دیني، سیرت او تاریخ

د صدقة الفطر (سرسايې) مسايل ـ لومړۍ برخه

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د صدقې تعريف او اقسام

پوښتنه : د صدقې تعريف څه ده؟ او اقسام يې څو دي؟.

ځواب : کوم مال چې د الله تعالى د رضاء لپاره د الله تعالى په لار کې غريبانو او مسکينانو ته ورکول کيږي يا د خير په کوم بل کار کې مصرفيږي هغه ته صدقه ويل کيږي، او صدقه په درى ډوله دى :

(١) فرض : لکه زکوة.

(٢) واجب : لکه نذر، صدقه فطر، قرباني او وغيره.

(٣) نفلي صدقې : لکه عام خير او خيراتونه ([1]).

په خيرات، صدقه او نذر کې توپير

پوښتنه : په خيرات، صدقه او نذر کې توپير (فرق) څه ده؟.

ځواب : صدقه او خيرات يو شى دى، يعنې کوم مال چې د الله تعالى د رضاء کولو لپاره يا د خير په کوم بل کار کې مصرف کړى شي نو خيرات او صدقه ورته ويل کيږي، او د کوم کار په کيدلو باندې صدقه کول يا د کوم عبادت په تر سره کولو باندې نذر منلو ته نذر ويل کيږي، د نذر حکم د زکوة حکم دى، يعنې يوازې غريبان يې خوړلى شي، مالداران يې نشي خوړلى ([2]).

د صدقه فطر پيژندنه

پوښتنه : صدقه فطر څه ته وايي؟

ځواب : د فطر معنى د روژې ماتول يا خوړل دي، خدای تعالی په خپلو بندګانو باندې يوه صدقه مقرر کړې ده چې د رمضان شريف له ختميدلو وروسته د شکرانې په ډول يې اداء کړي، دې ته صدقه فطر ويل کيږي، ځکه خو د روژې له پای ته رسيدو وروسته د خوشحالي کولو ورځې يعنې اختر ته عيدالفطر ويل کيږي ([3])..

د صدقه فطر مسايل

پوښتنه : صدقه فطر په چا باندې واجب دى؟ او مسايل يې څه دي؟.

ځواب : د صدقه فطر مسايل په لاندې ډول دي :

(١) صدقه فطر په هر هغه مسلمان باندې کوم چې د نصاب په اندازه د مال څښتن وي واجب ده ([4]).

په هر مسلمان او آزاد کله چې هغه د نصاب په اندازه د مال مالک وي په هغه صدقه فطر واجب ده ([5]).

(٢) له کوم کس سره چې له خپل ضرورت او استعمال څخه زيات دومره شى وي که چيرته د هغو قيمت ولګول شي نو د دوه پنځوس نيمو توله سپينو په اندازه کيږي نو همدغه کس ته د نصاب څښتن ويل کيږي، او د هغه په ذمه صدقه فطر واجب دى (د سپينو قيمت دې له بازار څخه معلوم کړى شي).

(٣) هر هغه کس کوم چې د نصاب څښتن وي هغه ته د خپل ځان له لوري او د خپل نا بالغ اولاد له لوري د صدقه فطر اداء کول واجب دي، او که چيرته د نا بالغو خپل مال وه نو له هغه څخه دې اداء کړى شي ([6]).

د هر هغه چا له لوري چې د نصاب مالک وي له خپل لوري، د خپل نابالغ اولاد له لوري د صدقه فطر ورکول پرې واجب دي، که چيرته له نابالغو سره خپل مال وي نو له هغه دې ورکړي ([7]).

(٤) کومو خلکو چې د سفر يا ناورغي له امله يا د غفلت او کوتاهي له امله روژه نه وي نيولې، صدقه فطر په هغو باندې هم واجب دى، کله چې همدغه خوړونکي او څښونکي د نصاب څښتن وي ([8])

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : مشهوره ده چې څوک روژه نه نيسي په هغه صدقه فطر واجب نه ده، دا صحي ده که غلطه؟

ځواب : غلطه ده ! بلکه د هر نصاب په مالک باندې واجبه ده خواه روژه نيسي او که نه يې نيسي ([9]).

(٥) کوم کوچنى چې د اختر په شپه له صبح صادق دمخه پيدا شي نو د هغه صدقه فطر ورکول ضروري دي، او که چيرته له صبح صادق وروسته پيدا شي نو بيا ضروري نه دي.

(٦) کوم کس چې د اختر په شپه له صبح صادق دمخه مړ شي، نو د هغه صدقه فطر نشته، او که چيرته له صبح صادق وروسته مړ شي نو د هغه صدقه فطر واجب دى ([10]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : د صدقه فطر واجب کيدو وخت کوم دی؟

ځواب : د اختر په ورځ له صبح صادق څخه وروسته دا صدقه واجبيږي، که يو سړی له صبح صادق څخه دمخه مړ شي نو د هغه له مال څخه صدقه فطر نه ورکول کيږي او که له صبح صادق څخه وروسته کوم ماشوم پيدا شي د هغه له لوري به يې ورکوي ([11]).

(٧) د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له تلو دمخه د صدقه فطر اداء کول بهتر دي، او که چيرته دمخه ورنکړى شي نو په وروسته کې يې هم اداء کول روا دي، او تر څو پورې يې چې اداء کړې نه وي تر هغه وخته پورې د هغه په ذمه واجب الاداء پاتې کيږي ([12]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : د صدقه فطر ورکولو بهترين وخت کوم دی؟

ځواب : د اختر په ورځ د اختر لمانځه ته له تللو مخکې يې ورکول بهتر دي او که له لمانځه وروسته يې ورکړي دا هم روا ده او که يې ور نکړي نو په ذمه يې پاته ده که څومره وخت تير هم شي ([13]).

(٨) صدقه فطر د هر کس له لوري پوره دوه سيره غنم يا د هغو قيمت دى، او د همدومره قيمت بل شى هم ورکولاى شي.

(٩) د يوه کس صدقه فطر له يوه څخه زياتو فقيرانو او محتاجانو ته ورکول هم روا دي، او د ډيرو کسانو صدقه يوه فقير ته يې ورکول هم صحي دي.

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : د يوه سړي صدقه يوه فقير ته يا لږ لږ ډيرو فقيرانو ته يې ورکول هم روا دي او که نه؟

ځواب : هر څومره فقيرانو ته يې ورکول روا دي، همدا شان د ډيرو خلکو صدقه يوه فقير ته ورکول هم روا دي ([14]).

(١٠) کوم خلک چې د نصاب څښتن نه وي، هغو ته د صدقه فطر ورکول صحي دي.

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : د صدقه فطر ورکول کومو خلکو ته پکار دي؟

ځواب : کومو خلکو ته چې د زکوة ورکول روا دي، هغوی ته د صدقه فطر ورکول هم روا دي او کومو خلکو ته چې د زکوة ورکول ناروا دي هغوی ته د صدقه فطر ورکول هم ناروا دي ([15]).

(١١) خپل حقيقي ورور، خور او تره ته د صدقه فطر ورکول روا دي، ښځه او ميړه په خپل مينځ کې يوه بل ته صدقه فطر نشي ورکولاى، همدا رنګه مور پلار اولاد ته او اولاد مور پلار ته صدقه فطر نشي رکولاى.

(١٢) کوم فقير او محتاج د صدقه فطر مالک جوړول ضروري دي، له همدې امله په جومات کې يا په بل کوم ښه کار کې د صدقه فطر لګول صحي نه دي ([16] ).

نور بيا

 

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٩٣، بحواله : حاشية الطحطاوي علي الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٣٢.

([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٩٣، بحواله :  حاشية الطحطاوي علي الدرالمختار، ج : ١، ص : ٤٣٢، الدرالمختار مع الرد، ج : ٣، ص : ٧٣٥، کتاب الايمان، الجوهرة النيرة، ج : ١، ص : ١٣٣، کتاب الزکوة، باب من يجوز دفع الصدقة اليه ومن لايجوز.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٨٩.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩.

([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٩٠.

([6]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩.

([7]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩١.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩.

([9]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٩١.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩.

([11]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩١.

([12]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٩٠.

([13]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٩٢.

([14]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٢.

([15]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٩٢.

([16]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٥، ص : ١٨٩ – ١٩٠، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٢، بدائع الصنائع، ج : ٢، ص : ٧٥، عالمګيري، ج : ١، ص : ١٩٤، کتاب الزکوة.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x