ادبي لیکني

د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ کتاب ته يوه کتنه

شهسوار سنګروال


“د پا چا اما ن ا لله وا کمنۍ ته يوه نوې کتنه”

تاريخپوه پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ تراوسه پورې  لسګونه ټوکه کتابونه ليکلي اوژباړلي دي، چې ددغو کتا بونوپه لړکې يوکتاب هم دپاچا اما ن الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه نوميږي. پوهاند کاکړ د دغه اثر د بشپړولو لپاره له ګڼو لاسوندونو ګټه اخستې ده .

“د پاچا اما ن الله واکمنۍ ته يوه نوې کتنه” کتاب مې يو ځل د مخه هم لوستی و، خو داځل مې وپتېيله چې په لنډه توګه پرې يوڅه وليکم .

دغه کتاب له پایليکونو او لمنليکونو سربېره ديارلس سرليکونو ته ځا نګړی شويدی. ليکوال دسريزې اوپېلامې ترسرليکونو لاندې د افغانستان له لرغوني تا ريخ نه راواخله تر راوروسته پورې يوشمېر څرګندونو ته تم شويدی، خو د کتاب مينځپانګه بيا د امان الله پاچا کېدل ترسرليک لاندې پيليږي. په دغه سرليک کې داميرحبيب الله دوژل کېدو، لاملونو ته ګوته نيول شوې ده ولې د کتاب په اتلسم مخکې دکتا ب له تندي لاندې دپاڼې په ملا کې، دامان اله خان ديوه تت انځور ترڅنګ کښل شويدي:  “دبشپړې خپلوکۍ جګړه” پوها ند کاکړ ترهمدې سرليک لاندې جوخت داسې کاږلي دي :

“پاچا اما ن الله دفبرورۍ په 24 مه د کابل دمرادخانۍ په يوه ميدان کې،چې هلته خلک او عسکر را ټول شوي وو،په يوازې ځان څر ګند شو او د هغو په مخکې دهېواد بشپړه خپلواکي او د ټولو خلکو ازادي اوبرابري اعلا نکړه .”

همداراز د مارچ په دريمه يې د هند  وايسراي ته دپلار د وژل کېدو اود ځان دپاچا کېدوخبرورکړ… داپرېل په ديارلسمه يې ديوې اوږدې وينا په ترڅ کې برتا نوي ايجنټ، حافظ سيف الله ته مخ واړوه او په نرمه يې ورته کړ، او سفيره، ته پوه شوې چې ما څه ووېلې ؟ هغه د هو ځواب ورکړ .

د اما ن الله خان پرلپسې کړنې اوڅرګندونې بريتانوي ښکېلا ک ته دپا م وړ نه وې او د پاچا دغه عمل يې دخپلو ګټو لپا ره يو ستر ګواښ ګا ڼه.

د افغا ن ټولواک ژبه به نرمه وه، ولې کېښکلې وه، سره دهغې چې انګرېزانو دافغان او انګليس په جګړو کې دسر او مال درانه زيانونه ګا للي ول ولې بيا هم له افغا نستانه يې سترګه نه سوه ځېده او وروسته پا تې هېواد يې ګاڼه . هغه د لودويک ادمک خبره، انګريزانو داما ن الله خان دليک په ځواب کې د “اپرېل 15 نېټه” همدومره ليکلي ول موږ داميرد وژلو له با بته خپله خواخوږي څرګندوو…

له پاچا سره دا د برتانوي هند د دښمنۍ پيل نه و، بلکې دښمني له هغې نېټې په ډاګه شوه چې نوموړي د خپلواکي اعلان وکړ. دغه اعلان انګرېزانو ته ځکه دځغم وړ نه وو چې دهند په نيمه وچه کې هم ازادي بښونکو غورځنګونو او خوځښتونو زور اخستی وو .

پوهاند صا حب دخپل کتاب په يويشتم مخ کې د ګريګو ريين له انده کښلي دي چې “په 1919کې هېڅ واکمن نشوکولی په افغان ملت با ندې په ټينګه حکو مت وکړي،خو دا چې د پوره خپلو اکۍ لپاره يې ژمنه کړې وي .”

د افغا نستان پاچا اما ن الله په ځيرکتيا دافغا نا نو هوډ ځانته څرګند کړی وو، چې دوي غواړي له برېتا نوي ښکېلاکه خپله خپلواکي تر لاسه کړي .

دپا چا د خپلواکۍ هڅې پداسې مهال پيل شوې چې رښتيا هم دهند په نيمه وچه کې دانګرېزانو پر وړاندې کرکه هغه مهال زياته شوه چې په 1919يې داپرېل په مياشت کې دامرتسر پېښه را مينځته شوې وه او پدغه پېښه کې په سلګونو کسان وژل شوي او ټپيا ن شوي ول .

په دې سره جنرال ريګينالد له دندې ګوښه شو او د هند د ملي ازادي بښونکو غورځنګونو هڅې لا چټکې شوې. په مينځنۍ اسيا کې هم بلشويکانو د وسلوالو بريدونو پر مټ او د پوځي ځواک په کارولو سره خپل ځواک ته پراختيا ورکوله چې دې سره په سيمه کې دځواک  او واک  انډول د ګواښ سره مخ وو…له ترکیې نه د مصطفی کمال دفاع په سيمه کې يو بل ستربد لون وو…او لا هغه مهال چې پاچا اما ن اله دخپلو اکۍ ناره پورته کړه ،دا يوبل ګوزار وه چې انګرېزان يې ولړزول .

دا ټولې هغه پېښې وې چې د برېتا نوي هند واک يې له ګواښ سره مخ کړ.

پوهاند داکتر محمد حسن کاکړ په دې تړاو چې انګريزان دې ته ژمن نه ول چې د افغانستان خپلواکي ومني، پخپل کتاب کې دې ټکي ته داسې ګوته نيولې ده:

پاچا امان الله چې پوه شو بريتانيه دافغانستان پوره خپلواکي منلو ته حاضر نه دی، نو دجنګ لار يې ونيوله او دانګريزانو د حاکميت پر ضد هم دننه اوهم دباندې په شمالي هندوستان کې يې دمسلمانانو، هندوانو اوسکانو په پارولو پيل وکړ.داچې امان الله خان په شمالي هند کې دانګريزانو پروړاندې پارونې کولې، نو ښکاره ده چې د برتانوي هند چار واکي ورته لاس تر زنې نه کېنا ستل . . .

ووګرانت افغان پلاوي ته په زغرده ووېل:

افغان حکومت بايد هندي انقلا بيون له خپلې خاورې وباسي …

يو شمېر ليکوال داسې انګېري چې ګنې امان الله خان د انګرېزانو دښمن وو، نوځکه خو يې له شوروي سره اړيکې ډېرې دوستانه وې .لا يو شمېر په دې اند ول،په ځانګړي ډول کيڼ اړخو په دوستۍ کې دی دشوروي دوست باله او ښي اړخو له امان الله سره په دښمنۍ کې دی دشوروي دوست ګا ڼه . ولې پوها ند صاحب په خپل کتا ب کې دې ټکي ته دا سې اشا ره کړېده :

امان الله په دې فکر و چې بلشويکان له بخارا نه دانور پاشا له لاسه ايستل کېږي. له هغه سره يې د وسلو او رضاکارانو مرسته وکړه او د تنظيمي رييسانو په نومونويې جنرال محمد نادر د قطغن، شجاع الدوله د هرات اودعدلې وزيرمحمد ابراهيم مزار ته واستول .په هغو سربېره افغاني افسران يې په ملکي جا مو کې انور پاشا ته او يوه وړه نظامي قوه يې بخا راته واستوله …

يوشمېر بهرني څېړونکې هم دامني چې بلشويکان په دې پو شوي ول چې افغانان په مينځنۍ اسيا کې ددوي  پر وړاندې لمسونې کوي، له دې سربېره شوروي اوبرتانوي هند ته هم په ډاګه شوې وه چې امان اله خان د کنفډرېشن دجوړېدو هڅه کوي .

څرنګه چې دواړو ښکېلاګرو (برېتانېه او شوروي ) هېوادونو ګټې شريکې وې، نوځکه يې يو په بل داسې غرض نکوه چې خپلې ګټې وګواښي .لکه امان الله خان چې له برتانوي چارواکو وغوښتل چې بخاره او خېوه په رسمېت وپېژني اوهم ورته وسلې ورکړي چې دافغانستان له لارې ورورسېږي …ولې انګرېزانو داونه منله .اود ؛اقابکوف؛ څرګندونو له مخې د پنجدې مساله هم دشوروي هغه سيا ست وو چې له يوې خوا يې ژمنه کړې وه چې بېر ته به يې افغانستان ته سپاري او له بلې خوا يې څار ګرو د پنجدې وګړي ځورول اودېته يې هڅول چې ورته ووايې چې ګنې موږ پخپله نه غواړو له وروسته پاتې هېواد افغانستان سره يو ځاې شو …له يادو څرګندونو نه په ډاګه کېږي چې افغان ټولواک هم دشوروي اتحاد اوهم دبرتا نويانو دسترګو ازغی وو، ولې دواړه هيوادونه پدې لټه کې هم ول ،چې ديو شمېر فشارونو له مخې افغان پاچا دځان پلوی کړي .

لکه څومره چې ښکاره وه له برتانیې سره دامان الله نږدې کېدل ناشونی کار و، داځکه چې پاچا دخپل هېواد له بشپړې خپلواکۍ تېرېدی نشو، او انګرېزانو هم هڅه کوله چې با چا کمزوری کړي نوځکه يې د ده پر وړاندې لمسونې کولې .

ډاکترصا حب کاکړ ددې لمسونې په تړاو پخپل کتاب کې داسې کاږلي دي:

“ پاچا امان الله لویې جرګې ته دغسې شواهد وړاندې کړي ول، چې دهغه له مخې په افغا نستان کې ديوبندي ملا يان ديوه بانديني ځواک په لمسه ؛برتانوي هند ؛ پا رونې کولې”.

داچې ډاکتر ادمک انګېري 138 مخ چې ما دبرېتانې اودهند دحکومت درسمي پاڼو او راپو رونو له مخې داسې کومه ليکنه نده ليدلې چې انګرېزانو به دپاچا امان اله په نسکورولوکې لا س لرلی وي، دغه څرګندونې دتامل وړدي.

لومړی داچې ادمک  څه ، په سلګونو څېړونکي د ده په څېر چې دبرېتانې او هند رسمي لا سوندونه، ملي ارشيفونه، کتابتونونه، نندارتونونه، رسمي دفترونه، دکورنيو اوبهرنيو چارو وزارتونه، ګا لري ګانې موزېمونه … عمرونو عمرونو وګوري  د دغو پاڼو يو ګودام هم نشي تما مولی. زه چې په پرلپسې توګه دا نږدې شل کاله دبرټش کتابتون په ګډون دبرتانیې ملي ارشيف ته تللی يم او يامې په پر لپسې توګه نندار تونونو کې برخه اخستې ده… ما داسې دکتابونو بارې اود داسې پا ڼو درمندونه ليدلي دي چی ورته ګوته په خوله کېږې .

ايا ډاکتر ادمک دجنرال ماليسن Malleson هغه څرګندونې هېرې کړيدي چې برتانوي چارواکو ته یې په ځغرده ووېلې که موږ غواړو چې دشوروي د پر مختګ مخه ډب کړو غوره به وي چې دافغانستان اوشوروي ترمينځ اړيکې خړې پړې کړو .؛ وګورۍ Wilfred Malleson,January 24.1922 The British military mission to turkistan1918/20 royal central Asian journal ,volume ,1922Numbers … دی وايي (مليسن) کله چې افغان ځواکونو له کشک نه مروې لورته پرمختګ وکړ ما ډېر زر ځان بلشويکي څارګرو ته ورسوه هغوی هم يو پلا وی مروې اوعشق اباد ته واستوه…بيامې دهرات چارواکوته دپېښې خبر ورکړ.

له يوې خوا شورويانو او له بلې خوا برتانويانو، د افغانستان پر وړاندې له دښمني ډک چلند غوره کړی و. د بېلګې په توګه، هغه مهال چې افغان ټولواک شوروي ته سفر وکړ، د جي پي يو GPU څارګرې ادارې د روسیې له نامتو جنرال سامو ييلوف زوې چې په پارسي ژبه پوهېده دې ته وګماره چې افغان واکمن شېبه په شېبه وڅاري .افغان پلاوي داسې فکر کاوه چې هغه يوازې په روسې ژبه پوهېږي .

برتانوي چارواکو هڅه کوله چې امان الله خان داميرحبيب الله اوامير عبدالرحمن خان په څېر دې ته اړ کړي چې يوازې په دوی ډډه ولګوي اوکنه وبه پرځول شي. دساري په توګه برتانوي چارواکو په ايټالیې ،فرانسې، امريکې اوپه نورو هېوادونو فشار راووړ چې دافغانستان نړيوال باور له ماتې سره مخ کړي .ان داچې انګرېزانو دامان اله دخور په نوم يوه جعلي مېرمن چې فاطمه سلطانه نومېده امريکې ته واستوله چې دافغان واکمن واک او ځواک بې باوره کړي.

همدا ډول پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ پخپل ياد کتاب کې کرنيل ټي.اې لارنس چې دعربستان لارنس په نوم يادېده،يادونه کړېده.

دغه لارنس هغه څوک دی چې دبرېتانیې د نورو څارګرو په څېر يې دواکمن پاچا پر وړاندې دملا په جامه کې وګړي دهغه پر وړاندې پاڅون ته رابلل .

سټيوارت Stewart چې دکومې شهزادګۍ له پېښې پلو پورته کړيدی اويا نورو کورنيو او بهرنيو څېړونکو په دې تړاوکومې څرګندونې کړېدي، له مليسن نه راواخله ترلارنس پورې کومو ګڼو برتانوي څارګرو چې دافغانستان د کورنيو دښمنانو پر مټ دافغانستان دځوان حکومت دبې ثباته کولو اوپرزولو لپاره کومې هڅې کړېدي تاريخ ترې سترګې ندی پټې کړي .

دافغانستان د کورنيو دښمنانو لړۍ ان ترسلطنتي درباره هم راغوځېدلې وه، چې دغو درباریانو له برتانويانو په ځانګړې توګه له برتانوي څارګرو سره په ګډه له افغان ټولواک سره د دښمنۍ په پلمه افغانستان يې د بربادۍ کندې ته وغورزوه …

ستيوارت په ځغرده ويلي دي چې : برتانوي چارواکي پدې پوهېدل چې دوي له افغاني سردارانو اودرباريانو سره څه ډول چلن وکړي ؟ هغه مهال چې لارډ رابرتس په کابل کې وو له افغاني سردارانو او درباريانو سره په ډېر ادب ا ودرنښت غږېده، ان په اداري چاروکې له دوی سره سلا کوله . موږ دساري په توګه د اما ن الله خان يوه نامتو سردار شېر احمد خان يادولی شو چې دبرتانيې سفارت له يوه استازي (مکو نا چي) سره د سپتمبر په 17 نېټه 1924 کال وليدل . نوموړي نه يوازې، هغه ته يوشمېر پټ اسناد ورکړل،بلکې د پاچا او محمود طرزي په کړو وړو يې هم نيوکه وکړه.

دهمدغو کورنيو اوبهرنيو لاسوهنو پايله وه چې دمکوناچي په څېر استازو نېغ په نېغه دپاچا امان الله دواکمنۍ دځپلو لپاره لارې چارې لټولې، اوبيا همدغه کورني لا سپوڅي ول چې دخوست اوشينوارو پا څونونو ته یې لاره پرا نسته.

استاد کاکړ د خپل کتاب په 138 مخکې دتاريخپوه غبارله قوله را خستي دي:

“اينکه ناکامي مرحله دوم ريفورم حکومت امانيه را بعضاً تنها نتيجه مخالفت اقليت فيودال و روحاني ويا توطيه ومداخلت يک دولت خارجي ميدانند تماً منطبق با حقيقت نيست ؛ غبار789 مخ .

همدا راز مير غلا محمد غبار دشينوارو دپاڅون لامل د کوچيانو او دسنګوخېلو ديوې نښتې لامل ګڼي چې دجلال اباد دحکمران دشينوارو شکا يت ji غوږ ونه نيوه ،نو هغو پا څون وکړ…

کپتان رابنسن Captaln.j.A.Robin son افغاني کوچيانو دنقش په تړاو يو ګټور کتاب کښلی دی چې ددوي رول يې دافغانستان په سودا ګريزو هڅو کې ستايلئ دی ؛Nomad merchants who trade between india and Afghanistan  ؛ دهمدې بنسټ له مخې دکوچيانو يوکاروان دنوامبر په مياشت کې 1928کال هندوستان ته په لاره له سنګيو خېلوسره لاس اوګرېوان شو .

حکومت دخپلې ناغېړۍ له امله دغه پېښه سمه ونه څېړله نو لومړی شينوارو د اچين په ولسوالی بريد وکړ، دکابل اوپېښور لاره يې بنده او وتړله .

دافغانستان کورني اوبهرني دښمنان چې داسې پېښو ته بډ وهلي ولاړ ول ،سيمې ته راورسېدل. په دغه وخت کې دجلا ل اباد تنظيمه ريس شېر احمد خان وه ،له يوې خوا ده هڅه کوله چې قومونه پخپلو کې وجنګوي اوله بلې خوا برتانوي استازي همفريز له پاچا سره وليدل چې پدې تړاو دهغه اند اونظر ځانته معلوم کړي .

له دې کړکېچ نه کورنيو اوبهرنيودښمنانو ګټه واخسته. په ځانګړي ډول هغو کسانو لا ډېرې لمسونې وکړې چې پاچا له رغاونو اوسمونونو سره جوړ نه ول .

يو شمېر کورنيو او بهرنيو څېړونکو بيا بيا خپلې انګېرنې غبرګې کړيدي چې بريتا نيا ښکېلاک دامان اله خان پر وړاندې له همغه مهاله چې ده خپلواکي واخسته،پدې لټه کې ول چې دی څرنګه له پښو وغورزوي ؟

هغه وخت چې دخوست کړکېچ پيل شو، دانګرېزانو هڅې لا ګړندئ شوې چې څو بېلګې داسې دي :

ستيوارت ددې خبرې پخلی کړيدی چې يو شمېر بهرنيو هېوادونو په سرکې برتانويانو هڅه کوله او يوشمېر څارګر يې دې ته ګمارلي ول. ستيوارت داخبره هم سپينه کړېده او په ټينګار يې دېته ګوته نيولې ده،؛ 266 ؛ مخ …وايي کله چې لارډ را برتس په کابل کې و، له خپلې ځانګړې دندې سربېره يې له يو شمېر مخورو کسانو سره ليدل او په ډېر مها رت به يې خپلې موخې پلې کولې .

دا ښکاره وه چې ټول ديني عا لمان اوملا يان داما ن الله خان پر ضد نه ول ، شمس المشايخ دپاچا له ټينګو ملاتړو اوپلويانو څخه و.

همدا راز دترنګزو حاجي صا حب، عبدالرزاق او نور بېلګې په توګه يا دولی شو . خو د يو شمېر لاسوندونو له مخې چې په لندن کې يوشمېر نندارتونونو کې ته لیدل شويدي ، دسردارمحمد ايوب خان دوه زامن محمد اکرم او محمد اعظم چې په بر تانوي هند کې استوګن ول دې ته هڅول شوي ول ( 1927 دفبروري میاشت) چې په کندهار کې پا څون وکړي . لکه څرنګه چې د دوی تربورانو د سردارمحمد يعقوب خان زامنو ته هم ورته سپارښتنه شوې وه .

انګرېزانو د پاچا د بېباوره کولو لپاره  د خپلو الوتکو په وسيله خپل يوشمېر دپلوماتان او استازي له کا بله ووېستل . په کابل

کې دبرتانیې داستا زي همفريز مېرمن پخپلو خاطرو کې کښلي دي : ما کتاب لوسته چې ناڅا په د سفا رت يو تن دېپلومات ؛بي جي ګا ولډ ؛ راغی رانه يې وپوښتل : وزيرمختارهمفريز چېرته دی ؟ په باغ با لا کې دپام وړ پېښې تر سترګو کېږي . . .

همفريز په بله خونه کې دفرانسې له استا زي سره ناست وو …دخبرې په اورېدو، دی هم دباغ بالا لور ته متوجې شو، کتل مو چې شورشيان ډېر زر د سفارت ماڼۍ ته راورسېدل اود سقاو زوې پخپله په دروازه کې له همفريز سره وليدل . . .

ستيوارت پدې تړاو کاږلي دي چې : “ له ېوې خوا له شورشيانو سره دسفارت خواخوږي اوله بلې خوا دپا چا او همفريز اختلا ف … دبرېتانیې دلاسوهنې انګېزه لا پيا وړې کوي… ؛ .وګورئ 437 _504 مخونه ؛ .

يو شمېرتا ريخپوهان لکه دميرمحمد صديق فرهنګ په څېر داسې انګېري : ؛هيڅ لاسوند شتون نلري چې لارنس دې دکومې څارګرې ادارې له خوا ديته هڅول شوی وي چې کوم بهرني هېواد کې لمسونې کړې وي…موهمه داچې لارنس ددې استعداد هم نه درلودل اونه پدې تړاوکومې دندې ته ګومارل شوی وو.

پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د دې خبرې پخلی نه کوي چې فرهنګ وايي لارنس استعداد نه درلودل ولې دی د ډاکترادمک له قوله کاږي : چې خلکو؛ هندوستان نه وېستل شو …دهند حکومت هغه په کابل کې د برتانیې سفيرهمفريزپه ټينګه غوښتنه انګلستان ته ولېږه .

پوهاند صاحب او ډاکترادمک د ده د اېستلو لامل ندی په ګوته کړی، خو يوه خبره څرګنده وه چې دی په عربستان کې دومره بد نام   شوی و چې خلکو به دی دمسلمانانو يو ستر دښمن ګاڼه .ان تردې چې ده هم د يو شمېر نورو په څېر د مسلمانانو د نايووالي لپاره به ده عربانوته ويلې چې دمسلمانانوقبله په عربستان کې ده او داسلام دخلافت دعوه دعثماني ترکې واکمنان کوي ؟

هره خبره چې وي وي به خو لندن سندې ايکسپرس مهالنۍ London Sunday Express په 1928 کال دسپتامبر په ديارلسمه نېټه پخپلې دغې ګڼه کې په ډاګه دغه خبره سپينه کړېده چې لارنس ديوه پټ څار لپا ره دافغانستان پولې ته ګمارل شوې وو .

دی دپېري غوندې دافغانستان په ختيز کې يو ناڅاپه راڅرګند شو او باروتو ته يې تېلی وواهه، نوکه بيا اېستل شوی هم وي،خو خپله دنده يې دبرتانوي چارواکو په سپا رښتنه ترسره کړې وه.

رويتر هم دډسمبر په 9مه 1928 کال دشينوارو په پا څون کې دلارنس دشتون پخلی کوي.

داچې يوشمېر څېړونکي انګېري چې دبرېتانې ښکېلاک نه غوښتل دبلشويکانو له وېرې دامان الله خان دحکومت په نسکورولو سره افغا نستان بې ثباته شي يو څه راته دتا مل وړ ښکاري .

انګرېزانو دېوې ټا کلې ولې کوټلې نخشې له مخې دامان الله خان دحکومت نسکورولو ته ژمن ول، که داد هرچا په لاس شونی وی. دوي له همغې شومې وسلې ګټه اخسته. ولې کوم اړودوړ چې دسقاو زوی له خوا رامينځته شو،هم يې دهمغې اندېښنې له مخې پاېته رسوه،دا ځکه دده دنده نوره پاېته رسېدلې وه .دوئ غوښتل چې دخپل يوه متحد او پلوي پر مټ يو داسې باثباته حکومت چې په سيمه کې دبرېتانې دواک اوځواک انډول خوندي کړي را مينځته شي .

دتا ريخ پوه استاد کاکړ هاندې هڅې چې دتا ريخ ليکنې په اړه کړيدي ستايم او دغه اثر چې يې په 162مخونوکې بشپړ کړيدی دپام وړ يوه ليکنه ده ،چې درانه لوستونکي يې لوستلوته را بولم .

که چېرې څوک وغواړي يوه بې عيبه ليکنه وکړي ليکوال به نشي اوکه څوک غواړي بې عيبه ملګری پيداکړي نو بې ملګري به پا تې شي . په پاې کې استاد پوهاند ډاکتر کاکړ ته اوږد عمر غواړم دده دنوروليکنو په هيله . داوس لپاره همدومره .په ډېر درنښت .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x