عبدالله عبدالله: د پرونۍ پېښې په تړاو به امنیتي مسوولین وپوښتل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): اجراییه رییس وايي چې امنیتي ځواکونه زموږ د ملي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکي دي او په وينا يې پر دوی به « بې عزته او بې غیرته » سړي او کړۍ بريد کوي.

د کابل پروني برید کې چې پکې نږدې سلو تنو تازه فارغ شويو پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته، اجراییه رییس د بريدګرو پر وړاندې ښکنځلو ته اړ کړ.

دا لومړی ځل دی چې د حکومت نیم شریکوال له رسنیو سره په خبرو او خپله اعلامیه کې پر پولیسو بريدګر « بې عزته او بې غیرته » بولي.

عبدالله عبدالله په دې پېښه کې امنیتي مسوولین هم په بې پروايۍ ملامت بللي او ويلي يې دي چې باید پوښتنه ترې وشي.

د اجراییه رییس په وينا دوی له داسې دښمن سره مخ دي چې « هیڅ ارزښت نه پېژني. »

تېره ورځ د کابل لویديځ کې د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندۍ سیمه کې د میدان وردګو ولایت له یوې اکاډمۍ نه د فارغ شویو پولیسو پر موټرو سرتېری برید وشو، چې درنه مرګ ژوبله يې واړوله.

طالبانو د برید مسوولیت ومانه او ويې ویل چې بریدګر د دوی ملګري چې یو يې د هرات او بل د هلمند او دعوه يې وکړه چې یاد برید کې يې لسګونه پولیس وژلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د