ادبي لیکني

«د واورې سړی» ته لنډه کتنه

پوهیالی خلیل الله توحیدیار ساپي

د ښاغلی نصیر احمد احمدی صیب د لنډو کیسو ټولګه (د واورې سړی) مې له پیله تر پایه ولوسته، خورا خوندورې او ژوندۍ کیسې یې پکې کښلې وي، چې د روان حالت یو کره او ریښتنی انځور یې ترسیم کړی او تر ډیره بریده یې د پښتنو د ټولنې هغه ترخو واقعیتونو ته اشاره کړې، چې دوی یې له اصلی محور (اسلامیت، انسانیت، افغانیت، عدالت او …) څخه لیرې ساتلي دې. هغه ځانګړتیاوي چې یو لوستوونکی یې د لوستو تر څنګ د یو کره کتوونکې په توګه په کتاب کې پيدا کوي شې ځینې يې په لاندې ډول دې:

    1. انځورګرۍ (هنری سبک) یا (Symbolism): د کیسو په اوږدو کې د مفاهیمو تر څنګ لیکلی انځورونه یا نښې (سمبولونه) د کیسو هغه هستي ده چې د محتوا کیفیت لوړوي او مفاهیم په لنډه، د نښو په توګه او ژوندۍ بڼه مقابل لوری ( لوستوونکی) ته رسوي. په کیسو کې د نورو ادبی ارونو د رعایت تر څنګ انځورګرۍ ته ځانګړی پاملرنه شوي چې د لوستوونکی انځوریزه تنده ماتوي او په کیسه کې یې نور هم ډوبوي.
    2. د کلمو د صرفه جویي اصل (The Economy of Words) : هغه معاصر ادبي اصل دی چې لیکوال کوښښ کوي تر څو په کمو او د شرایطو پر بنسټ برابرو یا مناسبو کلمو (Context-Based Words) اوچت مفاهیم او ټیمونه (Themes) په لیکنه کې و نغاړي. دې اصل ته په کتو سره احمدی صیب په لنډو ټکو، ساده الفاظو او په کمو کلمو خورا لوړ لوړ مفاهیم بیان کړي او په خورا حکمت یې د ټولنې له ترخو دودونو او واقعیتونو پرده اوچته کړي او د هغو ترجمانې یې کړي.
    3. د کیسو ژبه او لهجه یې خورا خوږه، ساده او عام فهمه ده. (خوږه: یعنی د کیسه د ویلو ټکنیک یې خپلې ځانګړتیاوې لرې چې لوستوونکی د پیښې ځای ته بیايې او په ټوله مانا یې حواس ساتلي شي. سربیره پر دې لوستوونکی داسی احساس کوي لکه چې د کیسې یو کرکتر وي او یا خو له ډیر پخوا ورسره پیژني او د خواخوږۍ انرژي یې نوره زیاتوي ).
    4. سرلیکونه یا عناوین: د کیسو سرلیکونه یا عناوین په زیات مهارت، تدبر، د محتوا کیفیت او کمیت او  ژورې عقلنې انګیرنې ته په کتنې سره ټاکل شوي دې چې د یوې کیسې د لمړۍ کلمې څخه تر پایه د سرلیک ملاتړ کوي، هغه درنوي او پر واحد محور او سوژې یې څرخوي.
    5. دودیز او راڼه عباراتونه: په کیسو کې د پښتو ژبې دودیز او ورځني عباراتو او اصطلاحاتو ته ځانګړی ځای ورکول شوي چې دا په خپل وار کولای شي ورځني عبارات او الفاظ د لیکلی یا معیاری ژبې  له پامه و نه غورځوي او په ژوندی ساتلو کې یې اړینه (مهمه) ونډه درلودلي شي.
    6. د لیکوالۍ ژبه: د کیسو د لیکوالۍ ژبه هو به هو یا عینی ورتوالی د رومانتسیزم (Romanticism)  یا ( د اتلسمې پیړۍ هغه ادبي فلسفه ده چې د فرد په فکر، تخیل او بیان ټینګار کوي او په ادبیاتو کې پر احساساتو زیات اصرار لري) سره لری. دا ځکه چې د لیکوالي ژبه د عامه وګړو د خبرو او ګفتارو څخه سرچینه اخلي.
    7. د کلمو پییل (Juxtaposition) یا (د کلمو څنګ پر څنګ ایښوونه): د کیسو په اوږدو کې کلمې په داسی انداز او احساس د یو بل سره پيیلي او تړلي دې که یوه یا دوې کلمې د لیکنې د یوې برخې یا پاراګراف څخه لیرې شي او یا سمې و نه لوستل شي نو د کیسې واحد مفهموم به و نه اخیستل شي او د عباراتو او جملو ترمنځ د جوړښت (Unity) مزی یا تار به پرې شي.

…  لیکوال: پوهیالی خلیل الله توحیدیار ساپي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x