اڅکزی: خيبرپښتونخوا د افغانانو خپله خاوره ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): پاکستاني سياستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي، چې خيبرپښتونخوا د افغانانو خپله خاوره ده او هېڅوک نه شي کولای، چې افغانان پر خپله خاوره وځوروي.

محمود خان اڅکزي افغانستان ټايمز ته په خپله مرکه کې ويلي، چې افغان کډوال له هر ډول وېرې او ترهې پرته په خيبرپښتونخوا کې ژوند کولای شي او هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې دوی وځوروي.

نوموړي زياته کړه، که د پاکستان په نورو سيمو کې هم څوک افغانان ځوروي، نو دوی بايد خيبرپښتونخوا ته لاړ شي؛ هلته څوک دا حق نه لري، چې له دوی مهاجر کارټ وغواړي؛ ځکه چې دا د دوی خپل ايالت او خپله خاوره ده.

د تورخم کړکېچ په اړه ښاغلي اڅکزي پر اسلام اباد او کابل غږ وکړ، چې په دې اړه بايد له پوره احتياطه کار واخلي.

د محمود خان په وينا که دواړه حکومتونه دغه کړکېچ نه شي حل کولای، نو دوی دې دا کار چين او امريکا ته وسپاري، هغوی به يې په دوو اونيو کې حل کړي.

محمود خان وايي، چې د افغان کډوالو ستنېدل او تورخم کړکېچ دوه جلا جلا مسئلې دي، د افغان کډوالو په اړه نه يوازې پاکستان، بلکې پښتانه سياستوال هم اندېښمن دي.

د خيبرپښتونخوا اعلی وزير پروېز خټک د ښاغلي اڅکزي څرګندونې رد کړي او وايي، چې د خيبرپښتونخوا خلک د نوموړي څرګندونې «په سختو ټکو غندي»

پروېز خټک وايي، چې د محمود خان اڅکزي څرګندونې د پاکستان د اساسي جوړښت پر خلاف دي او چې هر څومره وغندلی شي، کمې دي.

ښاغلي اڅکزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرې اوږدې مودې راهيسې خيبرپښتونخوا کې پوليس افغان کډوال ځوروي، نيسي يې، تاڼو کې يې بنديانوي او پيسې ترې اخلي.

په تېرو دوو اونيو کې پېښور او شاوخوا سيمو کې د خيبرپښتونخوا پوليسو نږدې دوه زره کډوال نيولي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د