دیني، سیرت او تاریخ

نورو ادیانو کې دروژی فرضیت او دود / دويمه برخه

لیکوال: احمد لله عاطفي
 
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم.
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (۱۸۳البقره).
 
دویمه برخه
 
برهمیان: ددي دین لارویانو روژه دکال په ځانګړو ورځو (فصول) کې نیول کیده.
 
بودایان: دبودایانو روژې دکال په ځانګړو ورځوکې نیول کیدي.
 
هندوئیزم:هندو ئیزم دپخوانیو ادیانو څخه شمیرل کیږي،چې قدامت ئې د ۲۵۰۰ نه تر۴۰۰۰ کلونو وړاندي له زیږدیز کاله اټکل شوی.
 
په هندي او پنجابي ژبو کې روژی ته(بهرت یا ورت ) وايې، روژه دهندوانو په مذهب کې ارزښت لري،چې دسر کش نفس دمهارولو بهترینه زریعه ئې بولي.
 
هندوان دمیاشت په نوی کیدو او دجشنونو ورځ لکه سرسواتي،دورګا پوچا روژي نیسي او هم په کال کې یوه ورځ هغه میر منۍچې میړونه ئې ژوندي دي دهغوي دعمر اوږد والي او هوسا ژوند لپاره یوه بشپړه ورځ(کروه چوت یا کروه چیوارتري) په داسي حال کې روژه نیسي چې سپوږ مي بشپړه او روښانه وي او روژه ماتي دود ئې دادی چې لمړی به دسپوږ می په لیدو ستر ګې رڼوي او بیا به دمیړه له لاسه روژه ماتی کوي.
 
دهندوانوځیني روژی دخوراک او څخاک نه (۲۴) ساعته ځان ساتل دي او یا یواځي دجامدو خوراکونو نه منع دی ،د اوبو او شیدو خوړل جایز بولي، او هم وروسته له روژه ماتي نه تر بلې روژه ماتي دغوښو، هګیو، ووږې، پیاز الکول، مخدره موادو او جنسي اړیکونه ځان ساتنه دی.
 
دهندوانوو نوراتي (نوروز) روژی چې دپسرلي په سرکي دمذهبي دود په لړ کې په فردي او ټولنیز ډول نیول کیږې پرله پسي(۹) ورځي دي.
 
هندو ان دکورنیو له غړو سره زیار کوي چې دغو ورځوکې معابدو ته دعبادت لپاره لاړ شي او هلته دخپل دیني او مذهبي کتاب (ګیتا جي) له اقوالو ګټه تر لاسه او مذهبي ساز او اواز دترنم سره واوري او په ځانګړي ډول مذهبي نڅا وویني.
 
هندوان د دري نۍ ورځ په دی خاطر روژه نیسي،چې په دی ورځ دمریخ ستورې ښکاره کیدل بند ګانو ته ابلاغ شوی،او ددوه نۍ ورځ روژه،دمذهبي کتاب(ریګ ویدا) بشپړ شوی.
 
هندوان دوالدینو کلیزه هم روژه نیول عبادت ګڼي، او
 
دروژو موخه ئې د ګناهونو څخه د نفس اوبدن پاکوالی دی.
 
بودائیزم: ددي دین لارویانو روژه دهند وانو روژو ته ورته والی لري او موخه ئې هم تقریباً یوه دی، بودایان  دمیاشت ۱۴ مه ورځ او هم دهغوي په زعم پاکي ورځی روژي نیسي،چې دجامدو شیانو له استفادي منع او دمایعو شیانو  خوړل جایز بولي.
 
دتبت دبودایانو ځیني راهبان  دیوګا موخو ته درسیدو په اړوند دمرستي په توګه روژي نیسي.
 
دتبت دخلکو یو ډول اوږ ده روژه دی(نانګ نس) چې څلور ورځی دوام کوي، اولي دوه ورځی په دعا او دخپلو ګناهونو په اقراردخپل مذهبي کتاب( پاک متون) په لوستو پیلوي،په دریمه ورځ کې ډیر احتیاط کوي چې حتی دخپلي خولي لاړي هم  تیرې نکړي، دا مراعات دڅلورمې ورځۍ تر لمر ختو په دعا ګانو او دخپلو ګناهون باندي په اقرار غزوي.
 
زر تشت: دزر تشت ددین لارویان په میاشت کې څلور ورځي( ۲، ۱۲ ،۱۴ او ۲۱) دغوښی له خوړلو ځان ساتنه کوله، او هم  دخپلوانو دمړیني لامله به دري ورځی له پخلي ډه ډه کیدله او هم ئې غوښین خواړونه روژه نیوله.
 
لامائیزم: دلامائیزم لارویان دهري میاشتي څلور ورځی روژه نیسي خو اوړه کړي شیان خوري او  جوش کړې اوبه څخي، خو ددی مذهب  لارښوونکي بیا دا څلور ورځي (۱۴،۱۵، ۲۹ او ۳۰) روژه نیسي،چې په دی ورځو کې تر لمر ډوبیدو هیځ شی نه خوري اونه چښي.
 
جین: دا مذهب چې  په هند کې دزیږدیز کال نه ۵۹۵ کاله وړاندي مروج شوی دی ، راهبان ئې دروژو په نیولو خلک دنفس تزکيې لپاره متوجه کوي او دجین مذهب راهبان غوره مرګ دروژو په پایله کې ګڼي په همدی خاطر په داو طلبانه ډول ځیني لارویان ئې تر مرګه روژه نیسي او دا مرګ ځانله سعادت بولي.
 
پخواني مصر: دپخواني مصر اوسیدونکو به دخپلو پاچایانو دمړینې لامله روژه نیوله،چې په دي وخت کې دغنمو له ډوډې، غوښو او شرابو له مصرف  دلامبلو، په ویښتو دتیلو لګولو او نرمه بستره کې له استراحته ئې ډه ډه کوله .
 
دامریکا بومي قبایل: په دی قبایلو کې هم دروژو نیولو دود شتون درلود، دی خلکو به دخپلو خپلوانو دمړیني په صورت کې دغمرازې په خاطر دخواړو خوړلو نه ډه ډه کوله، او هم معتقد وو، چې دستر روح(الله جل جلاله)دهدایت او لارښوونې تر لاسه کولو کې روژه نیول موثریت لري.
 
پخوانی چین: دپخوانیو چینیانوپه دینی ادب کې څو ډوله روژی نیول دود وو، دقرباني هغو غوښو له مصرفه به ځینو خلکو ډه ډه کوله چې دمړي په نوم قرباني کیدل .
 
په چین کې دتائیوو مذهب لارویانو د اندامونو روژوله نیولو دقلبي روژی په نیولوئې زیات تاکید کولو.
 
دچین کنفرسیوس لارویان: ددي مذهب لارویان  دخپلو نیکونو او پلرونو دارواحو پوښتنو دځوابونو لپاره دامادګې  روژونیول ضروري ګڼل.
 
پخوانې مکزیک: داوسني امریکا په جنوبي سیمو کې دمکزیک پخوانیو او سیدونکو هم روژه نیوله، دوي به  دګناهونو نه دکفاري لپاره دیوې ورځي نه تر کلونو روژې نیول، او مذهبي مشرانو ئې دهر مصیبت په راتلو  په میاشتو میاشتو دروژونیولو سپارښتنه کوله او خپله ئې هم نیول.
 
همدا راز اکثرو پخوانیو ادیانو او مذاهبو کي  له خوړلو او څخلونه  دتوبي ، پښیمانتیا او دخپلو ګناهونو  دکفاري په توګه   روژي دود وي. والله اعلم  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x