مکین: په افغانستان کې د امریکا د ماتې او وژنو مسوولیت د اوباما پر غاړه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د اوباما ناکام سیاست د دې سبب شو چې امریکا ماتې وخوري او په افغانستان کې وژنې زور واخلي، چې ټول مسوولیت د اوباما پر غاړه دی.

جان مکین چې د امریکا په سنا کې د مسلح ځواکونو د کمېټې رییس دی اوباما پر دې ملامت کړ، چې د هغه ناکام سیاست په افغانستان کې امریکا له ماتې سره مخ او وژنې يې ډېرې کړې.

جان مکین اوباما یو ماته خوړلی ولسمشر بولي او په وينا يې په افغانستان کې د ماتې علت هم د هغه ناکام سیاست دی.

نوموړي سره له دې چې پخپلو خبرو کې د امریکا پر ماتې اعتراف وکړ، خو بیا يې هم پر ولسمشر بارک اوباما غږ وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ډېر کړي.

مکین له پورته اعتراف سره یو ځای دعوه کوي چې په افغانستان کې د پوځيانو ډېرول د امنیت په ټینګېدې کې رول لري او په وینا يې د پاکستان او افغانستان ګټه هم ورسره تړلې ده.

مکین وايي چې امریکا له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او خو د پاکستان او هند د اړیکو ښه کول هم د سیمې د هېوادنو په ګټه دی.

ياده دې وي سره له دې چې ګڼ امریکايي سیاسي او پوځي چارواکي په افغانستان کې پخپله ماته اعتراف کوي، خو په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو یو ځل بیا خپلو عسکرو ته د مخامخ جګړې امر کړی او له افغان عسکرو سره اوږه پر اوږه جګړه پر مخ وړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د