افغانستان

پاکستاني پولیسو تر ۷زره زیات افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): په پېښور کې د افغانستان کونسلګرۍ مسوولین وايي چې پاکستاني پولیسو په وروستیو کې تر ۷زره زیات افغان مهاجرین نېولي دي.

په پېښور کې د افغانستان جنرال کونسل عبدالله وحید پویان طلوع نیوز ته ویلي چې د پولیسو له خوا په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرینو ځوورنه اخري حده ته رسېدلې.

«متأسفانه د تورخم تر جګړې وروسته د مهاجرینو ځورونه او تنګونه اخري حد ته رسېدلې، ما او د افغانستان سفیر د خیبرپښتونخوا ایالت اعلی وزیر سره ولیدل څو دغه ستونزه حل شي».

سرچېنې زیاته کړې چې لس زره کورنیو ژمنه کړې چې تر اختر وروسته به په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، خو د ټولو افغان مهاجرینو ستنېدل وخت غواړي.

په عین حال کې په پېښور کې افغان مهاجرین د افغان حکومت څخه غواړي چې د مهاجرینو ستونزه یو طرف ته کړي ځکه په وروستیو کې نه یواځې دا چې پولیس یې ځوروي، ځايي خلکو یې هم په تنګولو پیل کړی دی.

د جلیل په نوم یو افغان مهاجر ویلي چې پولیس ترې مهاجر کارت غواړي خو کله چې دوی کارت ورکړي په موټر کې یې له ځانه سره بوځي.

ډيری افغان مهاجرین وايي چې پولیس ترې د اسنادو سربېره پیسې اخلي او ځوروي یې.

په خیبرپښتونخوا ایالت کې د افغان مهاجرینو ځورونې د تورخم تر جګړې وروسته زور واخېست. که څه هم پاکستاني پولیس وايي چې ناقانونه افغان مهاجرین نیسي خو په پاکستان کې مېشت افغان مهاجرین وايي چې د ټولو قانوني اسنادو سره سره یې پولیس نیسي، ځوروي يې او پیسې ترې اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x