د پکتيکا د استخباراتو رئيس په غزني کې وژل شوی او مرستيال يې ژوبل شوی

 

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه، ۱۳۹۵ ل): د پکتيکا ولايت د استخباراتو رئيس ( نيازمن ) په غزني ولايت کې وژل شوی

د استخباراتو رئيس او ورسره ځواکونو يې غوښتل له پکتيکا ولايت نه غزني ته ستانه شي خو د طالبانو له کمين سره مخ شوي او د دواړو لورو تر منځ جګړه نښتې

د نښتي په پايله کې د پکتيکا ولايت د استخباراتو رئيس وژل شوی او معاون يې ژوبل شوی

د دواړو لورو ترمنځ نښتي نن سهار شاوخوا نهه بجې د غزنې ولايت شلګرولسوالۍ اړوند نظرخان اوخرواریانو په سيمو کې شوي

چارواکو د بريدونو په اړه څه نه دي ويلي خو طالبانو يې پخلی کړی او حکومت لوري ته يې د درنو تلفاتو اړولو ادعاء کړي

طالبانو په بريدونو کې د ۱۲ تنه پوليس د وژل کېدا تر څنګ د يو شمېر موټرو د تخريب خبر هم ورکړی .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د