شعـــــرونه

غزل: مينه ځلا

مينه ځلا

پرې شوې شونډې او شلېدلې لوپټه
خوږ اختر ته مې ځان څومره سينګار کړى

ستا يادو ته مې د زړه لارې کړې بندي
ما په ژوند کې دغه يو دې ښه کار کړى

ننګ ناموس د پښتنو به خاورې نه کړم
دا خپل سر مې هم حيا نه دې ځار کړى

ته يواځې غم کې نه سوځې جانانه
ما هم ستا لپاره ځان دی په دار کړى

ګوندې راوړي د زړه کور ته مې ګلونه
ما (ځلا) په تړمــو اوښکو ګلزار کړی

مینه ځلا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x