افغانستان

«نورستان کې لسګونه طالبان وژل شوي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د ملي دفاع وزارت او نورستان ولایت  چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت په برګمټال او وانټ وایګل کې یې د طالبانو پر ضد نظامي عملیاتو کې یې ۷۰ طالبان وژلي دي.

د نورستان امنیه قومندان اکرام الدین سریع ویلي چې طالبانو غوښتل کامدیش ولسوالۍ ونیسي خو د ملي اردو هلیکوپترو هغوی په نښه کړل او لسګونه کسان یې ترې و وژل.

د سریع د ادعا له مخې په جګړه کې د کامدیش لپاره د طالبانو ولسوال او پنځه هغه کسان چې د جګړې صحنې یې فلمبرداري کولې وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې طالبان يې د کامدیش له یو شمېر سیمو شاتګ ته اړ کړي دي.

بل لوري ته دفاع وزارت وايي چې په نورستان کې دولتي ځواکونو ۷۳ طالبان وژلي او ۳۶ نور يې ټپیان کړي دي.

د یاد وزارت لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼې زیاته کړې چې د طالبانو پر ضد جګړه کې افغان او ایتلافي ځواکونو دواړو برخه اخېستې وه.

طالبانو تر دې دمه د نورستان د جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x