اڅکزی وايي خبرې يې ناسمې وړاندې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه ۱۳۹۵ل): پاکستانی سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي هغه څرګندونې چې خیبرپښتونخوا یې د افغانانو خاوره ګڼلې وه، رد کړي او په وینا يې د ده خبرې ناسمې وړاندې شوي دي.

محمود خان اڅکزي افغانستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې خیبرپښتونخوا د افغانانو خاوره بللې وه او په وینا یې دی به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې افغان مهاجرین په خپله خاوره کې تنګ کړي.

هغه ویلي وو چې افغان مهاجرین له کومې ویرې پرته په خیبرپښتونخوا کې اوسېدلای شي.

اوس تازه محمود خان اڅکزي ډان پاکستاني تلویزون سره په مرکه کې خپلې خبرې رد کړي او په وینا يې ده ویلي وو چې که پنجابیان، سرایکیان، بلوڅ یا سندیان د افغان مهاجرینو څخه تنګ وي نو دوی دې هغوی «پښتونخوا وطن» ته راوليږي.

اڅکزي له قوله افغان مهاجرین د یوه تړون له مخې په پاکستان کې اوسیږي او دوی ته باید افغان تابعیت کارت ورکړل شي څو دوی څوک ونه ځوروي.

د اڅکزي په باور دا تأثر ناسم دی چې دوی دې ټول افغان مهاجرینو ته د پاکستان د تابعیت ورکولو خبره کوي، بلکې دوی محض دا وايي چې چې څنګه په دوبۍ کې پاکستاني او هندیان ژوند کوي، هلته کاروبار کوي دغه ډول دې په پاکستان کې هم مېشتو افغان کډوالو ته تابعیت کارتونه ورکړل شي، ځکه دوی زموږ مېلمانه دي.

یاد پښتون مشر زیاته کړې چې دوی به چاته اجاز ورنکړي چې افغان مهاجرین له کومې وجې پرته تنګ کړي.

د محمود خان اڅکزي وروستۍ څرګندونو که څه هم په افغانستان کې تود هرکلی وشو خو په پاکستان کې نوموړی تر توندو نېوکو لاندې راغی. د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک د نوموړي په ځواب کې ویلي وو چې د دغه ایالت وګړي د اڅکزي څرګندونې ردوي او د دغو څرګندونو چې څومره غندنه وشي کمه به وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه

د نشنل عوامی پارټی اولی او اخری نوم انګریزی او منځنی یی اردو لغت دی ، که دوی د پشتو او پشتونوالی یوه ذره څه لرلی په ګوند کی به یی د پشتو یو ټکی شتون درلود، د ګوند نوم څخه یی معلومیږی چه دوی لمړی د انګریزانو له خوا په پشتونخوا کی د پشتنو د خپلواکی خوځښتونو د ټکولو د پاره د پنجابی غلامانو په ګټه یا تش په نامه پاکستان ( چه په اصل کی برطانوی پاکستان دی ) د تحکیم او تمامیت د پاره جوړ شوی دی، دوی له پشتو سره بلدیت نه لری چه ډیر مجبوره… نور لوستل »