fbpx

مبارکه توره: سميع الله تړون

سميع الله تړون

چې په اسلام نه وي چليږي دې په ځمکه توره
چرته به بله له دې تورې نه وي سپکه توره

ډيرې ملالې به دې سر ته ټپې ووايي خو
لکه ايوب له فرنګيانو سره وکه توره

د محمد بن قاسم په قدمونو چې ځې
نو د هندو په وينو سره به دې وي ځکه توره

د وطن پيغلې به سرتورې کړي د وخت غليمان
ګرانه طالبه درنه چرته نه شي ورکه توره

فرنګى اوس هم د افغان په ننګ چليږي تورې
مغلو وړې ده په ملا کې له خټکه توره

تړونه يو لاس کې قلم چلوه ستړى نه شې
بل لاس کې پورته که سپيڅلې مبارکه توره

تړون ـ اسداباد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د