افغانستان

فاریاب: طالبانو له دوستمي ملېشو یو ځل بیا د استانه بابا ستراتيژیکه سیمه نېولې

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه ۱۳۹۵ل): د فاریاب ولایت چارواکي وايي چې دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو (اربکیانو) د شرین تګاب ولسوالۍ استانه بابا سیمه پرېښې او دغه سیمه یو ځل بیا د طالبانو لاسونو ته پرېوتې.

د شیرین تګاب ولسوال سیدلقمان ګهر پژواک خبري اژانس ته منلې چې ملي اردو او ولسي پاڅونوالو (اربکیانو) دوه شپې وړاندې یاده ستراتيژيکه سیمه د کومې جګړې پرته پرېښې.

هغه ویلي چې استانه بابا سیمه کې شاوخوا ۵۰ کلي دي او د تېر یو کال راهیسې د طالبانو تر کنترول لاندې وه چې تېرې اونۍ د جنرال دوستم په نظامي عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ونېوله خو کله چې ملي اردو سیمه پرېښودله، ولسي پاڅونوالو هم د طالبانو په ګټه سیمه پرېښودله.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اولې لوا ویاند جګړن محمد رضا رضايي هم منلې چې د استانه بابا سیمه طالبانو نیولې او په وینا یې دغه سیمه ډيره پراخه ده، اضافه ځواکونو او نویو پوستو ته په کې اړتیا ده.

ياده دې وي جنرال دوستم له تېرو څو میاشتو راهیسې په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې د ولسي وګړو، پرلوټ او تالان بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x