نن ټکی اسيا ــ سرليکنه
د روژې د مبارکې میاشتې له پیله تراوسه پوري د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو لخوا پر بیوزله او اړو خلګو باندې د خوراکي توکو مرستې ویشل کیږي.
په دغو مرستوکې اړین خوارکي توکې لکه اوړه ، غوړي، وریجې او بوره شامل دی او د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو د ادارې لخوا په ټولو هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنترول لاندې دي محتاجه او اړو کورنیو ته ورکول کیږي.
طالبانو د دې مرستو د ویش لړۍ له شمالي ولایتونو څخه پیل کړې چې اوس په ختیځ کې ننګرهار ، لغمان ، کونړ او په جنوب کې پکتیا ، پکتیکا ته رسیدلې او په زرګونو اړې کورنۍ ترې برحمنې شوې.
د طالبانو دا مرستې که څه هم چې ډیرې معمولې او موقتې مرستې دی خو پر ولسي خلګويي اغیز ډیر مثبت او طالبان په تبلیغاتي لحاظ د ځان په ګټه ترې ډیره مؤثره استفاده کولای شي.
په تیره په داسې حال کې چې د ګډ حکومت لومړی مرستیال په ځینو ولایتونو کې د هیواد والو پرخلاف د وژلو ، نیولو او کورونو سوځولو تخریبي عملیات پرمخ بیايي.
د روژې په مبارکه میاشت کې د دغه ډول خیریه او انساني مرستو د ویش لړۍ باید دولت پیل کړې واي چې د دې کار لپاره هغوی د سرې میاشتې او نورو مرستندویه ارګانونو په څیر ځانګړې تمویلوونکې ادارې لري.
خو له بده مرغه دولتي چارواکي د دې په ځای چې له نیستمنو او اړو خلګو سره انساني مرستې وکړي د هغوی په ځورولو، نیولو او د هغوی د کورنو په سوځولو لګیادي چې ښکاره بیلګې یې په فاریاب ولایت کې د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال ښاغلی جنرال دوستم لخوا د ولسي خلګو پرخلاف پوځي عملیات دی چې له امله یې په سلګونو کلیوال متضرر شوي او دسلګونو نورو کورونه سوځول شوي.
روژه مبارکه د مواسات ، خواخوږي او نیستمنو خلګو سره د تعاون او مرستي کولو میاشت ده ، کاشکي په دې میاشت کې د خلګو د ځورولو او وژلو پر ځای له هغوی سره د مرستو کولو سلسله پرمخ وړل شوې وای.
له انسانانو سره د مرستي کولو مثبتې اغیزې د هغوی د ځورونې تر منفي اغیزو ډیرې موثرې دي ، که هرلوری غواړی پرولسي خلګو باندې حقیقي واکمني و کړی هغوی باید په دې سختو شرائطو کې د ولسي خلګو لاسنیوی وکړي او د انساني مرستو او ښه تعامل په تر سره کولو دې د ولس زړونو ته لاره پیداکړي.