطلب دا دى چې آقا د همدغه وجوب تحمل کړى، نو له دې څخه معلومه شوه چې اصل وجوب په غلام باندې وه، لهذا دا ضروري ده چې غلام به د وجوب اهليت لري، او ښکاره دا ده چې مسلمان عبد د وجوب اهل دى، مګر د ملک نه درلودلو له امله د اداء اهل نه دى، له همدې امله آقا به د دې تحمل کوي او د هغه له لوري به يې اداء کوي، مګر عبد کافر چونکه د وجوب اهل نه دى، لهذا په هغه باندې هيڅ هم واجب نه دي، نو په مولى يې دې د دې تحمل هم نشته.

د احنافو دليل يو د حضرت ابن عباس رضی الله عنه مرفوع روايت دى، فرمايي :

)قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: صدقة الفطر عن کل صغير وکبير وذکر او انثي يهودي او نصراني، حر او مملوک( ([15]).

همدا رنګه په مصنف عبد الرزاق کې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه موقوف روايت هم شته دى )يخرج الرجل زکوة الفطر عن کل مملوک وان کان يهوديا او نصرانيا( ([16]).

همدا رنګه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغه ارشاد )ليس علي المسلم في عبده صدقة الا صدقة الفطر( له عموم څخه هم د احنافو تاييد شوى دى او امام بخاري رحمه الله هم همدې لوري ته مايل دى، لکه چې د امام بخاري رحمه الله له تبويب څخه معلوميږي چې هغه لومړى باب قايم کړى (باب صدقة الفطر علي العبد وغيره من المسلمين) او بيا يې دويم باب قايم کړى (باب صدقة الفطر علي الحر والمملوک) په دې کې يې مملوک مطلق ذکر کړى په مسلم سره يې نه ده مقيد کړى ([17]).

د احنافو له لوري د ائمه ثلاثه ؤ د لومړي استدلال ځواب دا دى چې په اصل کې دلته دوه کسان دي، يو (من تجب عليه الصدقة) يعنې په چا باندې چې د صدقه اداء کول واجب دي او يو (من تجب عنه الصدقة) يعنې د چا له لوري چې د صدقه اداء کول واجب دي، په حديث کې د (من المسلمين) قيد تعلق له (من تجب عليه الصدقة) سره دى، يعنې په چا باندې چې د فطره اداء کول واجب دي د هغه مسلمان کيدل ضروري دي، او د چا له لوري چې واجب دى د هغه مسلمان کيدل ضروري نه دي، د دې دليل دا دى چې د همدغه حديث راوي حضرت ابن عمر رضی الله عنه دى، او حافظ ابن حجر رحمه الله د ابن المنذر رحمه الله په حواله د حضرت ابن عمر رضی الله عنه اثر نقل کړى چې هغه د خپلو مسلمانو او کافرانو دواړه ډوله غلامانو له لوري فطره اداء کړې وه، او دا منل شوي اصول دي چې د حديث راوي اعرف بمراد الحديث وي، لهذا معلومه شوه چې د (من المسلمين) تعلق له (من تجب عليه الصدقة) سره دى، له غلامانو سره د دې هيڅ ډول تعلق نشته، که نه نو هغه به د کافر غلام له لوري فطرانه نه واى اداء کړې ([18]).

د دويم دليل ځواب دا دى چې د صدقه د وجوب اصلي سبب (راس يمونه ويلي عليه ولاية کاملة) دى، ځکه لکه څرنګه چې د خپل سر فطرانه ورکول ضروري دي همدا رنګه په کوم سر باندې چې کامل ولايت حاصل وي هغه هم د خپل سر په حکم کې دى، او دا سبب په عبد مؤمن او کافر دواړو کې پيدا کيږي، ځکه چې په دواړو باندې آقا ته ولايت کامله حاصل دى، او د دواړو مؤنت هم په آقا باندې دى، پاتې شوه دا خبره چې اصل وجوب په غلام باندې دى بيا آقا د دې تحمل کړى دى، لهذا د غلام مسلمان کيدل او اهل الوجوب کيدل ضروري دي، دا له دې امله فاسد دى چې دلته له وجوب څخه وجوب اداء مراد دى، نو مطلب دا کيږي چې غلام د وجوب اداء اهل دى، سره له دې چې اداء په ملک سره کيږي او غلام د يوه شي مالک هم نه دى، نو په هغه باندې وجوب څرنګه کيدلاى شي، لهذا معلومه شوه چې اصل وجوب په غلام باندې نه ده چې آقا د هغه محتمل شو، بلکې وجوب په آقا باندې دى، لهذا د وجوب اهليت د آقا لپاره شرط دى، د غلام لپاره شرط نه دى، غلام يوازې د وجوب سبب دى، هغه که مسلمان وي او که کافر.

پنځم اختلاف : پنځم اختلاف په دې کې دى چې په فطره کې په ټولو اجناسو کې يو صاع في کس واجب شوى دى او که د غنمو او نورو اجناسو په مينځ کې فرق (توپير) شته دى؟.

امام ابو حنيفة رحمه الله فرمايي چې په صدقه فطر کې غنم نيم صاع او پاتې نور شيان صاع صاع دي، د سفيان ثوري رحمه الله او ابن المبارک رحمه الله هم همدا مسلک دى، او د آئمه ثلاثه ؤ په نزد په غنمو کې هم يو صاع واجب دى ([19]).

د امام ابوحنيفة رحمه الله لومړى دليل هغه روايت دى په کوم کې چې حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايلي )فرض رسول الله صلی الله عليه وسلم هذه الصدقة صاعا من تمر او شعير او نصف صاع من قمح …..(

ملا علي قاري رحمه الله د همدغه روايت لاندې د حضرت معاويه رضی الله عنه روايت نقل کړى په کوم کې چې راغلي چې هغه رضی الله عنه په مدينه منوره کې د خطبه ويلو پر مهال وفرمايل : )اري نصف صاع من حنطة تعدل صاعا من تمر( ([20]).

دويم دليل هغه روايت دى په کوم کې چې راغلي )مدان من قمح او سواه صاع من طعام( او ښکاره ده چې يو صاع څلور مده کيږي، لهذا دوه مده د نصف صاع مساوي کيږي.

همدا رنګه په نصب الراية کې د عبد الله رضی الله عنه بن ثعلبه روايت دى فرمايلي دي :

)خطب رسول الله صلی الله عليه وسلم الناس قبل الفطر يوم او يومين فقال : ادوا صاعا من بر او قمح بين اثنين …..( امام زيلعي رحمه الله فرمايلي (هذا سند صحيح قوي ([21]).

د آئمه ثلاثه ؤ استدلال په هغه روايت سره دى کوم چې له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه مروي دى )کنا نخرج زکوة الفطر صاعا من طعام او صاعا من شعير( په دغه حديث کې د صاع لفظ آئمه ثلاثه ؤ په غنمو باندې محمول کړى ([22]) همدا رنګه امام خطابي رحمه الله فرمايلي چې له طعام څخه مراد غنم دي، ځکه چې د نورو شيانو ذکر جلا دى ([23]).

د احنافو له لوري ځواب دا دى چې له طعام څخه مراد غنم نه دي، ځکه چې په عهد رسالت کې د لفظ طعام اطلاق له غنمو پرته په نورو شيانو باندې شوى وه، لامل يې دا وه چې په همدغه زمانه کې غنم ډير کم وه، او په همدغه زمانه کې غنم د خلکو غذاء نه وه، بلکې له طعام څخه مراد جوار يا باجره او وغيره دي، لکه چې په خپله له حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه څخه مروي دي )قال ابو سعيد کان طعامنا الشعير والزبيب والاقط والتمر( ([24]).

همدا رنګه قاضي شوکاني رحمه الله په (نيل الاوطار) کې ليکلي چې د )کنا نخرج( الفاظ دا غواړي چې هغه په خپله صاع ويستلى وه، رسول الله صلی الله عليه وسلم د غنمو د صاع ويستلو حکم نه وه کړى او نه حضرت ابو سعيد رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اطلاع ذکر کړى دى ([25]).

همدا رنګه ليکل شوي :

د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد صدقه فطر (فطرانه) واجب دی.

د ائمه ثلاثه ؤ په نزد صدقه فطر فرض دی.

د امام ابو حنيفة رحمه الله دليل د حضرت عمرو بن شعيب عن ابيه عن جده روايت دی )ان النبي صلی الله عليه وسلم بعث مناديا فی فجاج مکة آلا ان صدقة الفطر واجبة علی کل مسلم ذکر او انثی، حر او عبد، صغير او کبير ……. الحديث( (ترمذي، باب فی صدقة الفطر).

ژباړه : نبي کريم صلی الله عليه وسلم د مکه کوڅو ته يو منادي (اعلان کونکی) وليږلو، هغه اعلان وکړ چې واورئ : صدقه فطر په هر مسلمان سړي، ښځه، غلام، آزاد، واړه او لوی په ټولو باندې واجب دی.

د ائمه ثلاثه ؤ دليل د حضرت ابن عمر رضی الله عنه روايت دی )قال فرض رسول الله صلی الله عليه وسلم صدقة الفطر علی الذکر والانثی والحر والمملوک ….. الدحديث( (ترمذي، پورتنی حواله).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم په هر مسلمان سړي، ښځه، آزاد او غلام باندې صدقه فطر فرض کړې دی.

د امام ابو حنيفة رحمه الله له لوري ځوابونه :

لومړی ځواب : په حديث کې (فرض) د الزم او اوجب په معنی سره دی (سبل السلام، ج : ۲، فتح الملهم، ج : ۳، بحواله ابن عبد البر رحمه الله نو له همدې امله دا روايت د امام ابو حنيفة رحمه الله په خلاف نه دی، بلکې د هغه په حق کې دی.

دويم ځواب : له صدقه فطر څخه منکر بالاتفاق کافر نه دی، او له فرض څخه منکر کافر دی، نو معلومه شوه چې صدقه فطر واجب دی فرض نه دی ([26]).

نور بيا

 

([1]) عن ابن عمر قال : فرض رسول الله صلی الله عليه وسلم زکوة الفطر صاعا من تمر او صاعا من شعير، علي العبد، والحر، والذکر، والانثي، والصغير، والکبير من المسلمين، وامر بها ان تؤدي قبل خروج الناس الي الصلوة، متفق عليه، مشکوة المصابيح، حديث نمبر : ١٨١٥، متفق عليه، اخرجه البخاري في صحيحه، ١/ ٢٠٤، کتاب الزکوة، باب فرض صدقة الفطر.

([2]) شرح الطيبي، ج : ٤، ص : ٤٣.

([3]) اخرجه الزيلعي في نصب الراية : ٤٠٢٢، باب صدقة الفطر، الحديث الاول.

([4]) بذل المجهود، ج : ٨، ص : ١٢٥، باب زکوة الفطر.

([5]) بدائع الصنائع، ج : ٢، ص : ٦٩، فصل واما الزکوة الواجبة.

([6]) اخرجه الترمذي في سننه، ج : ١، ص : ١٥٠، باب ان الفطر يوم تفطرون.

([7]) اخرجه ابو داؤد في سننه، ج : ٢، ص : ١١٤، باب من روي نصف صاع من قمح.

([8]) سورة الاعلي، آية : ١٤.

([9]) احکام القرآن، ج : ٣، ص : ٤٧٢، سورة الاعلي.

([10]) بذال المجهود، ج : ٨، ص : ١٤٢.

([11]) اخرجه ابو داؤد في سننه، ج : ٢، ص : ١٢٨، رقم الحديث : ١٦٧٣، باب الرجل يخرج من ماله.

([12]) المرقاة، ج : ٤، ص : ١٦٠.

([13]) مرقاة، ج : ٤، ص : ١٦٤.

([14]) مرقاة المفاتيح، ج : ٤، ص : ١٦٤.

([15]) اخرجه الدار قطني في سننه، ج : ٢، ص : ١٥٠، رقم الحديث : ٥٣، کتاب زکوة الفطر وتحقيق الروايات في التعليق، ج : ٢، ص : ٣١٧.

([16]) نصب الراية، ج : ٢، ص : ٤١٤، باب صدقة الفطر.

([17]) معارف السنن، ج : ٥، ص : ٣٠٣، باب في صدقة الفطر.

([18]) فتح الباري، ج : ٣، ص : ٣١٧، باب صدقة الفطر علي العبد وغيره من المسلمين.

([19]) معارف السنن، ج : ٥، ص : ٣٠٥، وقول ابن المبارک والثوري مذکور في الترمذي، ج :١، ص : ١٤٦، باب في صدقة الفطر.

([20]) المرقاة، ج : ٤، ص : ١٦٢.

([21]) نصب الراية، ج : ٢، ص : ٤٠٧، باب صدقة الفطر.

([22]) شرح النووي علي صحيح مسلم، ج : ١، ص : ٣١٧، باب زکوة الفطر.

([23]) معالم السنن، ج : ٢، ص : ٢١٨، باب کم يودي في صدقة الفطر.

([24]) صحيح البخاري، ج : ١، ص : ٢٠٤، باب الصدقة قبل العيد.

([25]) نيل الاوطار، ج : ٤، ص : ٢٠٦، باب زکوة الفطر، له نفحات التنقيح شرح مشکوة المصابيح څخه، ج : ٣، ص : ٢٢٠ – ٢٢٩.

([26]) اختلاف الائمة فی المسائل المهمة، ص : ۱۵۳ – ۱۵۴.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x