افغانستان

حصارک ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار امنيتي سرچينې وايي، چې د حصارک ستراتيژيکه ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده.

د حصارک امنيتي مسوولين وايي، چې طالبانو تېره شپه د اربکيانو او ملي اردونو پر مرکزونو بریدونه کړي، څلور امنيتي پوستې يې نيولي او اوس د ولسوالۍ مرکز ته نږدې شوي دي.

سرچينه زياتوي، چې امنيتي سرتيري د تازه دمو ځواکونو او مرستې له نه رسېدو شکايت کوي او وېره يې څرګنده کړې، که دوی ته بېړنۍ مرستې ونه رسول شي، طالبان به په لنډ وخت کې دغه ولسوالۍ ونيسي.

تر اوسه د وژل شوو پوليسو او اربکيانو شمېر نه دی معلوم.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې د دوی جنګياليو په حصارک کې تر اوسه څلور پوستې نيولي د څلورو قوماندانانو په ګډون يې يوولس اربکيان وژلي او ۲۵ نور ټپيان دي.

د ملي امنيت پخوانی رييس رحمت الله نبيل وايي، چې طالبان د لوګر ازرې او د ننګرهار حصارک او شاوخوا نورو سيمو کې قوي فعاليت لري او دغه سيمې د پلازمېنې کابل لپاره ستراتيژيک اهميت لري او که کابل سقوط کوي، نو د ننګرهار حصارک او د لوګر له ازرې به يې کوي.

کارپوهان وايي، چې طالبانو په دې ورستيو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی او غواړي د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد بيلا بېلو ولايتونو کې د خپلې واکمنۍ لمن پراخه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x