نظــر

حنیف اتمر صاب ! اوس یې من په څو دی؟

جیلاني پښتون

حنیف اتمر صاب! په ننګرهار کې ستا پرونۍ وینا مې واورېدله چې هیڅ خوند یي رانکړ، په وینا کې دې یو ډول فرعونیت او تکبر له ورایه ښکارېدو، طالبانو او وسله والو مخالفینو ته دې د مرګ ګواښونه وکړل او خپلو جنرالانو ته دې قومنده ورکړه چې ستا په خبره دغه تروریستان تر هغو بمبار کړئ چې نیست او نابود شي.
ګوره اتمرجانه! د یو چا نیست او نابودول زما او ستا کار نه دی، بلکې دا د الله تعالی کارونه دي. نه پوهیږم تاسو په کوم اړخ راپاڅیدلي یاست یا په هغو څو د خیرات بمبیرکو باندې تر کومه حده مغرور شوي یاست چې د طالبانو غوندې یوې پراخې ډلې، چې ژورې ولسي ريښې لري، شل کاله د سر سخته مقاومت شالید لري او په وژلو او نابودولو یي حتی د امریکا او ناټو ځواک ستړی شوی دی. تاسو ورته په کوم ډاډ د نابودۍ الټیماټوم ورکوئ؟
آیا بنګې دې نوش کړي که باد وهلي یاست ؟ ایا ستا په وړاندې د افغانستان نږدې تاریخ پروت نه دی؟ تاسو خو طالب ته د پاکستان د ګوډاګي نوم ورکړ. هغه ته مو پیغور ورکړ چې مشر یي د پردیو د ګټو قرباني شو. مګر په یاد ولره چې طالب هم د همدې خاورې زوکړی ځیږ او سربلند افغان دی. ته چې د کوم افغانیت دعوه کوې، طالب په هغه دعوه سربیره د اسلامیت د ویاړ پګړۍ هم پر سر لري. که خبره د غیرت او مردانګي شي نو پوه شه چې طالب ددې وخت هغه اتل دی چې د نړۍ هیڅ فرعون ته یې هم سر نه دی خم کړی. همدغه پاکستان چې ته یي د طالب بادار بولي، له طالبه په نالش دی. طالب یي بیا بیا د کبر او غرور پروسې په خاورو ورمښلي او نړۍ ته یي خړمخی کړی دی.
رابه شم ستا پرونیو خبرو ته . که خبره د نابودولو او مرګ ژوبلې شي نو اتمر جانه په دې پوه شه چې د طالب لاسونه هم تر شا نه دي تړلي. همدا نن دې د کابل په کمپنۍ کې نه ولیدل چې ستا د کورنیو چارو په امنیتي ځواکونو یي کوم ډول قیامت راکوز کړ،څومره پولیس یي کسکر کړل او په څومره اسانۍ او څرنګه تاکتیک یي ستا فرعوني دعوې یو ځل بیا له ځمکې وویشتلې او ستا د بریاوو داستان یي د جهان د نندارې کړ.
نو حنیف اتمره!
لطفا د زور، جنګ او فرعونیت له مسند نه راکوز شه، په دې وطن کې کله هم جنګ او زور نه دی بریالی شوی،ستا له څرګندونو او سیاستونو اوس ټول بادرکه افغانان پوهیږي چې تاسو د جنګ، نفاق او کینې څومره زهرجنې لټکې چیچلي یاست . که ستا دا خیال وي چې طالب به د ځمکې له مخې نه ورک کړم، نو دا خوب دې اوبو ته ووایه. طالب هم د بوټي له بیخه نه دی، هغه هم د حقپالنې او دیانت بیرغ په لاس لري، هغه هم ځان د اصحاب صفه وارث او په وروستۍ زمانه کې د اسلام د دفاع علمبردار بولي او دا خو به درته معلومه وي چې د اسلام د مدافعانو عمر د اسلام په شان اوږد او تر قیامته غځيدلی دی، لکه څنګه چې د اسلام او قرآن نابودول خیال، محال او جنون دی، همداسې د طالب او واقعي مسلمان هم درواخله.
نو حل لاره څه ده؟
تا په پرونۍ بیانیه کې وویل چې طالب پسې دې د سولې ځولې ګرځولې مګر ځواب یي نه دی درکړی، ګوره اتمره خطا کول به نه سره کوو، لومړی خودې د سولې ځولۍ طالب ته نه بلکې د طالب دښمنانو ته غوړولې ده،غلط ادرس او غلطه دروازه دې ټکولې ده. بله دا چې که دې له طالبه سولې غوښتي وي هم نو هسې مفته سوله یا په اصطلاح تسلیمي ترې غواړې ، چې هیڅکله به یي درسره ونه مني اونه هم تراوسه کومه جګړه په یو اړخیزه تسلیمي پای ته رسیدلې،په دې ته هم پوهیږې او طالب هم پوهیږي چې دا جګړه د افکارو او ارزښتونو ده.ته خارجي عسکر غواړې طالب یي نه غواړي. ته د اروپا په کچه ازادي او اختلاط ته مدنیت وایي خو طالب نوی تمدن په کنټرول شوې او افغاني بڼه غواړي. که له طالب سره سوله کوې لطفا لږ په دې برخه کې انعطاف وکړه.
که غواړي نور د پولیس او طالب وینه ونه بهیږي لطفا لږ د یکه تازۍ او فرعونیت له مسند نه راکوز شه، له ضد نه لاس واخله،سل فیصده دموکراسۍ ته افغانستان هیڅ ضرورت نلري لږ تخفیف په کې وکړه، که طالب ورباندې خوشالیږي نو امریکایي ځواکونه او اډې څه په تندر وهو، هسې ورسره تړون فسخ کړه او رخصت یي کړه.
زما یقین دی که طالب په دې متیقن شي چې په سوله او خبرو اترو کې یي تر یوه حده خواستونه او اهداف منل کیږي، د حزب اسلامي غوندې ورباندې د امریکایي اشغال د رسما منلو په شان شرطونه نه وضع کیږي او د اسلامي شریعت لپاره د کلونو خوارۍ یي نه هدر کیږي بلکې ځای نیسي. نو بې له شکه به درسره مخامخ خبرې وکړي او په دې توګه به جګړه پای ته ورسیږي.
خودا په هغه وخت کې کیږي چې تاسو او خصوصا غرب فکره او له سیکولارزم نه متاثر افغان سیاستوال لږ د خپلو یکه تازه موقفونو له ګدۍ راکوز شي، او د پردیو آیدیالوژیو د تحمیل لپاره افغان اولس په جګړه ونه کړوي بلکې صادق واوسي او د جګړې په عوض د سولې لپاره خپله اراده ثابته کړي.
یو ځل بیا وایم چې طالب په فرعوني ګواښونو، شکنجو او سخت چلند نه شئ ماتولئ، یوازینی حل دادی چې لار ورسره یوسئ او خبره یي واورئ. او کنه نو هره ورځ به دې په وړاندې د کمپنۍ حشرګاه جوړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م ص

الله دې د حق ليکنې پوره اجر درکړي!
الله دې د مسلمة امت نجات لپاره اسلامي امارت متحد او اسلام ته متعهد ولري!

الحاج استاذ بیانزی

مونږ ټول د الهی ازمونیو لاندی یو ، هر څوګ چه هره کړنه ، هر ه خبره او یا هر ه لیکنه یا کوچنی تبصره هم لیکی د هغه نیت او دهغه د اخلاص او تقوی له مخی په ازموینه کی بریالی یا ناکامیږی او د ډیرو دغه کیفیت د هغه په لیکنو ، کړنو ، وینا او تبصرو کی هم په ګوته کیږی ، الله ج دی مونږ ته توفیق راکړی چه مونږ دشو خلکو په اړخ کی قرار ولری ، دا ژوند بقا نه لری ، کل نفس ذایقته الموت ، هغوی چه نن هر څه لری او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x